دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ WhatsApp Channel

دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ

4.2K subscribers

About دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ

*دسيمې تازه خبرونه* *دولس غږ ترمسوولوچارواکو دمسوولوچار واکوغږ ترولس پورې نشرات مې دنده او دفتر پورې تړاو نلری حقیقت دقت سرعت بې طرفی مو لومړیتوب دي شفیع تنګیوال دولس رساخبریال* *0787426018* *Whats App* https://whatsapp.com/channel/0029VaFe9fvEawdvOhLd3S3Y

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ
دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ
2/28/2025, 4:27:50 PM
Post image
❤️ 👍 34
Image
دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ
دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ
2/28/2025, 11:36:44 PM

*دنادرکۍ اعلان* نوم فیض الله دپلار نو م فضل محمد. دم وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ دشنیز درې دباغک ځان معرفی کوی کابل ته دخپلوانو که تللی وو چې اوس ځای ورنه ورک شوی چې اوس مهال ١٣ حوزه کې دپل سوخته سره دی که دچا خپلوان وی یایی پيژنی پورته آدرس ته د تشریف وروړي دلازیاتو معلومات لپاره دې شمیره سره اړیکه کې شی. 0788800126 *دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ*

Post image
❤️ 👍 😢 😂 😮 13
Image
دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ
دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ
2/28/2025, 4:27:23 PM

دم وردګ ولایت او ولسوالیو دروژه ماتي او پېشلمي وختونه👇

❤️ 👍 😂 5
دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ
دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ
2/28/2025, 4:17:30 PM

پریکړه تغیر دتنګي درې دوالیبال لوبې فاینل لوبه مجاهد لوبډله (حامد حماد)مقابل باري استاد سبا شنبه دروان کال ١٤٠٣ هـ ش دکب ١١مه ماسپښین یوه بجه پته دتنګي دره جوی زرین بازارشاته دوالیبال میدان مینه وال دخبروي *دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ*

Post image
❤️ 👍 8
Image
دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ
دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ
2/28/2025, 1:21:13 PM

لوبه دتنګي درې باری استاد 20 مقابل حامد حماد 21 لوبه خوندوره ده

❤️ 👍 10
دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ
دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ
2/28/2025, 1:14:41 PM

دتنګي درې دتورنیمټ لوبې فاینل دی مونږ دسره وعده کړي وه چې انلاین به یی درته خپروو خو دنېټ دکم زورۍ له وجې نشو کولای اوس مهال لوبه د باری استاد او حامد حماد لوبډلې ترمنځ ده مونږ سره پاتې شﺉ باری استاد 5 مقابل 2 *دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ*

Post image
❤️ ❤‍🩹 👍 15
Image
دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ
دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ
2/28/2025, 6:13:54 AM

د افغانستان د میاشتې لیدلو مرکزي کمېټه نن مازديګر د روژې مبارکې میاشتې د رسمي اعلان په مناسبت ناسته کوي. د تازه او دقیقو معلوماتو لپاره زموږ سره اوسئ! https://whatsapp.com/channel/0029VaFe9fvEawdvOhLd3S3Y

❤️ 👍 🌹 14
دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ
دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ
2/28/2025, 3:19:08 PM

دتنګي درې دوالېبال دلوبو له ډګره دلوبې فاینل چې باری استاد او حامد حماد لوبډلې ترمنځ وه. دماښام دلمانځه دوقفې په خاطرلوبه پای ته ورسیده چې دباري استاد د لوبغاړو شمیره وه 24 مقابل 21 دسیمه یزې سرچینې له قوله دیادو لوبو آخری لوبه به دراروانې جمعې په ورځ کیږی شفیع تنګیوال *دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ*

Post image
❤️ 👍 😂 6
Image
دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ
دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ
2/27/2025, 3:57:20 PM

د لمانځه احکام په لمانځه کې ١٤ فرض، ٧ واجب، ١٤ سنت، ١٠ مکروه او ١٤ ماتیدونکي دي. د لمانځه فرایض: په لمانځه کې فرايض ۱۴ دي اته د لمانځه نه بهر دي چې شرطونه ورته وایي او شپږ په لمانځه کې دننه دي چې رکنونه بلل کیږي. د لمانځه شرطونه: (۱)اودس کول یاتیمم وهل (دعذرپه وخت) (۲)د جامې پاکوالی (۳)د لمانځه د ځای پاکوالی (۴)د بدن پاکوالی (۵)د عورة پټول د سړی عورت د نامه نه لاندی تر زنګنو پوری او ښځه ټول عورت دی مګر مخ، لاسونه تر مړوندونو او پښې تر ګیټو پورې عورت نه دی. (۶)قبلی ته مخ اړول (۷)نیت کول (۸) وختونه پیژندل د لمانځه (رکنونه): (۱)تکبیرافتتاح (۲)قیام (ولاړه ) (۳)قرآت (۴)رکوع (۵)سجده (۶)آخره قعده وروستۍ ناسته یادونه: که د پورته څخه یو هم پاتې شي لمونځ نه صحیح کیږيل. د لمانځ واجبات: د لمانځه ټول واجب ٧ اووه دي: (۱) د الحمدلله لوستل (۲)لومړۍ قعده (۳)په وروستۍ قعده کی تشهدلوستل (۴)امام لپاره په جهری لمانځه کی په جهر لوستل (۵)د خفیه (په پټه) لوستلو په ځای کې په پټه لوستل (۶)وترو کی دعاء قنوت لوستل (۷)د رکنونو برابرول که د پورته څخه کوم شي په سهوه پاتې شي سجده سهوه لازمیږيل. د لمانځه سنت: د لمانځه سنت ١٤ څوارلس دي. (۱)د تکبیر تحریمی سره لاسونه د غوږنو پوری اچتول (۲)نامه لاندې ښی لاس په چپ لاس ایښودل (۳)سبحان ویل (۴)اعوذ بالله ویل (۵)بسم الله ویل (۶)آمین ویل (۷)سمع الله لمن حمده ویل (۸)ربنا لک الحمد ویل (۹)درکوع تسبیحات (۱۰)دسجدی تسبیحات ویل (۱۱)اوله قعده کی تشهد ویل (۱۲)اخرورکعتونوکی الحمد لله ویل (۱۳)دتکبیرافتتاح نه غیرنورتکبیرونه ویل (۱۴)سلام ګرځول د لمانځه مکروهات: په لسوشیانو لمونځ مکروه کیږی (۱)بې عذره پلتۍ وهل (۲)په لاس دآیتونو شمیرل (۳)څنګلی خورول په سجده کی (۴)په سترګو ښی اوچپ طرفته کتل (۵)بی عذره سترګی پټول (۶)دسجد ی ځای نه ګیټۍ لری کول په هغه صورت کی چی تکلیف نه جوړوی (۷)ستومانی ویستل (۸)خوله وازی کول (۹)په جامه لوبی کول (۱۰)د صف نه وروسته یوازې ودریدل د لمانځه ماتونکی: د لمانځه ماتونکی ۱۴ دي. (۱)بې عذره غاړه تازه کول (۲)پرنجی کونکی (تريچونکي) ته یرحمک الله ویل (۳)د خپل امام نه غیر بل چا ته فتح ورکول (۴)لااله الاالله ویل که مقصد یې چا ته جواب ورکول وي (۵)عورت لوڅیدل (۶)د مصیبت د وجې جرا کول (۷)د سلا م جواب د لمانځه ډک او تش رکعتونه هر لمونځ چی سنت وی هغه ډک وی ډک یعنی قل هو والله لوستل. او فرض لمونځ کې چې دوه رکعته وی دواړه ډک دی او که ٣ رکعته وی یو تش وی او که ٤ رکعته وی دوه تش وی او دوه ډک وی تش یعنی قل هو الله نه لوستل کیږي. د لمانځه ټکي په ټکي ژباړه سُبْحَانَكَ اللهُمَّ پاکي ده تالره اى الله! وَبِحَمْدِكَ او تالره ثنا ده وتَبَارَكَ اسْمُكَ او برکت والا دى نوم ستا وَتَعَالَى جَدُّكَ او لوړ دى شان ستا وَلَاإِلَهَ غَيْرُكَ نشته د عبادت لايق بې له تانه ... أَعُوذُ پناه غواړم بِاللَّهِ په الله تعالى مِنَ الشَّيْطَانِ د شيطان الرَّجِيمِ رټلي شوي نه ... بِسْمِ اللَّهِ شروع کوم په نوم د الله الرَّحْمَنِ چې عام مهربانه دى الرَّحِيمِ خاص رحم کوونکى دی ... اَلْحَمْدُ ټول صفتونه لِلّٰهِ خاص الله لره دي رَبِّ الْعٰلَمِیْنَۙ۝۱ چې تربيت کوونکى د مخلوقاتو دى الرَّحْمٰنِ چې عام مهربانه دى الرَّحِیْمِۙ۝۲ خاص رحم کوونکى دى مٰلِكِ یَوْمِ الدِّیْنِؕ۝۳ واکدار د قيامت د ورځې دى اِیَّاكَ خاص تاته نَعْبُدُ عبادت کوو وَ اِیَّاكَ او خاص تا نه نَسْتَعِیْنُؕ۝۴ مرسته غواړو اِهْدِنَا برابر کړې موږ الصِّرَاطَ په لار الْمُسْتَقِیْمَۙ۝۵ سيده باندې صِرَاطَ الَّذِیْنَ په لاره د هغه کسانو اَنْعَمْتَ چې تا فضل کړى عَلَیْهِمْ١ۙ۬ۦ په هغوى غَیْرِ نه لار د هغه کسانو الْمَغْضُوْبِ چې غضب کړى شوى عَلَیْهِمْ په هغوى وَ لَا الضَّآلِّیْنَ۠۝۷ او نه لار د ګمراهانو آمين اى الله! زموږ دعا قبوله کړې. ... قُلْ هُوَ اللّٰهُ ووايه، هغه الله تعالى اَحَدٌۚ۝۱ يو دى اَللّٰهُ الله الصَّمَدُۚ۝۲ بې نيازه دى لَمْ یَلِدْ١ۙ۬ نه يې څوک زېږولي وَ لَمْ یُوْلَدْۙ۝۳ او نه له چانه زېږېدلي وَ لَمْ یَكُنْ لَّهٗ او نشته د هغه لپاره كُفُوًا اَحَدٌ۠۝۴ برابر، هیڅوک ... الله اکبر الله تعالي ډېر لوی دی ... سُبْحَانَ پاکي ده رَبِّيَ الْعَظِيمِ رب زما لره، چې لوى دى ... سَمِعَ اللهُ اوري الله تعالى لِمَنْ وينا د هغه چا حَمِدَهُ چې صفت يې کوي ... رَبَّنَا اى ربه زموږ لَكَ الْحَمْدُ تالره صفت دى ... الله اکبر الله تعالى ډېر لوى دى ... سُبْحَانَ پاکي ده رَبِّيَ رب زما لره الْأَعْلَى چې اوچت دى ... الله اکبر الله تعالى ډېر لوى دى ... التَّحِيَّاتُ ټول وينا والا عبادتونه لِلَّهِ خاص الله لره دي وَالصَّلَوَاتُ او ټول بدني عبادتونه وَالطَّيِّبَاتُ او ټول مالي عبادتونه السَّلاَمُ عَلَيْكَ سلام دې وي په تا باندې أَيُّهَاالنَّبِيُّ اى پیغمبره وَرَحْمَةُاللَّهِ او رحمت د الله تعالى وَبَرَكَاتُهُ او برکتونه د هغه ( الله تعالی) السَّلاَمُ علينا سلام دي وي، پر موږ باندې وَعَلَى او په عِبَادِ بنده ګانو اللَّهِ د الله تعالى الصَّالِحِينَ نېکانو باندې ... أَشْهَدُ زه ګواهي کوم أَنْ لاَإِلَهَ چې نشته د عبادت لايق إِلَّا اللَّهُ مګر الله تعالى دى وَأَشْهَدُ او زه ګواهي کوم أَنَّ مُحَمَّدًا چې بېشکه محمد صلی الله علیه وسلم عَبْدُهُ بنده د هغه (الله تعالی) دى وَرَسُولُهُ او استازى د هغه (الله تعالی) دى ... اللَّهُمَّ اى الله جل جلاله صَلِّ رحم وکړې عَلَى مُحَمَّدٍ په محمد صلی الله علیه وسلم وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ او په کورنۍ د محمد صلی الله علیه وسلم كَمَاصَلَّيْتَ لکه څرنګه چې تا رحم کړى عَلَى إِبْرَاهِيمَ په ابراهيم عليه السلام وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ او په کورنۍ د ابراهيم عليه السلام إِنَّكَ بې شکه ته حَمِيدٌ ستايلى شوى مَجِيدٌ لوړ شان والا يې ... اللَّهُمَّ بَارِكْ اى الله برکت واوروې عَلَى مُحَمَّدٍ په محمد صلی الله علیه وسلم وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ او په اولادې د محمد صلی الله علیه وسلم كَمَا بَارَكْتَ لکه تا چې برکت ورولى و عَلَى إِبْرَاهِيمَ په ابراهيم عليه السلام وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ او په اولادې د ابراهيم عليه السلام إِنَّكَ بېشکه ته حَمِيدٌ ستايلى شوى مَجِيدٌ لوړ شان والا يې ... اللَّهُمَّ اى الله رَبَّنَا زموږ ربه آتِنَا راکړې مونږ ته فِي الدُّنْيَا په دنيا کې حَسَنَةً نېکي وَفِي الآخِرَةِ او په اخرت کې حَسَنَةً نېکي وَقِنَا او وساتې موږ عَذَابَالنَّارِ د عذاب د اور نه. ... دعا قنوت 👇 اللَّهُـمَّ. . . . . . اى الله انّا. . . . َ. . . . . بېشکه موږ نَسْتَعِينُكَ. . . مرسته غواړو تانه وَنَسْتَغْفِرُكَ. او تانه بښنه غواړو وَنُؤْمِنُ بِكَ. . .او ايمان مو راوړى په تا باندې وَنَتَوکَلُ. . . . ..او توکل کوو عَلَيْکَ. . . . . . . په تاباندې وَنُثْنِي. . . . . . او صفت کوو عَلَيْكَ الْخَيْرَ. . . ستا غوره وَنَشْکُرُکَ. . . ..او موږ شکر کوو ستا وَلَانَكْفُرُكَ. . . . او ستا ناشکري نه کوو وَنَخْلَعُ. . . . . . . . موږ جدا کېږو وَنَتْرُکُ. . . . . . . موږ پرېږدو مَنْ. . . . . . . . . هغه څوک يَّفْجُرُکَ. . . . . . چې ستا نافرماني کوي اَلَهُمَّ. . . . . . . . يا الله مونږه اِيَّاکَ. . . . . . . . . خاص تالره نَعْبُدُ. . . . . . . . عبادت کوو وَلَكَ نُصَلِّي ......... او تاته مونځ کوو وَنَسْجُدُ. . . . . . . او سجده کوو وَإِلَيْكَ. . . . . . . . او ستا طرف ته نَسْعَى. . . . . . . منډې وهو وَنَحْفِدُ. . . . . . . . او تېزي کوو وَنَرْجُو. . . . . . . . . او اميد لرو رَحْمَتَكَ. . . . . . . . ستا د رحمت وَنَخْشَى. . . . . . . او وېرېږو عَذَابَكَ. . . . . . . . ستا د عذاب نه إِنَّعَذَابَكَ. . . . . . . بېشکه عذاب ستا بِالْكُفَّارِ....... ......کافرانو پورې مُلْحِقٌ. . . . . . . . پېوسته کېدونکى دى. ... دعا قنوت الَلَهُمَّ اِنَّا نَسْتَعِيْنُکَ وَنَسْتَغْفِرُکَ وَ نُؤْ مِنُ بِکَ وَنَتَوَکَّلُ عَلَيْکَ وَنُثْنِیْ عَلَيْکَ الْخَيْرَ وّ نَشْکُرُکَ وَلَانَکْفُرُکَ وَنَخْلَعُ وَنَتْرُکُ مَنْ يَّفْجُرُکَ اَلَهُمَّ اِيَّاکَ نَعْبُدُ وَلَکَ نُصَلِّیْ وَ نَسْجُدُ وَاِلَيْکَ نَسْعَی وَنَحْفِدُ وَنَرْجُوْاُ رَحْمَتَکَ وَنَخْشَی عَذَابَکَ اِنَّ عَذَا بَکَ بّالْکُفَارِ مُلْحِقْ. *دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ*

❤️ 👍 🌹 💖 🥰 53
دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ
دسیدآباد ولسوالۍ دولس غږ
2/27/2025, 10:27:38 AM
Post image
❤️ 👍 😮 13
Image
Link copied to clipboard!