
اداره نشراتی الرباط
95 subscribers
About اداره نشراتی الرباط
اداره نشراتی الرباط رسانه ای جهت تنویر اذهان جوانان امت
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

په افغانستان کې د اشغالګرو له ماتې وروسته، یو شمېر هغه کسان چې ژوند یې د پردیو په غلامۍ کې تېر شوی او تل یې د خیرات لاس د اسلام دښمنانو ته اوږد کړی دی، یو ځل بیا د نوي بادار په لټه کې د لوېدیځ کلیساګانو ته لاړل او د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره یې له هېڅ ډول هڅې ډډه ونه کړه. د دې مخالفې جبهې یوه بله ډله، د پخواني تنظیم شوي پلان له مخې، چې د جمهوري نظام له سقوط مخکې یې معاشونه امریکا (د ایران دښمن) ورکول، د اشغالګرو له تېښتې وروسته ایران ته پناه یووړه، خو د ایران دولت چارواکو له کوم ځنډ پرته دوی ته په خپل هېواد کې ځای ورکړ، په داسې حال کې چې خبر نه وو چې دې ډلې تر پرون پورې افغانستان په پیسو پر امریکا پلورلی و او حتی د موساد له مامورینو (برنارډ) سره یې ګډې پروژې لرلې. د ایران دولت چارواکو به حتماً په نړۍوالو رسنیو کې لیدلي وي چې تېر کال احمد مسعود له یوه مشهور او باوري نړوال خبریال سره په مرکه کې د اسلام تر ټولو لوی دښمن، یعنې اسرائیلو څخه د افغانستان له حکومت سره د مقابلې لپاره د مرستې غوښتنه وکړه. که څه هم دا غوښتنه ښايي د ایراني چارواکو لپاره ټکانورکوونکې وي، خو افغان ملت چې د دې مخالفې جبهې له بنسټ او ماهیت څخه خبر دی، پوهېږي چې احمد مسعود په افغانستان کې د ایران د رضا شاه پهلوي په څېر دی، چې دواړه په ایران او افغانستان کې د صهیونیستانو لپاره د پښې ځای او اډې جوړولو هڅې کوي. نو د ایران دولت ته د اسلامي امت د یوه بچي په توګه یو ځل بیا وایو چې دا مخالفه جبهه، چې افغانستان یې پر لوېدیځوالو وپلوره او دې خاورې ته یې وفاداري ونه کړه، هېڅکله به د ایران مالګه او ډوډۍ په مېړانه له خپل ستونې تېره نه کړي او ډاډه اوسئ چې په ایران کې دوی ته ځای ورکول په لستوڼي کې د مار روزلو په څېر دي چې په پای کې به خپل روزونکی وچيچي؛ نن تاسو پر ایران باندې د اسرائیلو په برید کې د دې عذاب د لیدو شاهدان یاست چې د صهیونیستانو د جاسوسانو له خوا د ایران په بېلابېلو برخو کې ترسره کېږي. نه پوهېږو چې د ایران دولت چارواکو د دوی په اړه استخباراتي قافیه څنګه بایللې ده؛ دا په داسې حال کې ده چې د اذربایجان ولسمشر الهام عليیف، چې د ایران د ملت هممذهبه او همتباره دی، له اسرائیلو سره د اړیکو په جوړولو سره سملاسي د ایران د دولت له سخت غبرګون او د اړیکو له پرېکون سره مخ شو، خو له اسرائیلو سره د دغو کسانو د اړیکو په اړه د ایران له لوري هېڅ غبرګون نه دی ښودل شوی. موږ افغان ملت بار، بار ویلي او دا ځل هم اتمام حجت کوو چې دا جبهه د اسرائیلو عوامل دي او په سیمه کې د بني صهیون لپاره د اډې جوړولو په لټه کې دي. غوره دا ده چې دا عناصر یا افغان حکومت ته وسپارل شي او یا له ایرانه وشړل شي، ترڅو د دواړو اسلامي هېوادونو اړیکې تر پخوا ډېرې د دوستۍ او ورورولۍ په لور لاړې شي او د دښمنانو شیطانت شنډ شي. یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی. https://whatsapp.com/channel/0029VaGYAaF4yltLIhD6BF2h


د هندوکشغږ له خوا د مقاومت جبهې او موساد ترمنځ د ژورو اړیکو او تازه لیدنو کتنو په اړه د راپور له خپراوي یوه ورځ وروسته ایراني پولیسو د دغه هېواد په «ری» ښار کې یو افغان «موساد» ته د جاسوسۍ په تور ونیوه. د ایران فارس خبري اژانس راپور ورکړی، چې نیول شوی افغان د لېسانس دورې محصل دی او په ګرځنده ټلیفون کې یې د ډرون او بمب جوړولو اړوند فایلونه هم موندل شوي، چې د ایران په روانه جګړه کې یې ترې استفاده کوله. تېره ورځ (سهشنبه، د غبرګولي ۲۸مه) د مقاومت جبهې لهمنځه باوري سرچینو هندوکشغږ ته راپور ورکړی و، چې د دغې جبهې چارواکي د صهیونیستي رژیم د بهرني استخباراتو ادارې (موساد) سره په ترکیه او فرانسه پر لیدنو بوخت دي. د سرچینې د معلوماتو لهمخې، د موساد افسرانو د دغې جبهې له جاسوسانو غوښتي چې په ايران کې د شته نفوذ او له ايراني حکومت سره له روابطو څخه په استفادې د مهمو ايراني چارواکو د ځايونو او د بدلون په اړه معلومات او له اسرائیلي بريدونو وروسته له زیانمنو سیمو څخه د انځورونو د راټولولو غوښتنه کړې ده. لا معلومه نهده، چې نیول شوی افغان د مقاومت جبهې د رهبرۍ (احمد مسعود) او نورو چارواکو سره تر کومې کچې روابط لري؛ خو په دې اړه د هندوکشغږ څېړنې ښيي چې هغه په ټولنیزو رسنیو کې د احمد مسعود او یاسین ضیاء په ګټه د افغان سرپرست حکومت پر ضد منظم نشرات کول او مستعار اکونټونه یې درلودل. له بل لوري د سياسي چارو شنونکي سيد بلال احمد فاطمي هم له يوې رسنۍ سره په خبرو کې ويلي، چې ايران کې اسرائيلو ته د جاسوسۍ په تور نیول کېدونکي افغانان په سرپرست حکومت پورې اړوند نه؛ بلکې د تېر پرځېدلي جمهوريت نظاميان او استخباراتي کارکوونکي دي، چې موساد جذب کړي او خپله ګټه ترې اخلي. پر دې سربېره عام باور او ډېری موثقې موندنې ښیي، چې ايران کې اسرائیلو ته د جاسوسۍ لپاره د افغانانو جذب د مقاومت جبهې او اسرائيلي استخباراتو سره د اشنا څهرې احمد مسعود له لوري کېږي او غواړي په دې کار سره ځان اسرائيلو ته وفادار وښيي او مرسته ترې وغواړي.


رسول الله ﷺ وفرمایل: يهـ ـود به له تاسو سره جګړه وکړي، مګر تاسو به هغوی ته ماتې ورکړئ، ان تر دې چې کاڼي او ونې به ووایي: اې مسلمان! زما شاته یهـ ـودي پټ دی، راشه او ویې وژنه." "صحیح البخاري و مسلم"


خو تر هغې ورځې… غزي : موږ به ستا له دردونو سره ژاړو دعاوې به کوو او د ظالمانو پر ضد به غږ پورته کوو ځکه ته زموږ د زړه ټوټه یې… @KhadimNooragha #نحن_مع_غزة پای

خو! یوه ورځ به راځي. یوه ورځ به دنیا ته د شهیدو ماشومانو ځوانانو وینې دا وښيي چې ظلم تل نه پاتېږي یوه ورځ به د غزې اولس پر کفري نړی پاچاهي کوي @KhadimNooragha #نحن_مع_غزة

The oppression of Gaza, the brutality of global infidel coalitions, and the negligence and silence of the Muslim Ummah are unbearable. #نحن_مع_غزة ابوعمرحماسي

مظلومية غزة، ووحشية الكتل الكافرة العالمية، وغفلة وصمت الأمة المسلمة، كل ذلك لا يُحتمل. #نحن_مع_غزة ابوعمرحماسي

ته د امت هغه زخم یې چې هره ورځ تازه کېږي خو چا یې د پټۍ فکر نه دی کړی. ته د زړه هغه ژوبله یې چې ژاړي خو نه اورېدل کېږي ته یو ژوندی قبر یې چې هره ورځ دی ځوانان او زاړه په خپلو لاسونو وروڼه او خویندې ښخوي @KhadimNooragha #نحن_مع_غزة

It is an obligation upon all writers to defend Gaza with their pens. They must raise their voices to the international human rights community and declare: The human rights you always boast about are absent today in the case of Gaza. Demand justice for Gaza from the International Court. By Allah, if we remain silent, we will surely be questioned on the Day of Judgment. #WeStandWithGaza