
{صابرکـــــندهاری} B.A.S.K
1.6K subscribers
About {صابرکـــــندهاری} B.A.S.K
*که چېرې د پوهې زیاتول غواړئ او هره برخه کې په پښتو علمي لیکنې لوستل غواړئ نو زموږ چینل فالو کړی* *دلته مــو دژوند تجربـه پیاوړي او پـه لنـــډوجملـــومـوســـترعلم حاصل کړۍ* *ترهرڅه دمخه ستاسو ملتیا غواړم* *https://whatsapp.com/channel/0029VanWbVFBVJl6LxaMCN0Z*
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

*اصیل انسان هغه دی،کله چی ارزښت ورکړی او بدل نه سي*

*راځئ! یوه شیبه د خیال په دره کې جنت ته لاړ شو .* په جنت کې به لومړۍ شېبې څومره حیرانوونکې او خوندورې وي!!! تل پاتې آرامه فضاء، سیندونه، ماڼۍ، مېوې، خېمې، له سرو سپینو او ورېښمو جوړ توکي، د دې هر څه په لومړي ځل لیدلو به څنګه احساس کوو! کله چې پخوا مړه شوي خپلوان ګورو، له خپلو والدینو، خویندو، بچیانو او نورو خپلوانو سره له ډېرې مودې وروسته ګورو، څه حالت به مو وي؟! کله چې په سختو ناروغیو کې مړ روغ شوی وي، د غمجن غمونه ختم وي، سپینږیری ځوان شوی او ښایسته شوی وي، څومره به حیران یو؟! کله چې له انبياوو سره ملاقات کوو، له صحابه کرامو سره لیده کاته کوو، د ملت له مشرانو علماوو سره ناسته پاڅه کوو، د امت اتلان وينو، سپېڅلي شهيدان ګورو او له ملایکو سره خبرې اترې کوو. راته وویل شي چې هغه ابوبکر دی، هغه را روان کس عمر دی او هغه تر ونې لاندې کس خالد ابن الولید دی. دا خوږ غږ د داود علیه السلام دی او دا بیا د بلال خوږ آذان دی، دا دی اوس به نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وګورئ. هغه أصحاب الأخدود دي، هلته أهل الكهف دي، أصحاب السفينة هاغه دي، دغه د آل فرعون مؤمن دی، هغه دی ذو القرنين را روان دی، هلته د ابو هريرة مجلس دی، هاغه ابن عباس دی، دا ابن مسعود..! هغه به څنګه حال وي چې د بدر سپوږمۍ د لیدلو غوندې له الله تعالی سره داسې ملاقات وکړو چې زموږ او د هغه تر منځ هېڅ پرده نه وي! د جنت لومړۍ شېبه، لومړۍ شپه او لومړی سهار به څنګه وي، کار او وظيفې به نه وي، حساب او کتاب به نه وي، د یوې ګولې ډوډۍ د ګټلو هېڅ اندېښنه به نه وي، نه به یې د ګټلو لپاره د مفسدینو مزدوري کوو، د کورنۍ، خپلوانو او ټولو بې وزلانو د لوږې، تندې، مرګ او مرض تشویشونه به ختم وي، د پردې تر شا سیاستونه به ختم، د نفاق، دوکو، بدمرغیو، جنګونو، نفرتونو او کرکو ټغر به ټول وي. سپینږیرتوب، کمزوري، ناروغۍ او غمونه به نه وي آراموونکو درملو ته به اړتیا نه وي..! او ترټولو عجیبه او د خوند ډکه خبره .. د الله جل جلاله د لیدو پر مهال به مو حال څنګه وي..؟! اې مهربانه ربه! ته مو جنتیان کړې.

*خوږو نشرات به لږ وي خو حتی په زړه پوري به وي ځکه چي نه پرتاسي بوج سی اونه پرموږ* > *لـــــږ عـــــمل ډیــــر ثــــواب* > ستاسي ورور صابرکندهاری

*د قبر خاموشي په دي معنا نده چي ټوله په جنت ڪي دۍ*

*صبـــــر : د ایمان بنسټ دي ،* > نـــرمـــي : د کامیابي کیلی ده ، *سخـاوت : د انسانیت ښایست دی ،* > ریښتینولي : د حــق ژبــه ده .

*امام غزالي رحمه الله وایي* *عجیبه ده چې یو شخص خپلي څهري ته چې دخلګو دنظر ځای دی* *ډېره پاملرنه کوي خو خپل زړه؛ته چې دالله ج دنظر ځای دی هیڅ اهمیت نه ورکوي*😥

*غربت هغه اور دی چی انسان ژوندی سوځي خو څوک یي لمبي نه ویني 😥*

*چي حق او حد نه پيژني له ملګرتيا يي لري اوسه*