دينى اوعصرى معلومات چينل WhatsApp Channel

دينى اوعصرى معلومات چينل

14 subscribers

About دينى اوعصرى معلومات چينل

پرالله تعالی توکل هغه څه دی چي ډیرهغه څه به درته اسانه کړي چي ته بي دکولوپه اړه ډیرسخت اوژورفکراواندیښنه لري نودژوندپه ټولوکارونوکي پرالله تعالی باندي توکل کوﺉ https://whatsapp.com/channel/0029Va8mPUFLY6d3HU9lHm2I

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

دينى اوعصرى معلومات چينل
دينى اوعصرى معلومات چينل
2/20/2025, 4:56:04 AM

ورځنی حديث شريف: "إِنَّمَا الأَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ، وَإِنَّمَا لِكُلِّ امْرِئٍ مَا نَوى" (رواه البخاري و مسلم) ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي: اعمال پهٔ نیتونو پورې تړلي دي او هر انسان ته به د هغۀ د نیت مطابق اجر ورکړل شي. دا حدیث موږ ته ښوونه کوي، چې زموږ نیتونه زموږ د اعمالو اساسي برخه ده او د الله پهٔ دربار کې اجرونه د نیت پر بنسټ ورکول کېږي.

❤️ 2
دينى اوعصرى معلومات چينل
دينى اوعصرى معلومات چينل
2/15/2025, 6:52:58 AM

رسول الله ﴿ﷺ﴾ فرمایي:* 🌸🌸 *ڪله چې خپلې بسترې ته ځئ، نو ایات الڪرسي ولولئ، له تاسې سره به د اللّٰه ﷻ له لورې یو ساتونڪی مقرر شي او شیطان به تر سهاره هېڅ درنږدې نشي.* 🍁🍁 *🕋صحیح البخاري ﴿٣ https://whatsapp.com/channel/0029Va8mPUFLY6d3HU9lHm2I

❤️ 1
دينى اوعصرى معلومات چينل
دينى اوعصرى معلومات چينل
2/23/2025, 2:15:09 AM

*‏〔 فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ 〕* *صبر وکړه، په يقيني توګه دی😊* *الله ﷻ هره وعده رښتينې ده💯* *ســـ‌᭄ــيد*

❤️ 1
دينى اوعصرى معلومات چينل
دينى اوعصرى معلومات چينل
2/23/2025, 2:15:02 AM

*رسول الله ﷺ فرمایلي دي :* *څوڪ چې د الله ﷻ په لار ڪې څه مصرف ڪړي، هغه ته به اووه سوه چنده اجر ولیڪل شي.* *[ رواه البخاري : ۱۴۶۹ ]* *_ـسـۦٰ۫۬ــ‌ـ‌‌᭄ــيــــد_☘️☘️⚡💫*

❤️ 1
دينى اوعصرى معلومات چينل
دينى اوعصرى معلومات چينل
2/15/2025, 6:15:37 AM

*رسول الله ﷺ فرمايلي دي* *څوک چي وخت ورکړي تنګ لاسي ته او یا پور وبخښي هغه ته نو ځای به ورکړي ده ته اللهﷻ (دقیامت په ورځ)دخپل رحمت په سایه کي* *(رواه مسلم)* *سعيد*

❤️ 😢 2
دينى اوعصرى معلومات چينل
دينى اوعصرى معلومات چينل
2/23/2025, 2:15:06 AM

*💫,حديث* *قالَ النَّبِيُّ ﷺ: "الكَلِمَةُ الطَّيِّبَةُ صَدَقَةٌ* *رسول الله ﷺ وفرمايل: نېک الفاظ (ښه خبره کول) صدقه ده.* *ســـــــــــــــعـــــیـــــد*

❤️ 1
دينى اوعصرى معلومات چينل
دينى اوعصرى معلومات چينل
2/23/2025, 2:22:27 AM

*له الله ﷻسره خبري وکړه* *هغه ستر ذات هیچاته حال نه وایی* 💯 *بلکی کومک هم درسره کوي* •••••🌹☝🏻🥰🤲🏻••••• *_سـۦٰ۫۬ــ‌ـ‌‌᭄ــــــيد_*

❤️ 2
دينى اوعصرى معلومات چينل
دينى اوعصرى معلومات چينل
2/23/2025, 2:15:11 AM

*رســول اڪـرم ﷺ 🥀* *`ډیر د غریبۍ ژوند ڪاوه ، مګر ڪله`* *چي به ځای دسخاوت راغلی ،* *`پاچاهان ور څخه شرمېدل!`* *_ـسـۦٰ۫۬ــ‌ـ‌‌᭄ــــــيد_*

❤️ 2
دينى اوعصرى معلومات چينل
دينى اوعصرى معلومات چينل
2/15/2025, 6:25:56 AM

ورځنی حديث شريف: قال رسول الله ﷺ: إن صاحبَ الشمالِ ليرفعُ القلَمَ ستّ ساعاتٍ عن العبدِ المسلمِ المخطِيء أو المسِيء، فإن ندمَ واستغفرَ اللهَ منها ألقاهَا وإلا كتبَ واحدةً. ژباړه: رسول الله ﷺ وفرمايل: "بې شکه چې چپ لوري فرښته (د بدو عملونو لیکونکې) قلم شپږ ساعته د مسلمان بنده د خطا یا ګناه څخه پورته ساتي، که هغه پښیمانه شي او د الله تعالی نه بخښنه وغواړي؛ نو دا (ګناه) به پاکه کړي او که نه نو یواځې یوه (ګناه) به ولیکي." [السلسلة الصحيحة: 1209]Follow the دينى اوعصرى معلومات چينل channel on WhatsApp: https://whatsapp.com/channel/0029Va8mPUFLY6d3HU9lHm2I

Post image
❤️ 😢 3
Image
دينى اوعصرى معلومات چينل
دينى اوعصرى معلومات چينل
2/14/2025, 4:23:24 AM

{ 281}           {برخه }      {بسم الله الرحمن الرحيم} {داسلام سپيڅلي أتلان څوک دي} داصلي أتلانو صحابه کرامو تابعينو او  اسلافو أخلاق کارنامي غيرتونه  شهامتونه دلته  ولولئ: (د جنرال شاول لسو(۱۰) کسانو سره میدان ته راتلل او دهغه مرګ) کله چی ضراربن الأزور رضي الله عنه جنرال بولص له آس وغورځولو او مړ یی کړو د اسمونین له مشهورو جنرالانو څخه یو جنرال د شاول په نوم لسو(۱۰) کسانو سره ورپسی ځانونه را ورسول د جنرال شاول په سر تاج ؤو له ورایه ځلیدلو هغوی له ضراربن الأزور رضي الله عنه تاؤ شول صحابۀکرامو رضي الله عنهم خالدبن ولید رضی الله عنه ته وویل مونږ ولی نور صبر کوو ضراربن الأزور رضي الله عنه یی منځ کی ګیر کړو خالد بن ولید رضی الله عنه لسو (۱۰)نامتو أتلانو سره لکه فضل بن عباس بن عبدالمطلب ,عبدالله بن عباس ,عبدالله بن جعفر بن عبدالمطلب ,مسلم بن عقیل.علی بن عقیل,عبدالله بن عمربن الخطاب,عبدالرحمن بن ابی بکرالصدیق.عبدالله بن عمروبن العاص,عبدالله بن مقداد رضي الله عنهم ور ووتلو تر هغی چی دوی ور رسیدل ضراربن الأزور رضي الله عنه ټولو رومیانو بربریانو سره سخت مقاومت وکړو! خالدبن ولید رضی الله عنه داسی وخت ور ورسیدلو چی ضراربن الأزور رضي الله عنه څخه جنرالان تاو وه خالد بن ولید رضی الله او نورو أتلانو د الله اکبر چغی وکړی او ضراربن الأزور رضي الله عنه ته یی وویل په مور او پلار دی رحمتونه شه افرین زړور أتله مونږ درته را ورسیدلو اوس به د شیطان دلښکر جنرالانو ته د دوزخ لار وښای!ضراربن الأزور رضي الله عنه نور هم زړور شو أتلوال کذارونه یی وکړل چی خالد بن ولید رضی الله عنه جنرال شاول ته ور ورسیدلو دوی هر یو خپل مقابل سره ونختل سخته جګړه شروع شوه جنرال شاول ډير غټ وو او ضراربن الأزور رضي الله عنه روژو او عبادت وچ کلک کړی ؤو جنرال شاول دتیښتی کوشش وکړو خو ضراربن الأزور رضي الله عنه له آس ټوپ کړو ورپسی منډه یی کړه راګیر یی کړو دواړه سره غیږ په غیږ شول دغه مضبوط غټ او پېړ جنرال الله جل جلاله وشرمولو کمزوری یی کړو ضراربن الأزور رضي الله عنه خیټه کی ونیولو پورته یی کړو په ځمکه یی وویشتلو جنرال شاول چغی کړی له نورو جنرالانو څخه یی مرسته وغوښتله او مسلمانانو په ضراربن الأزور رضي الله عنه چغی وهلی چی افرین أتله درنه خلاص نشی نورو بربریانو رومیانو او سوډانیانو هم خپل جنرال ته چغی وهلی چی پورته شه همت وکړه خو ضراربن الأزور رضي الله عنه نور وخت ورنکړو توره یی له تیکی را وویستله په مرۍ یی ورته کیښودله سر یی تری پریکړو رومیانو په شریکه عمومی برید وکړو خو د هغوی له رسیدلو وړاندی ضراربن الأزور رضي الله عنه د جنرال شاول له سینی پورته شو او په آس یی ورټوپ کړو دغه وخت مسلمانوغازیانو هم عمومی برید شروع رښتېنی أتلان دکفر په لښکر کی سره ننوتل! جګړه سخته سوه توری چلیدی غشی وریدل نېزی ماتیدلی ډالونه پریکیدل سرونه غورڅيدل د وینو فوارې روانی وی چغی زویرګی آوریدل کیدل د جګړی ژرنده تیزۍ سره ګرځيدله کفار پکی مړه کیدل دچا سترګی ړندی دچا لاسونه پری شوی د چا خپي غوڅي او د چا له خیټو کولمی راوتلی سخت حالت ؤو یو له بل نه خبریدل چغی او ناری وی مسلمانانو تکبیرونه ویل او کافرانو صلیبونو ته چغی وهلی چی مرسته ورسره وکړي , د کافرانو باشاهی خاص قوه میدان ته راغله هغوی سره اوسپنیزی تېری ستنی وی په هغوی یی غازيانو باندی حملی کولی زوړو أتلانو له شهادت ویره نه کوله په پوره همت یی أتلوال بریدونه کول عمروبن العاص رضی الله عنه غازیانو ته د جګړی دسختۍ غږونه کول غازیانو به نور هری خواته تاختونه کول آسونو به ټوپونه وهل د الله جل جلاله د لاری زمریانو توری د کافرانو په وینو سری کړی وی بدنونه یی په وینو لړلی وه کفری لښکر چی بیخی څوچنده زیات ؤو له یو مسلمان به ډير خلک راتاو وه د فیلانو د پاسه په اوسپنیزو ګمبذو کی ناستو رومیانو سخت غشی ویشتل چی الله جل جلاله خالد بن ولید رضی الله عنه ته په یو بل جنرال بری ور په برخه کړو په سینه یی په نیزه ووهلو دواړه زغری ماتی شوی نیزه تری شاته ووتله په وینو کی لت پت په ځمکه پریوتلو چغی یی ټول لښکر واوریدې د دوزخ په طرف ولیږل شو , رومیانو جګړه تیزه کړه چغی سورې نوری هم زیاتی شوی, درفاعه المغازی څخه روایت دی چی خالدبن ولید او مالک اشتر رضی الله عنهما پنځه (۵۰۰)سوه تنه أتل فدایان اتنخاب کړل زه هم پکی وم هغوی ته یی وویل نن مو دشهادت لوړ ارمانونه پوره کړئ د فیلانو سره مقابلی ته تیارشئ د فیلانو سترګی ړندی او خرطمونه یی په تورو ووهئ لدی غیر کامیابی ناشونی ده! رفاعه رضی الله وائی زه په خپله د پنځو(۵۰۰) سوو فیلان مشر فیل پسی ورغلم چی دغه فیل تک سپين وو او دنورو رهبری یی کوله پنځه(۵۰۰) سوه فدایان پنځو(۵۰۰) سوه فیلانو پسی ورخوشی شول دفیلانو د پاسه لسګونو کسانو د غشو باران پری جوړ کړو خو فدایانو خپل آسونه فیلانو ته ور ورسول , رفاعه المغازی رضی الله عنه وایی ما په فیل باندی برید وکړو سخته توره می پری وچلوله فیل په ځمکه کیناستلو د پاسه تور حبشیان ورباندی ناست وه هغوی سره اوږدی ستنی وه ماباندی یی حمله وکړه ما ځان تری بچ کړو په برید کوونکی می دتوری ګذار وکړو د ورمیږ په ښی خوا یی توره ولږیده چپ خوا تری ووتله له فیل څخه لاندی په ځمکه را پریوتلو فیل وډار شو نورو پنځو (۵۰۰) سوو فدایانو هم زما پشان بریدونه وکړل او فیلان یی په تورو ووهل سترګی یی ور ړندی کړی هغه سپين فیل چی ما ووهلو سترګی می ور ړندی کړی منډه یی کړه نور فیلان هم فدایانو له کاره ایستلی وه ټول په منډو شول دپاسه ورباندې سواره تورحبشیان تری پریوتل څه پریوتلو سره مړه شول څه فیلانو خپو لاندی کړل څه مونږ ووژل, بل خوا خالد بن ولید ,مقداد بن الاسود ,ضراربن الأزور رضي الله عنهم د هغه باشاهی قواوو په طرف برید وکړو چی قواد یی ورته ویل هغه د قوادو فرقه د شاهی ګارډ فرقه وه دغه خطرناکه فرقه کی داسی کسان وه چی غاړو کی یی ځنځيرونه وه هر یو به دوه کسانو نیولی وو دسخت حالت په صورت کی به یی خوشی کول هغوی سره اوږدی تیری ستنی وی په هغی به یی خلک په زړونو او خیټو کی وهل غازیانو په هغوی برید وکړو ترهغی ورسره وجنګیدل تر څو ماښام شو . دغه ورځ باندی د کافرانو څخه دولس زره(۱۲۰۰۰) نامتو کسان لکه بادشاهان وزیران جنرالان والیان وژل شوی وه پنځلس سوه(۱۵۰۰) پکی د تور پوستکو خلکو مشرانو څخه وه , دواړه ډلي د عادت مطابق چی جګړه یواځی لمر ختلو سره شروع کیږی او لمر پریوتلو سره بندیږی , سره بیل شول, غازيانو شپه په ویښه تیره کړه ټوله شپه یی ګزمه او عبادتونه کول . نوربيا راسره اوسئ شير کول ېي  صدقه جاريه ده۔چي هرمسلمان اصلي أتلان وپيژني۔ ليکوال: او له عربی ژباړونکي: مولانا(حبل الله المتين) فتوح الشام للواقدي ټوک دوهم۔پاڼي.۳۷۳:۳۷۴

❤️ 1
Link copied to clipboard!