مشال راډیو Mashaal Radio
February 2, 2025 at 12:12 PM
*د کورمې شیعه او سني مشران نن په اسلام اباد کې جرګه کوي*
کورمې شیعه او سني ولسي مشران په هغه سیمه کې د دایمي امن په اړه جرګه کوي.
د جرګې غړي رضا حسین مشال راډیو ته وویل چې په اسلام اباد کې د فبرورۍ دویمې په ناسته کې د دواړو خواوو ۱۴،۱۴ مشران ګډون کوي.
دی وايي، په جرګه کې حکومتي چارواکي نه شته بلکې خلکو پرېکړه کړې چې پر خپلو مسایلو خپله مذاکرات وکړي.
په همدې حال کې د کورمې د بګن خلکو د مظاهرو پراخولو ګواښ کړی دی.
د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه یو ولسي مشر نوروز خان د بګن په مندوریو کې د احتجاج ګډونوالو ته وویل چې حکومت د لارو خلاصولو په بدل کې د ویجاړو شویو ۷۰۰ دوکانونو د جوړولو لپاره د معاوضې ورکولو ژمنه نه ده پوره کړې او د وسلو ټولولو پر ځای یې "یو اړخیزو عملیاتو" ته دوام ورکړی دی.
د هغه په وینا، حکومت دې ژر وعدې پوره کړي که نه نو مظاهره به نورو سیمو ته وغځوي.
https://www.mashaalradio.com/a/kurram-shia-sunni-elders-meet-in-islamabad-to-discuss-security/33300192.html
👍
❤️
😢
😂
🇵🇰
🇦🇫
💸
🖕
😮
🙏
57