
💓زندگی خوب💓
February 15, 2025 at 03:11 PM
د حوت میاشتې په جریان کې د افغانستان ګڼ شمېر هغه ولایتونه چې د ژمې پرمهال يې اورښتونه نه لرل، بارانې څپې لري چې تمه کیږي ټول ولایتونه به تر پوښښ لاندې راشي. په حوت میاشت کې ډیري اورښتیزې ورځې شته چې د بارانونو ترڅنګ به په ډیرو سیمو کې واورې هم و اوروي. راځئ د ولایتونو د ګټګوریو په حساب يې معلومات وړاندې کړو.
#جنوبي_ولایتونه:
په حوت کې که څه هم د جنوبي ولایتونو اټکلونه ډېر قوي نه دي خو کله نا کله به ورته وریځې راځي چې ممکن ځینو ولایتونو کې يې بارانونو ته هم زمینه برابره شي، دا آټکل یوازې د حوت میاشتې لپاره دی، په حمل او پسرلي موسم کې وضیعت او اټکل بدلون مومي چې په دې ولایتونو کې به هم مثبت بدلون ولري او ډېر بارانونه ممکن و اورېږي.
#ختیځ_ولایتونه:
په ژمې موسم کې که څه هم په ځینو ختیځو ولایتونو کې ډېر بارانونه ونه شول خو په حوت میاشت کې يې اټکلونه قوي دي او تمه شته چې د حوت په میاشت په ځانګړې ډول ورستیو کې يې ډیر اورښتونه تجربه کړي، ددې ولایتونو لپاره هم د پسرلي اټکل تغیر دی، په پسرلي کې حتی د سېلابونو راوتلو لوړ ګراف لري چي په هغه وخت کې به بیا خبرې پرې کوو.
#مرکزي_ولایتونه:
په دې ولایتونو کې که څه هم په ژمې کې اورښتونه وشول خو په هغه اندازه واوره نه ده اورېدلې څومره چې اړتیا وه خو بیا هم د باران ترڅنګ د واورې قوي اټکلونه لري په ځانګړې ډول په غرونو کې به دغه اټکل د تطبیق وړ وي، نو د حوت میاشتې لپاره به نارمل اورښتونه ولري.
#جنوب_ختیځ_ولایتونه:
په دې ولایتونو کې هم د واورې او هم د باران ډیر اټکلونه شته خو چې حتی په همدې حوت کې به د سېلابونو رامنځته کېدو سبب شي، که څه هم د واورې اټکلونه لري اما د باران پرې قوي دي چې د سږکال پسرلي لپاره د تالندې او پېلبو ( تندر او برېښنا ) پیل به هم د همدې ولایتونو څخه وشي. یعنې تردې وروسته بارانونه به تالنده او پیلبو ( تندر او برېښنا ) له ځان سره ولري.
#جنوب_غرب_ولایتونه:
په دې ولایتونو کې د اورښتونو او په ځینو غرنیو سیمو کې يې بارانونه ډېر دي، مقصد ددې ولایتونو اوسېدونکې د تیرکال په پرتله ډېر اورښت په مخ کې لري، البته د حوت په جریان او حمل کې به وي چې تر ډېره يې دا بارانونه د پسرلي موسم اړوند دي چې بیا به د حمل په اړه هم معلومات وړاندې کړو.
#په_عمومي_ډول:
په حوت میاشت کې ددلوې میاشت په پرتله اورښتونه ډېر دي، په ځینو کې که واوره کیږي خو اکثریت به يې بارانونه ولري، د بارانونو زیات شدت يې د میاشتې په ورستیو وختونو کې دی، په دې میاشت کې به څو پرلپسې باراني څپې راځي، تقریبا ټول ولایتونه به په مختلفو څپو کې شاملېږي. د همدې میاشتې د اورښتونو لومړنۍ څپه د همدې روانې اوونۍ په سه شنبه او چهارشنبه افغانستان ته را روانه ده. که څه هم ډیره قوي نه ده خو په ډیرو ولایتونو کې د اورښت سبب ګرځي.
په یاد ولرئ چې موږ د هغو څپو په اړه خبره نه کوو چې ځینې وختونه دوه درې ولایتونه تر پوښښ لاندې نیسي، موږ همېشه د هغو باراني او واورینو څپو معلومات وړاندې کوو چې ۱۵ تر شل ولایتونه ډېر تر پوښښ لاندې نیسي او ځیني يې سراسري هم وي. نو د لومړنۍ څپې د ولایتونو د لیست او معلومات په تمه پاتې شئ چې ممکن سبا یکشنبه یا دوشنبه يې تاسو ته وړاندې کړو.
https://whatsapp.com/channel/0029VaAcbMi3wtb8VmovRj24
والله اعلم
معلومات درسره خپاره کړئ.
❤️
👍
18