🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹 WhatsApp Channel

🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹

4.3K subscribers

About 🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹

*🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹*

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
6/20/2025, 8:21:04 AM
Post image
❤️ 👍 🤲 10
Image
🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
6/20/2025, 8:21:04 AM
Post image
❤️ 💞 🤲 11
Image
🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
6/20/2025, 11:02:38 AM

*#ځــــــــــلا ناول* *#پنځمه: برخه* *نشر کوونکی مات زړه*🌹 *0730150559* ////////♥♥///////♥♥///////♥♥/////// *`دتیری برخې وروستې لفظونه`* هغه تابلو یې هم ټلویزیونو کې ښکاره کړه او دا یې هم وویل چې داسې یو ستر هنرمند، د ښاروالۍ په پارک کې انځورونه باسي. *`《 اوس پنـــځمه بــــرخــــه》`* سبا چې پارک ته لاړم، چاته نه رسېدم.‌ خلکو راسره عکسونه اخېستل. ورځپاڼو هم زما او د ځلا د تابلو تصویرونه خپاره کړي وو او ورته تبصرې یې کړې وې. د ځلا دوی د کور خدمه راغله.‌ د سوپ دېش سره یې یو کوچنی کاغذ هم راکړ. ځلا راته لیکلي و: اوس به ستا د لاسه په ښار کې هم ګرځېدای نه شم او پوهنتون کې به هم تنګېږم. ما یې خدمې ته وویل: ورته ووایه! بښنه غواړم.‌ شپږ میاشتې تېرې شوې؛ ژوند کې مې ستر بدلون راغی. د پارلمان او ارګ په دهلېزونو او خونو کې زوړندې تابلو ګانې یې په ما جوړې کړې وې. د وکیلانو او وزیرانو د کورونو په تابلو ګانو کې چې به زما لاسلیک و، فخر به یې کاوه. ارزانه تابلومې په لس زره افغانۍ خرڅېده. کارتې سه کې مې کور ونیوه او نور پارک ته نه تلم. یوه ورځ راته شاه بي بي ترور (خدمې) وویل: ځلا درته ډېره زورېږي؛ هغې ډېر نذرونه په غاړه اخېستي چې ته په پښو ودرېږې. ما ورته کړل: نو ته څنګه پوهه شوې؟ هغې وویل: ماته یې هم څو ځله ویلي چې دعا درته وکړم. هر ځل چې له تانه ځم، نیم ساعت راسره ستا په اړه خبرې کوي. یو کال تېر شو؛ شتمن شوی وم.‌ کور مې واخېست، موټر مې وپېره؛ خو، پښې مې هسې بې حسه وې. ګل رحمن راته یوه شپه وویل: ټول خلک د علاج لپاره هند ته ځي، یو ځل خو ته هم ورشه. ما ورته کړل: د ډاکټرانو خبر دې هېره ده؟ زه له دې پښو نه خلاص یم. هغه راته وویل: راځه توکل په خدای، یو ځل ورشه چې څه کېږي. ما هم ځان سره بوځه چې دا تاج محل هم له نږدې وګورو. زه ورته مسکی شوم: نو داسې ووایه چې چکر ته مې زړه شوی. هغه وویل: هم به چکر شي او هم به علاج. د هغه د اصرار له امله مې آخر تصمیم ونیوه چې ورځم.‌ هند ته زه او ګل رحمن لاړو. هغه نو په خدمت کې ډېره حوصله درلوده. ښایي ورور چاته دومره ونه کړي لکه هغه چې ما سره وزغمل. هند کې مې چې معاینات وکړل؛ ډاکټرانو وویل: ستا علاج کېږي او سل په سلو کې یې ضمانت کوو. د دې زېري په اورېدو مې له خولې چیغه ووته. ډاکټر مې په اوږه لاس کېښود، مسکی شو، ویې ویل: ډېر ژر به دې له دې څلورو ټیرو خلاص کړو.‌ دوه ورځو لپاره یې درمل راکړل چې عملیات ته تیار شم. په درېیمه ورځ مې عملیات وشو. لس ورځې بستر یې راکړ. په نهمه ورځ مې احساس کړل چې پښې مې حرکت لري. کله مې چې د خوزولو وس وکړ، لږې راټولې شوې. د خوشالۍ نه مې چیغې کړه. نرسه راغله،‌ په اردو یې څه راته وویل، پوه نه شوم. ما مې پښې وروښودې چې حرکت لري. هغې ډاکټران ته وویل، هغوی راغلل او مبارکي یې راکړه. ګل رحمن راغاړې وت او دواړو له خوشالۍ نه وژړل. پینځلس ورځو کې مې پښې سمې وخوزېدې. ډاکټرانو وویل چې یوه میاشت کې باید په پښو درېدای وشم. هغوی ویل: وخت درباندې ډېر وتی دی،‌ د پښو انساج دې ویده دي؛ که نه باید ژر درېدلای وای. د ډاکټرانو تر اټکله مخکې، په پینځه ویشتمه ورځ د ګل رحمن په مرسته په خپلو پښو ودرېدم. داسې احساس مې درلود، لکه د مرغه وزرې چې چا شکولې وي او ډېر وخت الوتی نه وي؛ وزرې یې ورسېږي او بیا والوزي. ډاکټرانو درمل راکړل چې درې میاشتې یې باید وخورم. نور نو افغانستان ته وخوزېدو. ګل رحمن راته کړل: اوس خو هغه ښکلي مخلوق ته ووایه؛ څومره به خوشاله شي. ما وویل: په یو مناسب وخت کې ورته وایم. کله چې راغلم، ځلا یوه اونۍ وروسته خبره شوه. هغې شاه بي بي ترور راواستوله. خاله رانه پوښتنه وکړه: ډاکټرانو څه وویل؟ ما ورته کړل: همدا چې ټول عمر به په څلورو ټیرو وګرځې. هغه ډېره خواشینې شوه: د هېچا دعا درته قبوله نه شوه.‌ خپه له ځایه پاڅېده: اوس به ځلا ته څه وایم. د عملیات نه وروسته پینځه دېرشمه ورځ وه چې لومړی ګام مې واخېست. د هرې ورځې په تېرېدو مې د دېواله په نیولو سره اوږد مزل کولای شو. دوه میاشتې وروسته مې په یوه چګس او په درېیمه میاشت مې بې چګسه ګرځېدل پیل کړل. څلورمه میاشت کې لکه روغ سړی داسې شوم. خو؛ شاه بي بي ترور به چې راغله، زه به په خپله څوکۍ کې ناست وم. یوه ورځ ډېره پرېشانه وه؛ راته یې وویل: دومره وخت مې خبر ترېنه پټه کړه؛ پرون مې ورته وویل چې ډاکټرانو درته ځواب درکړی. سهار یې سترګې سرې اووښتې وې، باور لرم چې ژړلي یې و. نه یې سهارنۍ وکړه او نه یې هم غرمه څه وخوړل. سبا یې کلیزه ده؛ که داسې وي نو محفل به خراب تېر شي. حاجي میرویس یو اولاد درلود او هغه یوه لور وه. ډېره پرې ګرانه وه؛ کله یې نانځکه ورته ویل. که څه ما یې کلیزه نمانځل نه و لیدلي، خو؛ عکسونه مې یې لیدلي و چې د اروپایانو په څېر یې سم محفل ورته نیولی و. د شاه بي بي ترور نه مې پوره معلومات واخېستل چې سبا په څو بجو یې زوکړه نمانځل کېږي. سبا پورې مې یې یو ښکلی انځور رسم کړ چې هغه ناسته وه او مخکې یې کېک ایښی و چې په کې خښې ډېوې هم بلې وې. انځور مې ګلپوش کړ. د سهار لس بجې مې یې د کور د دروازې زنګ کېکاږه. دروازه خلاصه شوه، شاه بي بي ترور وه. خوله یې خلاصه پاتې شوه. ښکته او پورته یې راته کتل، لکه باور یې چې نه راځي؛ سترګې یې وسولولې،‌ راویې کتل. بیا یې چې سترګې سولولې، زه ترې راتېر شوم. یو نظر مې شاته وروکتل، هغې زما دننه کېدل لیدلي نه و، کوڅه کې یې نظر ګرځاوه. تر څو چې هغې دروازه بندوله، زه غټ سالون ته رسېدلی وم. د هغې د شمعې ګل کولو شېبې نږدې وې چې شمایلې ولیدم. ځلا یې په اوږه ووهله، زه یې وروښودم. هغې چې زه ولیدم، لیس قامت روان یم؛ دواړه لاسونه یې خولې ته ونیول. یو ځل یې چیغه کړه. رامنډه یې کړه؛ غوښتل یې غېږ کې مې ونیسي، خو؛ ما ځان لږ بېرته کړ. مونږ نږدې دوه کاله یو بل نه و لیدلي؛ ما یې د بېلتانه وخت انځورونو ته په کتو او یا د انځورونو په جوړولو تېر کړی و. هغې ځان کنترول نه شو کړای. که څه پرې شکمن وم؛ خو، بیا مې هم تر دې شېبې فکر کاوه چې ښایي د هغې زما هنر خوښېږي او ما سره یې یو وخت پورې د اقتصادي کمزورۍ او وروسته د معلولیت له امله خواخوږي لرله؛ خو، اوس مې یقین شو چې هغه راسره مینه لري. دهغې همصنفیانې، ملګرې، ډېرې خپلوانې راټولې وې. اکثرو یې یوازې زما نوم اورېدلی و؛ په پښو شل او په ژبه ګونګ انځورګر. شمایله ورنږدې شوه او کوم څه یې غوږ کې ورته وویل. هلته پوه شوم چې شمایلې ته یې د زړه خبره کړې ده، هغه یې د راز ملګرې ده. ما ورته په زرین کاغذ کې تاو انځور وړاندې کړ؛ هغې واخېست او مننه یې وکړه. ټولو چک، چکې وکړې. هېڅ یې نه ویل، لېونۍ غوندې وه. شاه بي بي ترور سالون ته راغله، بیا یې چې ولیدم، بیا یې سترګې وسولولې. کتل مې چې د حاجي میرویس غږ شو: هغه یې خپله مېرمن غېږ کې نیولې وه او لاندې منزل ته یې راوسته. سترګې یې په ما ولګېدې، حیران ودرېد. مېرمن یې په کوچ کېنوله، راغی یې زه یې غېږ کې تینګ ونیولم؛ ما یې لاسونه ښکل کړل. ډېر خوشاله و او د خدای شکرونه یې ادا کول. هغه ستر انسان و؛ وروسته له دې چې یې رسنیو د لور انځور خپور کړ، فکر مې کاوه چې هغه به جدي غبرګون وښایي؛ خو، هغه حتی هېڅکله راته یاده هم نه کړه. ما ورته وویل: ستاسې مهربانۍ او ملاتړ و چې زه بېرته په پښو ودرېدم. هغه مې په اوږه لاس کېښود: د خدای ج مهرباني ده. راځه چې د ځلا مور دې هم وویني، هغه هم درته ډېره خپه وه رښتیا هم چې د هغې سترګې راباندې ولګېدې، یو ځل یې په شونډو تبسم راغی، سترګو کې یې ځلا پیدا شوه. ګرېوان یې ونیوه او د خدای شکر یې ادا کړ. ورغلم د هغې لاسونه مې هم ښکل کړل، هغې په سر ښکل کړم. ځلا نو په خود نه وه؛ خوله یې په خندا خلاصه وه او اکثر یې سترګې په ما کې خښې وې. زه هم بېحده ورپسې خپه شوی وم. تر مازیګره هلته وم؛ د تلو په وخت کې پوه شوم چې ما یوازې پښې لاس ته راوړي دي، ځلا مې تر لاسه کړې نه ده. هغې غوښتل د لاسه مې ونیسي چې ورسره پاتې شم، خو؛ هغه هم مجبوره وه او د خدای په امانۍ په وخت کې یې هماغه درد احساساوه چې ما درلود؛ مګر پښو ته مې خوشاله وه. شپه مې محفل ذهن کې تېرېده؛ زما په لیدو مې د هغې خوشالۍ سترګو کې تاوېدې. سهار ناوخته راویښ شوم؛ د پرون ښکلې شېبې مې د ویښېدو سره سم په یادې شوې. یو فکر راته پیدا شو؛‌ځان سره مې وویل: زه اوس بېوزله نه یم؛ پښې مې هم جوړې شوې؛ هغه راسره مینه لري او د تره زوی یې خوښ هم نه دی؛ ولې باید ورته مخامخ ونه وایم چې مینه درسره لرم؟ په خیال کې مې هغه شېبې تېرې کړې چې زه ورته ولاړ یم او داسې خبرې ورته کوم. پوه شوم چې دا کار مې په وس کې نه دی. نو څه وکړم؟ شاه بي بي خاله ته ووایم چې ورته ووایي؟ نه، هغه ډېره ساده ښځه ده. ګل رحمن ته ووایم؟ نه،‌ د هغه د وس کار نه دی. حل لاره مې ذهن ته راغله؛ باید دا هر څه ورته ولیکم. لیک به خپله ورکړم او ورته وبه وایم چې په تنهایي کې دې ولولي. زه به ترې راشم. که مې زړه راته سم ویلي و؛ که ممکنه وه؛ هغه به زما شي. که مې زړه راته دروغ ویلي و؛‌ یا که د هغې مجبوریتونو هغه له مانه اخېسته؛ زه به مې کله خپل زړه ته ملامت نه یم. قلم او کاغذ مې راواخېستل؛‌ شروع مې وکړه. په لومړي ځل د هغې لیدل او پرې مئینېدل؛ په پارک کې هغې ته انتظار، د هغې د انځورونو جوړول، دا چې ولې موټر ووهلم او … هر څه مې ورته ولیکل. ورته مې ولیکل: ما فکر کاوه چې زما مینه یو طرفه ده او ستا د هنر لپاره خوښېدم یا دې احترام راته کاوه؛ وروسته دې راسره د معلولیت له امله خواخوږي راسره پیدا شوه؛ مګر، پرون مې احساس کړه چې زما مینه یو طرفه نه ده. که زما زړه راته رښتیا وایي؛ نو نه غواړم د دواړو زړونه مات شي. ډېرې لارې مې ولټولې؛ ډېرې هڅې مې وکړې چې هېره دې کړم؛ خو،‌ احساسوم بې له تا ژوند کولای نه شم. که ته هم ماته ورته احساس لرې؛ د رواجونو دا ذولنې ماتې کړه او کور کې دې خپل احساسات واضح ووایه. نور_بیا.............💔💔

❤️ 👍 💋 😢 22
🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
6/20/2025, 10:27:33 AM

*الحقیقت* *ړنګ*

Post image
😂 ❤️ 👍 💯 😊 😮 🤳 27
Image
🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
6/20/2025, 8:21:03 AM
Post image
❤️ 7
Image
🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
6/20/2025, 10:37:05 AM

*لـڪه انځـور د نـالايـقه رســام* *ما جـوړوه مـه ، خرابېــږم درنه* 🥹💔💤🫵🏻 *ړنګ احرار*

❤️ 😢 👍 💔 😮 15
🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
6/20/2025, 12:41:08 PM

*دعا کوه چې واک مې خپل شي* *ستا په دیدن پسې به کډې ګرځوومه* 🌸 *مات زړه 💔*

❤️ 😢 😮 👍 💔 😏 🤲 23
🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
6/20/2025, 12:26:12 PM

*ژوند هم عجيبه ده* *هغه به درته وايي چي زه ستا کرکه لرم* *خو ته به ليونو په شان ورسره مينه لري.* *مات زړه 💔* 😭💔

😢 ❤️ 💯 😭 🥹 23
🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
6/20/2025, 8:21:03 AM
Post image
❤️ 👍 💞 🤲 13
Image
🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
🖋️خٙاص ټپٙی–شِعٙرٙوْنٙه🌹
6/20/2025, 7:57:24 AM

*زما خو ډير خوښيږی بنګړی نجونو ستاسو هم خوښيږی يانه لاسونه جګ کړی♥️🤭☝🏻* *SaRa*

❤️ 👍 👆 ☝️ 🙋‍♀ ✌️ 💯 🙋‍♀️ 41
Link copied to clipboard!