مشال راډیو  Mashaal Radio
مشال راډیو Mashaal Radio
February 1, 2025 at 01:06 PM
*خبریالانو د پیکا قانون په خلاف توره ورځ نمانځلی** پاکستان د خبریالانو ټولنې (پاکستان فیډرل یونین اف جرنلسټ) د برېښنایي جرمونو د مخنیوي لپاره د پيکا په نوم د جوړ شوي قانون خلاف توره ورځ نمانځلې. خبريالانو په اسلام اباد، پېښور او کوټه په ګډون د هېواد په بېلا بېلو برخو کې احتجاجونه وکړل او د هغه قانون پر ضد یې شعارونه ورکړل. د ۲۰۲۵ز کال د برېښنايي جرمونو د مخنیوي قانون ترمیمي بېل (پیکا) کې د اې ۲۶م مادې اضافه شوې، چې تر مخې يې انلاین "جعلي خبرونو" خپرونکو ته سزا ورکوي. په دې ترمیمي بېل کې ویل شوي چې هر هغه څوک چې په قصدي ډول ناسم معلومات خپروي، په ډاګه کوي یا لیږدوي او د دې معلوماتو له امله په ټولنه کې وېره یا ګډوډي رامینځته کوي، نو هغه کس به تر درې کالونو پورې د بند سزا او تر ۲۰ لکو روپیو جریمه ورکوي یا به له دواړو سزاګانو سره مخ کېږي. په اسلام اباد کې خبریال او د پښتون جرنلسټ اېسوسي اېشن نايب صدر زاهد خان مشال راډیو ته وویل چې په پاکستان کې رسنیو ته له مخکې هم ستونزې وې خو د قانون نه پس به خبريالانو ته کار کول ډير ګران شي. https://www.mashaalradio.com/a/33299564.html
👍 ❤️ 😮 🇦🇫 🇵🇰 🙏 🫏 🍕 🎉 🎤 54

Comments