
د غزنی ځوانانو چارو آمریت/امریت امور جوانان ریاست اطلاعات وفرهنګ غزنی
1.1K subscribers
About د غزنی ځوانانو چارو آمریت/امریت امور جوانان ریاست اطلاعات وفرهنګ غزنی
له دې ځایه به ان شاء الله د ځوانانو اړوند خبرونه، د بورسېیو اعلانونه، لاسته راوړني، همکاري تړونونه، د بستونو اعلان، د غونډو خبرتیاوې او ځيني نور مهم مواد خپریږي .
Similar Channels
Swipe to see more
Posts


*پخواني جنایتکاران د افغان وژنې پروژې په لټون یو ځل بیا د استخباراتي کړیو په پنجو کې* لیکوال: نقیب الله توحیدیار د افغانستان د کورنۍ جګړې لوبغاړو یو ځل بیا د پاکستاني استخباراتو (آی ایس آی) په مرسته هڅې پیل کړي، چې د افغانستان ولس د تېر په څېر یو ځل بیا د پردیو استخباراتي کړیو په مرسته په وینو ولمبوي؛ دوی یو ځل بیا د افغان وژنې اراده بهرنیانو ته د پانګونې په موخه لیلام کړې ده. د پخوانیو جنایتکارانو په تېرو جنایتونو لا هم کلي او کوڅې رنګ دي، لا هم د وینو بوی ترې پورته کېږي؛ که همدې جنګ سالارانو د شرم او عزت په نوم څه پېژندلای، اوس به یې په هېواد کې پر هېوادوالو شته امن لورېدلی و، د همدې رټل شویو او خناسو جنګ سالارانو هغه تاریخ لا په وینو لوند پروت دی، چې پرون تېر شو. دوی د افغانستان پر ولس بې شماره ظلمونه کړي، تاریخ یې په یادولو شرمېږي؛ دغه هېواد پلورونکي اوس په افغانستان کې د پښې اېښودلو ځای نه لري، همدې خناسو څېرو د افغانستان عفیفې مسلمانې ښځې د کابل او ولایتو په لارو او کوڅو کې بې عزته او بې عفته کړې، کاش دوی ته هغه جنایات ور په زړه شي چې پرون یې وکړل؛ د دوی پر جنایاتو هیڅ افغان او نړۍوال سترګې نشي پټولای. د هېواد کوڅې، واټونه، لارې او ولسونه اوس هم د همدې جنایتکارو په وحشتونو دا قرار نغارې وهي، همدا جنګ سالاران د افغان ولس له فکر، عقیدې او کلتور څخه بېرون د استخباراتي شبکو لاسپوڅي دي او وي به؛ همدا اشخاص چې اوس په ترکیه کې د پاکستان د استخباراتي شبکې (آی ایس آی) پر لمن خوبونه کوي، دوی له وخته افغان ټولنې ونه زغمل او له اوله یې استفراق کړل. د هېوادوالو لا هم هغه خاطرې نه دې هېري چې د دوستم ملېشو په کابل کې ځوانې ښځې، هلکان او ماشومان د چوکونو په سر بې عزته کړل، د سیاف هغه مظالم به څوک هېر کړي چې د هېواد پر هرازه قوم یې وکړل، د څو نورو هغه پلورل شویو هزاره وو د ظلم داستانونه هم د ملت په ذهن کې انځور دي چې د پښتنو ښځو او نارینه وو په سرونو کې یې مېخونه ټک وهل، د همدې جنایتکارو هغه ظلمونه د ټولو هېوادوالو یاد دي چې کابل یې لوټ کړ، افغان ښځو د خپل عزت ساتلو په خاطر د همدې وحشیانو له ډاره د دنګو، دنګو ودانیو له سرونو ځانونه را ګزار کړل، مګر نن بیا دغه وږي لېوان راټول شوي او پاکستاني استخبارات یې تر لمن ټینګ نیولي، له دوی څخه امکانات غواړي، څو هېواد ورباندې وپلوري. افغان ملت اوس ویښ دی، دوی یې له مخکې رټلي او شړلي دي. دوی له پخوا د پردیو استخباراتي ادارو لاسپوڅي افغان وژونکي وو، اوس چې بیا ور ټولېږي، د افغان وژنې د نویو پروژو اخیستلو په لټه کې دي، خو ملت به همېشه د دوی په وړاندې مبارزه کوي او هیڅ چا ته به د هېواد د پلورلو اجازه ورنه کړي.*




د غزني اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د خبریالانو د ظرفیت لوړونې سمینار دایر شو غزني، د سلواغې ۲۴مه، باختر د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست په تالار کې د دغه ریاست له لوري د خبریالانو د ظرفیت لوړونې په موخه یوه ورځنی سمینار دایر شو. د سمینار د پیل په مراسمو کې د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس الحاج ملا حمیدالله نثار وویل، چې په دغه سمینار کې چې ۳۰ تنو خبریالانو او د رسنیو فعالانو ګډون کړی دی موخه یې د سیمه ییزو خبریالانو ظرفیت لوړول او د مسلکي پوهې لوړوالی دی. نوموړي د رسنیو له مسوولینو وغوښتل، چې د واقیتونو په خپرولو کې له غور څخه کار واخلي همدارنګه د ژورنالیزم د اخلاقو او اسلامي امارت د اصولو په چوکاټ کې فعالیتونه مخته یوسي. نوموړي زیاته کړه، رسنۍ باید د داسې څه له خپرولو ډډه وکړي چې عامه ذهنیت خرابوي او ټولنه د انحراف لور ته بیایي. ښاغلي نثار د ورته سمینارونو د دوام ډاډ ورکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې د خبریالانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې به اغیزمن تمام شي. دغه راز دغو مراسمو ته د غزني یو تن دیني عالم شیخ صیب یار محمد ابو منصور د بشري ټولنو لپاره د رسنیو رول ارزښتمن وباله او له خبريالانو څخه یې وغوښتل، چې د خبر ورکولو په وخت امانتداري، دقت او مسئولیت په نظر کې ونیسي هغه زیاته کړه چې رسنۍ د شرعي او کلتوري لوړتیا په برخه کې د پام وړ رول لوبولی شي چې باید پام ورته وشي. د غزني خبريالانو هم د دغه پروګرام هرکلی وکړ او تمه یې څرګنده کړه چې دغسې سمینارونو سره به د هیواد رسنۍ په مسلکي ډول پرمختګ وکړي.




باز دید معین صاحب مالی اداری وگردشگری مقام محترم وزارت اطلاعات وفرهنگ واعضای همراه شان از موزیم محلی غزنی. امروز.چهار شنبه مورخ1403/11/17محترم مولوی قدرت الله "جمال" معین مالی، اداری وگردشگری وزارت محترم اطلاعات وفرهنگ، محترم مولوی صاحب احسان الله "احسان" رئیس دفتر مقام وزارت ونقیب الله" نعمان" رئیس امور کارکنان وزارت باهیئت همراه شان طی سفری کاری که به ولایت غزنی داشتنداز موزیم محلی غزنی باز دید نمودند. همانطوریکه به همه معلوم است موزیم به مکان اطلاق میشود که در آن مجموعهای از آثار هنری، تاریخی، علمی، فرهنگی و طبیعی نگهداری و به نمایش گذاشته میشود. موزهها بهعنوان مراکزی برای حفظ میراث های بشری و فرهنگی عمل میکنند و به عموم مردم این امکان را میدهند که از این آثار بازدید کنند و با تاریخ، فرهنگ و هنر گذشتگان خویش آشنا شوند. به طور کلی، هدف موزهها این است که مردم بتوانند از نزدیک دستاوردهای فرهنگی و علمی را دیده و از این طریق آگاهی و شناخت بیشتری راجع به نوعیت زندگی گذشتگان خویش پیدا کنند. در این دیدارکه مسئولیت تشریح آثار رامحترم آقامحمد "خوشه زاده" مدیر عمومی موزیم و محمد شفیق "یاوری" مدیر نمایشگاه آثار به عهده داشتند برای آنها در باره تاریخچه موزیم ولایت غزنی ، دوره های حفریات شده باستانشناسی دراین ولایت، آثار به دست آمده از دوساحه حفریات شده این ولایت وبالخصوص آثار نمایشگاه موزیم که اکثرا آثار دوره پرشکوه وپرعظمت عصر غزنویان می باشد معلومات همه جانبه ارائه نمودند. همچنان به سوالات مطرح شده که از جانب معین صاحب وهیئت همراه شان در مورد موزیم غزنی مطرح شد پاسخ قناعت بخش ارائه گردید.