محمد اشرف حق شناس د ټولگټو وزارت ویاند WhatsApp Channel

محمد اشرف حق شناس د ټولگټو وزارت ویاند

250 subscribers

About محمد اشرف حق شناس د ټولگټو وزارت ویاند

نشر اطلاعات و معلومات مرتبط به وزارت فواید عامه

Similar Channels

Swipe to see more

Posts

محمد اشرف حق شناس د ټولگټو وزارت ویاند
محمد اشرف حق شناس د ټولگټو وزارت ویاند
5/21/2025, 10:58:24 AM
Post image
👍 1
Image
محمد اشرف حق شناس د ټولگټو وزارت ویاند
محمد اشرف حق شناس د ټولگټو وزارت ویاند
5/21/2025, 10:58:24 AM
👍 1
Image
محمد اشرف حق شناس د ټولگټو وزارت ویاند
محمد اشرف حق شناس د ټولگټو وزارت ویاند
5/21/2025, 10:58:25 AM
👍 1
Image
محمد اشرف حق شناس د ټولگټو وزارت ویاند
محمد اشرف حق شناس د ټولگټو وزارت ویاند
5/21/2025, 10:58:24 AM
Post image
👍 1
Image
محمد اشرف حق شناس د ټولگټو وزارت ویاند
محمد اشرف حق شناس د ټولگټو وزارت ویاند
5/21/2025, 10:57:55 AM

کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک رغنیزې چارې په چټکۍ سره جریان لري او د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د یاد سړک له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه د ذوالقعده الحرام ۲۳مه، ۱۴۴۶ د کابل – جلال اباد لویه لاره د افغانستان له لویو، اقتصادي او مهمو لویو لارو څخه ده، چې د مرکز کابل له بتخاک څلورلارې څخه پیل، د خاک جبار ولسوالۍ، تیزین درې، جکدلک، حصارک، شیرزاد، خوګیاڼو او سرخ رود ولسوالیو څخه په تېرېدو د ننګرهار ولایت له دوه سرکې سره نښلول کیږي. د ا.ا.ا ټولګټو وزارت د هيواد د اقتصادي او بيارغونې د پلان سره سم د یادې لویې لارې اقتصادي او ټرانزیټي اهميت ته په کتو او د درنو هيوادوالو د ټرانسپورتي ستونزو د حل او د کابل – جلال آباد لويې لارې د اوسني سړک د ټرافيکي ګڼې ګوڼې د مخنيوي په موخه د يادې لويې لارې د دويم لين سړک د اساسي رغونې کار پيل کړی دی. د کابل – جلال آباد دویم لین سړک، چې شاوخوا ۱۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري او له ډلې یې د ۶۵ کیلومتره سړک د ننګرهار او کابل ولایتونو له لورې له وړاندې په کانکریټي ډول رغول شوی و او پاتې ۸۳ کیلومتره یې په دریو بېلابېلو برخو تقسیم شوی، چې لومړۍ برخه يې ۲۲ کيلومتره اوږدوالی لري او رغنیزې چارې یې پنځه میاشتې وړاندې د ننګرهار ولایت له لوري د شاهي خېل مقدس او کمپونډ بلدزرانترنشنل ودانیزو او سړک جوړونې شرکتونو سره قراداد شوې دي او دامهال یې رغنیزې چارې په چټکۍ سره جریان لري، چې د ۷ کیلومتره په اوږدوالي سره یې کندن کارۍ او سب بیس طبقې چارې بشپړې شوې دي او د یاد سړک د لومړي لاټ په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۷۰ عرادې ماشینري کار کوي. همدارنګه د کابل ولايت له لوري یې د پخواني کانکریټي سړک په دوام د ۳۳ کيلومتره سړک رغنیزې چارې د يونيورسل ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري یې دا مهال د ۱۰ عرادې څخه د زياتې ماشينرۍ پر مټ د رغونې کار په چټکۍ سره جريان لري. د کابل – جلال آباد لویه لار یوه غرنۍ لویه لاره ده، چې د نورو هوارو لويو لارو او سړکونو په پرتله د غرونو په لوړو او ژورو کې تیریږي، په همدې اساس د غونډیو کټینګ او د ژورو ځایونو ډکول او هوارول ډېر وخت او په ټوله کې د ياد سړک د رغونې چارې کافي وخت ته اړتیا لري. ټولګټو وزارت د کابل – جلال آباد پر لویه لار ټولپلازا فعاله کړې ده، چې له پیله تردې مهاله یې عواید د يو هيئت په شتون کې مالیې وزارت ته سپارل کیږي او په يو مشخص بانکي اکونټ کې راټولیږي او درنو هیوادوالو ته ډاډ ورکول کیږي، چې د دوی یوه افغانۍ به هم بې ځایه نه مصرف کیږي او له یادو عوایدو څخه د دغه سړک د رغنیزو چارو لګښتونه او د قراردادي شرکتونو انوایسونه په شفاف ډول تمویل کیږي. د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له کاري بهير څخه له نږدې ليدنه وکړه او د یاد سړک تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکتونو مسئولینو ته یې د کار د چټکتیا، غوره کیفیت او درنو هیوادواولو ته د آسانتیاوو برابرولو په هکله لازمې لاښوونې وکړې. د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

❤️ 1
محمد اشرف حق شناس د ټولگټو وزارت ویاند
محمد اشرف حق شناس د ټولگټو وزارت ویاند
5/21/2025, 10:58:25 AM
👍 1
Image
محمد اشرف حق شناس د ټولگټو وزارت ویاند
محمد اشرف حق شناس د ټولگټو وزارت ویاند
5/22/2025, 8:07:44 AM
Post image
Image
محمد اشرف حق شناس د ټولگټو وزارت ویاند
محمد اشرف حق شناس د ټولگټو وزارت ویاند
5/22/2025, 8:07:11 AM

د ټولګټو وزارت د ترانسپورتي زیربناوو انسټټیوټ او بهره بردارۍ رئیسان معرفي شول د ذوالقعده الحرام ۲۴مه، ۱۴۴۶ د ټولګټو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزرا عالي مقام د (۱۴۴۶/۱۱/۲۱) نیټې د (۶۵۲۹) او (۶۵۳۲) ګڼو حکمونو پر بنسټ، محترم مولوي شفیع الله "احمد" د یاد وزارت د ترانسپورتي زیربناوو انسټټیوټ د رئیس په توګه او محترم انجنیرمحمد وکیل "شهراني" د یاد وزارت د بهره بردارۍ د رئیس په توګه وټاکل شول، چې د وزارت د یو شمېر مرکزي رئیسانو په شتون کې د اړوند ریاستونو کارکوونکو ته ور وپیژندل شول. د یادو رئیسانو د معرفي غونډې پرمهال لومړی د ټولګټو وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم انجنیر فضل الباري بلوڅ د نویو ټاکل شویو رئیسانو د مقررۍ په هکله د ریاست الوزرا عالي مقام حکمونه ولوستل. وروسته د وزارت یوشمېر منسوبينو؛ نويو ټاکل شويو رئيسانو ته په چارو کې د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د لا بریاوو غوښتنه وکړه. دیادونې وړده چې له دې وړاندې محترم مولوي شفیع الله "احمد" د میدان وردګو ولایت د ټولګټو ریاست د رئیس په توګه او محترم انجنیرمحمد وکیل "شهراني" دیاد وزارت په بیلا بیلو تخنیکي او مسلکي بستونو کې دنده ترسره کړې ده . د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر /// رؤسای انستیتوت زیربناهای ترانسپورتی و بهره بررداری وزارت فواید عامه معرفی شدند ۲۴ذوالقعده الحرام، ۱۴۴۶ براساس پیشنهاد وزارت فواید عامه و احکام شماره‌های (۶۵۲۹) و (۶۵۳۲) مؤرخ (۱۴۴۶/۱۱/۲۱) مقام عالی ریاست‌الوزراء، محترم مولوي شفیع الله "احمد" به حیث رئیس انستیتوت زیربناهای ترانسپورتی و محترم انجنیر محمد وکیل "شهرانی" به حیث رئیس بهره برداری این وزارت تعیین گردیدند و با حضور شماری از رؤسای مرکزی این وزارت، به کارکنان ریاست‌های مربوطه معرفی شدند. در مراسم معرفی این رؤسا، نخست محترم انجنیر فضل‌الباری بلوچ، رئیس امور کارکنان وزارت فواید عامه، احکام مقام عالی ریاست‌الوزرا را در مورد تقرری رؤسای جدید قرائت نمود. سپس شماری از مسئولان وزارت برای رؤسای جدیدالتقرر از درگاه خداوند متعال خواهان موفقیت‌های بیشتر در امور کاری‌شان شدند. قابل یادآوری است که قبل ازین محترم مولوي شفیع الله "احمد" به حیث رئیس ریاست فواید عامه ولایت میدان وردک و محترم انجنیرمحمد وکیل "شهرانی" در بست های تخنیکی و مسلکی این وزارت ایفا وظیفه نموده است. دفتر مطبوعاتی وزارت فواید عامه

محمد اشرف حق شناس د ټولگټو وزارت ویاند
محمد اشرف حق شناس د ټولگټو وزارت ویاند
5/21/2025, 10:58:23 AM
👍 1
Image
محمد اشرف حق شناس د ټولگټو وزارت ویاند
محمد اشرف حق شناس د ټولگټو وزارت ویاند
5/21/2025, 10:28:59 AM

https://x.com/AHaqshinas/status/1925124133311991813 ‏د ختیځ دهلیز مستند: د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د کابل- ننګرهار د دویم لاین سړک د رغونې په هکله مستند چمتو کړی دی، دغه مستند په لاندې لینک کې لیدلی شئ.👇 youtu.be/3oRvKyPRkjI‎ /// youtube.com/watch?v=vgXfPz…‎

Link copied to clipboard!