
نورايل کليوال Noorayel Kaliwal
537 subscribers
About نورايل کليوال Noorayel Kaliwal
Journalist | Human Rights activist | Social activist |anti war | Founder & Head of @ZwanKaholmt (Zwan Kahol National society) Facebook ID link: فېسبوک اي ډي https://www.facebook.com/profile.php?id=100080278932164&mibextid=ZbWKwL Facebook page link: فېسبوک پاڼه https://www.facebook.com/NoorayelKaliwalOfficial?mibextid=ZbWKwL X (Twitter) link: ايکس(ټويټر) https://x.com/NoorayelKaliwal?t=HaRJsZVe32PSOt57mkMcIQ&s=09 Instagram: انسټاګرام https://www.instagram.com/noorayel_kaliwal?igsh=MWNwdHFnZDd6eTA0Ng== YouTube: يوټوب https://youtube.com/@noorayelkaliwal?si=h7NOKDuKyTrIO9FP
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

تازه: د اسرایـ.ـل هایوم: د اسرایـ.ـل په جنوب کې د ایران د تازه توغـ.ـندیو په بریـ.ـد کې ودانۍ زیانمنې شوې، خو تر اوسه د مـ.ـرګ ژوبـ.ـلې راپور نه دی ورکړل شوی.

تازه: العربیه ورځپاڼې د اسرایـ.ـلو په جنوب کې د بیرشبا په سیمه کې د درنو چاودنو او د توغـ.ـندیو د ټوټو غورځېدو خبر ورکړی دی.

اسرایـ.ـلي رسنۍ: د ایران تازه توغـ.ـندي د اسرایـ.ـلو په بیرشیبا کې د مایکروسافټ ودانۍ ته نږدې لګېدلي دي چې له کبله یې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې.

تازه! سي این این: د اسرایـ.ـلو د جنوب په بیرشیبا کې د ایـ.ـران د توغـ.ـندیو له بـ.ـرید وروسته څو ځایونه اور لګېدلی دی.

د افغان ستورو د مشهورې سندرغاړې «زلاله هاشمي» مېړه محسن هاشمي رسنیو ته ویلي چې مېرمن یې له نن څخه ۱۵ ورځې وړاندې په څه کار پسې له کوره وتلې وه چې بېرته نه ده راګرځېدلې. نوموړی وایي، د زلاله موبایل او هر څه بند شوي دي او دوی یې د پیداکولو ډېره هڅه وکړه خو تر دې وخته یې هیڅ درک نه دی مالوم شوی. زلاله هاشمي یو څلور کلن زوی هم لري چې په یوه خپره شوې ویډیو کې مور پسې ژاړي.


د ایـ.ـران تسنیم دولتي رسنۍ د دې ویډیو خپرولو ترڅنګ ویلي، چې پر اسرایـ.ـلو د ایـ.ـران د تازه بریـ.ـدونو له کبله یو شمېر ودانیو ته زیان رسېدلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا وايي، مسکو اوس مهال د افغانستان د چارسمبالي نظام د سفیر راتګ ته انتظار کوي. د سپوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کې، میرمن زاخارووا دا هم وویل چې د (ط) د نظام د رسمیت پېژندلو پریکړه به د روسیې مشرتابه په مناسب وخت کې وکړي.


د پښتونخوا رسنیو راپور ورکړی چې د دې ایالت د کوهاټ ولسوالۍ په «غونډه چیچنه» سیمه کې د زړې دښـ.ـمنـ.ـۍ له کبله د ډ.زو پایله کې د دوو ښځو په ګډون درې کسان و.ژ.ل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان ټـ.ـپیان شوي دي. د راپور لمخې، د خېبر پښتونخوا د عاملینو د نیولو هڅې روانې کړي دي.


تازه: د اسرایـ.ـلو پوځ اعلان وکړ چې له ایران څخه پر اسرایـ.ـلو څو توغـ.ـندي توغول شوي او ویلي یې دي چې د دوی هوايي دفاع سیستم هڅه کوي چې توغـ.ـندي شنډ کړي.

تازه: ایراني رسنۍ وایي، اسرایـ.ـلو په تازه برید کې د ایران سـ.ـپاه پاسـ.ـداران اړوند د امام حسـ.ـین پوهنتون په نـ.ـښه کړی دی.