
د امربالمعروف،نهي عن المنکر او شکایتونواوریدلو وزارت
528 subscribers
About د امربالمعروف،نهي عن المنکر او شکایتونواوریدلو وزارت
در این کانال خبرهای وزارت امربالمعروف نهی عن المنکر وسمع شکایات به نشر سپرده می شود
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د زابل ولایت محتسبینو د مرکز په ګډون په (۹) ولسوالیو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د عامه ذهنیت د سمون، په ودونو او نورو خوښیو کې د بې ځایه لګښتونو د مخنیوي او د یو اسلامي چاپېریال د رامنځته کولو په موخه بېلا بېلې اصلاحي ناستې تر سره کړې.


کابل کې محتسبینو د کوډګرو یوه خطر ناکه ډله نیولې ده د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پلازمېني کابل ښار محتسبینو د کوډ ګرو هغه ډله نیولې چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او دغه راز له عامو خلکو او په ځانګړې توګه له مېرمنو څخه یې د پیسو اخیستلو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې له ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیر شرعي تعویذونو سره یوځای نیولي دي. په دې تړاو د پلازمېنې کابل ښار محتسبین وایي، چې د ساحوي همکارانو پر مټ یې د کوډګرو هغه خطر ناکه ډله د جادو له وسایلو سره یو ځای نیولې چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې مېرمنې (بلک مېل) کولې او له هغوی څخه یې د پیسو تر څنګ ناوړه استفاده کوله، چې د لا نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي. محتسبین همدا زار ډاډ څرکندوي چې هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې خرافاتي او غیر شرعي کړنې ترسره کړي او له خلکو غواړي چې د ورته شومو پدیدو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي او زیاتوي چې د هېواد په کچه د کوډګرو د فعالیتونو د مخنیوي له پاره هڅې روانې دي او په دې پار به یې کړنې لا هم دوام ولري. بلخوا ځایي اوسېدونکو د محتسبینو شتون د ټولنې اصلاح او سمون له پاره اساسي اړتیا بولي او له هغوی غواړي چې په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ د کوډګرو مخنیوي کې لا ګړندي ګامونه اوچت کړي، څو ټولنه له خرافاتو او شرکي عقایدو پاکه شي. دا په داسې حال کې ده چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو، په تېر یوه کال کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې (۹۳۵) تنه کوډګر نیولي دي.

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د خوست ولایت محتسبینو د سیمې د د یني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ د «بدل واده » پر سر راپورته شوې شپږ کلنه شخړه چې د ګڼو کورنیو ستونزو او خپګانونو لامل شوې وه حل او پر دوستۍ بدله کړه.


هفت روز، ۲۹ پرونده خشونت؛ عملکرد هفتگی محتسبین ولایت غوردر حمایت از حقوق شرعی زنان در جریان یک هفته گذشته، محتسبین ولایت غور به ۲۹ قضیه مربوط به خشونت علیه زنان در همکاری با بزرگان قومی و علمای دین رسیدگی همه جانبه نموده اند که این موارد شامل خشونتهای خانوادگی، ازدواجهای اجباری، لتوکوب، مهر، میراث و سلب حقوق شرعی زنان بوده است. محتسبین در ولایت غور میگویند: بیشتر این قضایا در نواحی دورافتاده این ولایت رخ داده است، جایی که دسترسی زنان به مراکز عدلی و قضایی محدود است. مسئولان ریاست امربالمعروف، ولایت غور می افزایند که قضایای خشونت علیه زنان در چهار چوپ شریعت اسلامی حل و فصل شده و خانواده ها را تشویق نموده اند که حقوق شرعی زنان را رعایت نمایند و همچنان بعضی از قضایا به مراجع عدلی و قضایی نظام امارت اسلامی در این ولایت معرفی شده اند. با این حال باشندگان ولایت غور نسبت به نقش محتسبین وزارت امربالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در رسیدگی به قضایایی زنان ابراز خرسندی نموده میگویند رویکردهای شرعی محتسبین این وزارت میتواند گامی مؤثر در کاهش خشونت علیه زنان مسلمان افغانستان باشد.


در نتیجه تلاش های محتسبین وزارت امربالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات جهت هم دلی و همبستکی میان مردم، هفت منازعه کوچک و بزرک فامیلی و قومی در ولایات سرپل، بامیان، سمنگان و بلخ به گونه صلح آمیز، مطابق به دستورات الهی حل و فصل گردید. 👇 https://shorturl.at/kC61e


بازگشت حق؛ زن جوزجانی پس از ۸ سال محرومیت به میراث خود رسید یک خانم جوزجانی پس از هشت سال محرومیت از حق میراث، با تلاش و میانجیگری مسئولین ریاست امربالمعروف، نهی عنالمنکر و سمع شکایات ولایت جوزجان، به حق قانونی خود دست یافت. این خانم که از قریهی قزانچی از مرکز ولایت جوزجان میباشد؛ برادرانش طی سالهای متمادی از تسلیم نمودن سهم قانونی (میراث) اش خودداری میکردند که پس از مراجعه وی به ریاست امربالمعروف، نهی عنالمنکر و سمع شایت موضوع با حضور طرفین بررسی و با توصیهها و ارشادات دینی این قضیه به صورت مسالمتآمیز حل و حق میراث به این خانم واگذار گردید. مسئولین ریاست امربالمعروف، نهی عن النمکر و سمع شکایات ولایت جوزجان با تأکید بر احقاق حقوق شرعی زنان، بهویژه در زمینه میراث میگویند: یکی از اولویتهای شرعی و اجتماعی آنان تأمین حقوق شرعی زنان بوده و در این راستا همواره آماده رسیدگی به شکایات میباشند. با این حال این اقدام محتسبین در جهت تأمین حقوق شرعی زنان با استقبال گرم خانواده ها و بزرگان محل رو به رو شد آنان رسیدگی به این قضیه را نمونهای از تأمین عدالت در پرتو آموزههای اسلامی تلقی نمودند.


*د امربالمعروف وزارت وزیر شیخ محمد خالد الحنفي له دیني عالمانو، داعیانو او قلموالو سره د همغږۍ په موخه ناسته وکړه* د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د دې وزارت د غونډو په تالار کې له علماوو ، داعیانو او قلموالو سره د دعوتي چارو د سمون او په دې برخه کې د همغږۍ په موخه ناسته وکړه. د ناستې په پیل کې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر شیخ محمد خالد الحنفي ګډون والو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: د قلم پر ځای کارول جهاد اکبر دی چې باید د دین خدمت پرې وشي او د اسلامي نظام د دفاع له پاره کار ترې واخیستل شي، ځکه چې الله جل جلاله تاسې ته توان درکړی او د قیامت په ورځ الله جل جلاله درنه پوښتنه کوي. ښاغلي شیخ صاحب زیاته کړه، په دین کې استقامت د مسلمانان ځانګړنه ده، لکه څرنګه چې د خپل مال او کور د ساتلو لپاره دیوالونه جوړوو، نو په کار ده چې د عقیدې دیوالونه هم دومره لوړ او پياوړي وساتو چې غلیم ته د تیري فکر هم زړه ته ور نشي. د شیخ صاحب حنفي په وینا: اسلامي نظام پر موږ د الله جل جلاله نعمت دی موږ که د دې نعمت شکر ادا نکړ الله جل جلاله به له موږ څخه دا نعمت واخلي او د دې نعمت شکر اداینه همدا ده چې له هرې ممکنې لارې د نظام خدمت وکړو. دغه راز شیخ صاحب علماوو، قلم والو او داعیانو ته په خطاب کې وویل: تاسې د قلم او نظر خاوندان یاست، تاسې ته معلومه ده چې نن سبا د دعوت او قلم جګړه ده نو په همدې اساس د غرب د منفي تبلیغاتو په مقابل کې قلمي او دعوتي مبارزه او د عامه ذهنیت سمون ستاسې دیني عالمانو او قلم والو مسؤلیت دی. د یادولو وړ ده چې د ناستې په پای کې راغلو علماوو، داعیانو او قلموالو خپل نظرونه شریک کړل او د داسې ناستو جوړول یې په کارونو کې د همغږۍ او مرستې غوره لار وبلله او د داسې ناستو د دوام غوښتنه یې وکړه. *https://x.com/MOPVPE1/status/1926602479648600307*

د کاپیسا ولاست محتسبینو یوه مېرمن چې د خاوند له لوري کورني تاوتریخوالي سره مخ وه او د نوموړې مېرمنې پلار د هغې د خاوند د ناوړه چلند له امله له تېرو پنځو کلونو راهیسې له خاوند او اولادونو څخه بېله کړې وه، د محتسبینو له لوري د مېرمنې او خاوند تر منځ کورني مشکلات حل او یاده مېرمن له خپلو اولادونو سره یو ځای شوه.


د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت په تېر یوه کال (۱۴۰۳) کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو خوندیتوب او ورکړې په موخه (۲۹۷) مېرمنې له کورني بند خونو څخه ازادې کړې دي او هغوی ته یې خپل شرعي حق سپارلی دی

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ شیخانو کلي کې، محتسبینو د ټولنې اصلاح او ټولنیز عدالت ټينګښت په موخه د سیمې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب، د دوو قومنو تر منځ د قتل پر سر راپورته شوې دښمني، اسلامي اصولو او قومي ارزښتونو ته په کتو پر دوستۍ بدله کړه. 👇 https://mopvpe.gov.af/dr/node/1781
