مشال راډیو  Mashaal Radio
مشال راډیو Mashaal Radio
January 27, 2025 at 06:23 AM
*د خیبر پښتونخوا د لکي مروتو پولیس او ځايي خلک وايي چې د پوځ په بمبارۍ کې د پاکستان د ایټمي انرژۍ د کمېشن کارخونې یا فېکټرۍ یو هغه کارکوونکی وژل شوی چې وسلوالو څه باندې دوه اونۍ مخکې له نورو کسانو سره تښتولی وو.* د لکي مروتو د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو د جنورۍ پر ۲۵مه په سیمه کې د عملیاتو پر مهال درې مشکوک وسلوال او د اټومي انرژۍ کمېشن د کارخونې یو تښتول شوی کارکوونکی ووژل شول. له تښتول شویو څخه یې د یو کس ورور محمد صبور خان مشال راډیو ته وویل چې پوځ د هغې ضلعې په غرییزه سیمه کې له جېټ الوتکو بمباري کړې چې پکې د کارخونې کارکوونکی ریحان الله او درې مشکوک وسلوال ووژل شول. دی وايي، ځايي خلک غره ته ورغلل او له هغه ځایه یې د ریحان الله مړی د هغه کور ته یووړ. د پاکستان پوځ لا د پولیسو او خان د څرګندونو په غبرګون کې څه نه ویلي. البته پوځ د جنورۍ پر ۲۵مه په بیان کې په لکي مروتو، کرک او خیبر کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د ۳۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه. د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیان کې د عملیاتو ځای هم نه وو یاد کړی او خپلواکو سرچینو یې هم لا دعوه نه ده تایید کړې. تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، چې د اټومي انرژۍ کمېشن د کارخانې د کارکوونکو د تښتولو ذمه واري یې منلې وه، هم پر دې موضوع څه نه دي ویلي.
👍 ❤️ 😢 🇦🇫 😂 🇵🇰 ☺️ 💓 😮 🙏 43

Comments