
Zhwand Radio - ژوند راډیو
139 subscribers
About Zhwand Radio - ژوند راډیو
ژوند راډیو پکتیا کې خپلواکه رسنۍ ده. ژوند راډیو د ۱۳۹۲ کال راپه دېخوا هېوادوالوته رسنیز چوپړ تر سره کوي.
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

د سوداګرۍ او پانګوني خوني مرستال ویلي چې په روان ۱۴۰۳ ه.ش کال کي د کندهار څخه بهرنیو هيوادونو ته تر ۶۲ زره ټنه زياته وچه مېوه صادره شوي ده

په اسلامي ټولنه کې د ځوانانو مسؤلیتونه! نن ورځ په هوسا ژوند خپرونه کې د " اسلام مبارک دین په رڼاکې د ځوانانو مسؤلیتونه" تر سرلیک لاندې، په موضوع مو د پکتیا پوهنتون د دعوت او ارشاد آمرښاغلي مولوي محمدخان روحاني او ټولنیز فعال رحیم سهاک سره بحث وکړ. د دین له اساسي احکامو ځان خبرول، نورو ته دین رسول، په ټولنه کې دیني احکام تطبیق کول او تر څنګ یې د اسلامي نظام پر وړاندې د ځوان مسؤلیتونه څه دي؟ په اړه یې ښاغلي مولوي روحاني د اسلام له نظره مفصل معلومات وړاندې کړل او دا یې مهمه یاده کړه چې ځوان باید پورته ذکر شویو ټولو موضوعاتو باندې پوه واوسي.

پکتیا کې په دوه ترافیکي حادثاتو کې ١١ تنه ټپيان شوي. د پکتیا ا، ق رسنیز دفتر خبر له مخې نن ورځ شاوخوا ٠١:٠٠ بجه د پکتـیا مرکز ګردیز - کابل په لویه لار د تیرې ټنډانو سیمه کې د ایکوا او دوو پریس موټرو ترمنځ د بې احتياطۍ له امله په یوه ترافیکي پیښه کې ٩ تنه ټپيان شوي. ورته مهال د تیرې پوسـتې په ساحه کې هم د پرونر او کرولا ډوله موټرو ترمنځ ترافیکي حادثه رامنځته شوې، چې دوه تنه پکې شدید زخمیان شوي.

د ایران په مشهد ښار کې د افغانستان اسلامي امارت جنرال قونسل فيضان الله ناصري د سعودي عربستان د تاسیس ورځې په نمانځغونډه کې د رسمي بلنې له مخې ګډون کړی. دغه غونډه کې د ګڼو هېوادونو ډيپلوماتانو او د ايران د بهرنيو چارو وزارت مسؤلینو ګډون کړی و.

https://www.facebook.com/share/v/158Hg9Ym7f/ ــــــــــــــــــــــــــ د افغانستان او سوت افریقا ترمنځ د لوبې ژوندۍ بهیر دلته لیدلی شئ.👆

پکتیا کې به دوه لکه اته پنځوس زره یوسلو نهه اویا ماشومان واکسین شي. داڅرګندونې دپکتیا ولایت د عامې روغتیا رئس ښاغلي ډاکټرمعراج ګل عادل د پولیو واکسین د دوهم پړاو د پیل په مراسمو کې وکړې. نوموړي زیاته کړه؛ یاد کمپاین به سبا دوشنبه پیل شي درې ورځې به دوام وکړي او په ترڅ کې به یې په سویل ختیځ زون کې دیارلس لکه له پنځو کالو کم عمر لروونکي ماشومان واکسین شي. مراسم نن یکشنبه د سلواغې په ۵مه د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست د غونډو په تالارکې د یوشمیر اmارتي ادارو چارواکو او قومي مشرانو په ګډون تر سره شول. د مسولینو په خبره، یاد کمپاین په تیر کې کور په کور ترسره کیده خو، اوس جومات په جومات ترسره کیږي.

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د کانونو ریاست له پراختیايي بودجې څخه د خاکرېز ولسوالۍ په بي بي ګوهر او تمبیل سیمو کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو دوه بندونه جوړېږي.

نن ورځ پکتیا کې د پولیو واکسین کمپاین لومړۍ ورځ ده، چې درې ورځې به دوام وکړي، په اړه یې د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست رئس ډاکټر معراج ګل عادل ژوند راډیو سره په خبرو کې وویل:

د افغانستان بانک خبر ورکړی، چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه، سبا یکشنبې ۲۰ میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په ډول پلوري.