مشال راډیو  Mashaal Radio
مشال راډیو Mashaal Radio
January 20, 2025 at 05:52 PM
د جنورۍ پر ۲۰مه، ډانلډ ټرمپ په واشنګټن کې د امریکې د ۴۷م ولسمشر په توګه سوګند پورته کړ. تر ټرمپ مخکې جېمز وېنس د مرستيال ولسمشر په توګه لوړه وکړه. ۴۰ کلن وېنس پخوانی پوځي او سېنېټر دی چې په افغانستان کې یې هم د يو سرتېري په توګه وخت تېر کړی دی. ټرمپ تر لوړې کولو وروسته وويل چې په هر څه کې به امريکا تر هر چا مخکې ساتي. "د امریکې طلايي زمانه همدا اوس پيل شوه. له اوس څخه به زموږ هېواد پرمخ ځي او په ټوله نړۍ کې به یې احترام کېږي. زه به د خپلې ولسمشرۍ په وخت امريکا تر هر څه مخکې ګڼم." *د ټرمپ لنډه پېژندګلوي* ډانلډ ټرمپ د ۱۹۴۶ کال د جون پر ۱۴مه په نیویارک کې په یوه شتمنه کورنۍ کې زېږیدلی دی. د هغه پلار، فریډ ټرمپ، په نیویارک کې د ځمکو او ودانیو سوداګر وو. ډانلډ ټرمپ د هغه په پینځو اولادونو کې څلورم دی. نوموړی لا ځوان وو چې د خپل پلار پر پل روان شو او د شتمنۍ د پراخولو لپاره یې سوداګرۍ ته وده ورکړه. هغه په نيويارک کې د ټرمپ ټاور مشهورې ودانۍ تر څنګ، د امریکې په ځينو نورو ښارونو کې هوټلونه، قمارخانې (کسېنو) او ګالف ميدانونه لري. ډانلډ ټرمپ په زلميتوب کې د نیو یارک پوځي اکاډمۍ کې شامل شوی وو. په ۱۹۶۸ کال کې له وارټن سوداګریز ښوونځي فارغ شو. نوموړي په ۱۹۷۷ کال کې د هغه وخت د چېکوسلواکیا له یوې ښځې، ایوانا زېلنېچکووا سره واده وکړ او له هغې سره یې درې بچي پیدا شول. ټرمپ وروسته له هغې جلا شو، بیا یې په ۱۹۹۳ کال کې له ماډلې مارلا مېپلز سره واده وکړ، خو په ۱۹۹۹ کې یې له یو بله طلاق واخیست او یوه لور یې پاتې شوه. ډانلډ ټرمپ بیا په ۲۰۰۵ کال کې د سلووېنیا له یوې ماډلې مېلانیا کناوس سره واده وکړ او له هغې یو زوی لري. مېلانیا په ۲۰۱۶ کال کې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ تر بریا وروسته څلور کاله د امریکا لومړۍ مېرمنه وه او اوس به بیا د هغه هېواد د لومړنۍ مېرمنې په توګه خپله دنده پرمخ بیايي. https://smarturl.click/baq4V
👍 😂 ❤️ 😮 🇦🇫 🇵🇰 🔥 🤪 🤮 🏳️ 79

Comments