
🩺 ډاکټر حنیف طبي معلومات ✅️
February 11, 2025 at 04:09 PM
*موضوع : نارینه و کې د آله تناسل سستئ علتونه څه دي ؟*
*✏ لیکوال : ډاکټر حنیف .*
↩ د نارینه وو د آلې تناسل سستي ( نعوظي کمزوري یا Erectile Dysfunction ) مختلف عوامل لري ، چې فزیکي ، رواني ، او د ژوند طرز پورې اړه لري . دلته یې مهم علتونه بیان شوي دي :
1 : فزیکي ( جسماني ) علتونه : د وینې جریان ستونزې / د زړه ناروغۍ ، لوړ فشار ، شکر ( Diabetes ) او د رګونو تنګیدل د آلې تناسل ته د وینې رسیدل کمزوری کوي .
2 : هورموني مشکلات : د ټیسټوسټرون کموالی یا د هورمونونو بېتوازني ستونزې رامنځته کوي .
3 : عصبي ناروغۍ : لکه پارکنسن ، Multiple Sclerosis ، یا د ملا تیر زخمونه ، چې د اعصابو فعالیت اغیزمن کوي .
4 : چاغوالی او فزیکي کمزوري : چاغوالی د هورموني توازن ګډوډوي ، چې جنسي قوت کموي .
5 : د ځینو درملو عوارض : د فشار ، زړه ، یا د رواني ناروغیو درمل ممکن د آلې تناسل سستي رامنځته کړي .
6 : اضطراب او تشویش : که چیرې یو سړی د کوروالۍ پر مهال د ناکامۍ ویره ولري ، نو دا د آلې تناسل سستي زیاتوي .
7 : افسردګي ( Depression ) : دا نه یوازې ذهني ، بلکې فزیکي سستي هم رامنځته کوي .
8 : ذهني فشار ( Stress ) : که د کار ، مالي ستونزو یا شخصي ژوند کې ډېر فشار وي ، نو جنسي قوت کمیدای شي .
9 : الکول او نشهیي مواد : د الکولو ، چرس ، یا نورو مخدره موادو استعمال د وینې جریان ته زیان رسوي ..
10 : زیات سیګرټ څښل : نیکوتین د وینې رګونه تنګوي ، چې نعوظي کمزوري رامنځته کوي .
11 : ناسمه تغذیه : د ویټامینونو کمښت ، غیر صحي خواړه ، او فزیکي کمزوري د جنسي ځواک کموي .
12 : کم فزیکي فعالیت : د تمرین نشتوالی د وینې جریان کموي ، چې د آلې تناسل سستي سبب کیږي .
13 : شکر : د وینې رګونه او اعصاب خرابوي ، چې د آلې تناسل سستي پیدا کوي .
14 : لوړ فشار : د وینې جریان ته زیان رسوي .
15 : د پښتورګو او جګر ناروغۍ : دا ناروغۍ د بدن عمومي روغتیا کمزورې کوي ، چې د جنسي ځواک کمیدو سبب کیږي .
🔴د حل لارې :
1 : طبي معاینه وکړئ : که ستونزه دوامداره وي ، نو د ډاکټر سره مشوره وکړئ ، ترڅو د اصلي علت تشخیص وشي .
2 : صحي تغذیه غوره کړئ : پروټین ، ویټامینونه ، میوهجات ، او سبزیجات وخورئ .
3 : فزیکي تمرین وکړئ : منظم ورزش د وینې جریان ښه کوي .
4 : ذهني فشار کم کړئ : د آرام تخنیکونه ، لکه Mediation او ښه خوب ، مرسته کوي .
5 : بد عادتونه پریږدئ : سیګرټ ، الکول ، او نشهیي مواد مه کاروئ .
🔲 *د همدي موضوع اړوند کومه پوښتنه ، یا جنسی کوم مشکل وي مونږ ته په لاندي دواړو وټساپ شمارو شخصی کې پیام کولی شئ .*
> د زنګ او د وټساپ شماری :
+93788069313 , +93777025313
*🔲 لوستلو 📖 ، او نشرولو ✅ په هیله . چا چې ولوستل نو په مینه یو لایک 👍 یا هم ❤️ ورکئ .*
*📢 د چینل ټول 65 زره ملګري بائید دا پوسټ خپلو ټولو وټساپ ملګرو سره ، ګروپونو او چینلونو کې نشر Share کئ . مننه*
https://whatsapp.com/channel/0029VaDH9Wt7T8bWvXVHur0p
❤️
👍
🫀
🌹
🎉
😮
✅
✔️
❌
🌺
555