
❤️🔥👑ࢪۤٛنࣲۤـ❢ځࣲ٘ۅ͗ࢪࣨ✮ز̝٘ړهࣲۤ👑❤️🔥
February 7, 2025 at 08:24 AM
_*نــــــاول: کـــــــوکـــــــو☺️*_
_*برخــــــه:دیارلسمه او څورلسمه برخه😍*_
_*نشرونکى:*_ _*꧁̤̈✨̤̈𝑯̤̈𝒆̤̈𝒍̤̈𝒂̤̈𝒍̤̈☆̤̈𝑲̤̈𝒊̤̈𝒏̤̈𝒈̤̈✨̤̈꧂̤̈*_
*🪀0777498880🪀*
=======================
بـٍسـٍمً أآألًلًهٍـ أآألًـرٍحـًمًنْ أآألًـرٍحـًیم
#د تېري برخي وروستې لفظونه...
خو هلک په کلک لهجه وویل: ګوره ورور ما د دی د موټر نمبر بلیټ راوخیست، شکایت کو او زه هم شاهید وم چې ته یې وهلې په موټر..
ناڅاپه عماد د هغه هلک ګریوان راونېو او په غوسه یې ورته وویل:
#اوس نوې برخه...
درته وایم لاړشه خپل د کار پسی، چا ته که دی خبره کړی وه خوله دی در مات کوم.
هلک په حیرانتیا باندی عماد ته وکتل، د هغه له څنګ پاڅېده او زما خوا ته راوکتل بیا یې په کراره وویل: سمده چا ته څه نه وایم راځه لاړشو شفخانی ته..
عماد چغه کړل: درته وایم لاړشه خپل د کار پسی زه ښه یم.
هلک په حیرانتیا وروکتل او د څنګ یې تیر شو او ولاړی، عماد زما خوا ته را وکتل او په تروش تندی وویل: دوه په دوه شو، متین..
پوسخند مې وواهه او له هغه ځایه روانه شوم.
..........................
مژګان د د هلېز منځ کې د منصوری او مهدیه سره ناسته وه او به شوق سره یې خپل اخیستل شوی شیان ورته ښودل، زه د هغوی څخه لرې د تلویزون خوا ته ناسته وم او په ظاهره مې تلویزیون ته کتل خو ټول فکر او ذکر مې د هغوی خوا ته وو، مژګان چې هر پلاستیک راخیست او خپل اخیستل شوی شیان یې ښودل زما زړه خپل په ځان درد کاوه، هغې ځانته یو جوړه قهوی رنګ جګ بوټونه اخیستي وه، یو دوه ښایسته ټېکری او حجاب اخیستي وو، او یو کوچني کوټ یې اخیستي وو، زما آرمانجن نظر د هغې په اخیستل شوی شیانو باندی وو، زړه مې غوښت چې کاش ما هم د هغې پشان یو دانه ښایسته ټېکری درلود! لاړی مې تېری کړل د دهلېز ماحول راته زړه ونېو پاڅېدم او خپل د کوټې خوا ته روانه شوم ...
لا کوټې ته ننوتي نه وم چې د پلار غږ مې پورته شو چې مژګان ته یې ویل: پورته کړه دا شیان دی، تللې یو سلو اتیا بیځایه شیان یې اخیستي بیا راغلې په خوشحالۍ هم ناسته ده نورو ته یې ښایې.
خپل قدمونه مې تېز کړل ترڅو ژر کوټې ته داخله شم، پوهېدم چې زهرجن غشې زما خوا ته هم راځې لا کوټې ته رسیدلی نه وم چې د هغه د غږ په اورېدو سترګي مې پټي کړه.
پلار- اوو خری، غوا لکه خر پشان دی سر ښکته اچولې او کوټې ته روانه یې؟ ته باید دا انجلۍ انسانه کړې وایې، تا باید د دوي پښي ورمات کړې وایې ترڅو بیا تللې نه وایې او دا رقم شیان یې نه وایې اخیستي، تا زما ټول زحمتونه پر باد کړل..
بیا کرار ځان سره لګیا شو: کوم ځای مې غلطي ومړل چې دا انجلۍ داسي شول؟ ما خو د اول څخه خپل انتخاب سم کړی وو، نو بیا دا ولې غوا شول؟
همغسې چې شا مې ورته ګرځه ولې وه لاسونه مې موټ شول، او فکر مې کلونه شاته سفر وکړو ....
مور پرېدلې رنګ دواړه لاسونه یې خپل پر نس کېخودلې وه، او د درد څخه پر ځان تاویده. زه نه پوهېدم چې څه ورباندې شوی او ولې داسی درد لری؟ هره شیبه یې د خدای او رسول نوم اخیست او له درد په ځان تاوېده زه مهناز او منصوره شاوخوا یې ناستي وو او په ورختای مو ورته کتل، د شپږ میاشتني مژګان د ژړا ونګ ونګ غږ کوټه کې خپرېده مهدیه په پرېدلې رنګ د کوټې کونج کې ناسته وه، مور په پرېدلې رنګ زموږ خوا ته راوکتل او کرار یې وویل: زما حالت ښه ندې.
د مور راوتلې خیټي ته مې وکتل خپل په همغه پنځه شپږ کلن مغزو پوهېدم چې مور مې بیا ماشوم لری،لاس مې اوږد کړو د مور اوږه مې ونېول او ورته مې وویل: مور جانې څه کار وکړم درته؟
مور مې د درد څخه په بند بند لهجه وویل: ه..... هې .... څ .... هېڅ.
د حویلې د دروازی په ټک زموږ زړونو کې د امید ړنا وځلېده ، پلار مې کور ته راغلې وو، دری واړه خویندې په تلوار د هغه خوا ته مو منډه کړل، زموږ د وېرېدلو څهرو په لېدو پلار مې تندی تروش کړو او ویې ویل: څه شوی؟
او مخکې لدې چې موږ ورته څه ووایو هغه د مور خوا ته پام شو چې په درد سره د کوټې کونج کې پرته وه..
پلار مې په لوړ غږ وویل: فخری څه شوی؟ اوس خو یې وخت نه دی، لا یې پنځه میاشتې پاتې دي.
مور خپله څېره راټوله کړه او په درد یې وویل: درد لرم، موسی خان.
پلار مې د مور خوا ته منډه کړل چې ناڅاپه د مور چیغه په ټول کور کې خپره شوه. منصوره او مهناز د دروازې څنډې ته ولاړې وې، حرکت یې نه کاوه. خو ما د مور لور ته منډه کړه، لا ورته نه وم رسېدلې چې د هغې له جامو لاندې وینه مې ولیده. هلته کلک ودرېدم. د پلار چیغې زه له ځایه پورته کړم: و ولېد؟و ولېد؟ ماشوم ولوېد؟ وای وای ماشوم ولوېد، خدایه، ماشوم ولوېد! کېدای شي هلک و، شاید هلک و....
بېرته اوسني وخت ته راغلم. په غوسه وم یاد مې شو چې پلار د مور د بېحسه جسد پر سر تر پنځه دقیقو چیغې وهلې چې ماشوم هلک وو او ضایع شو، او بیا یې په نه زړه سره مور روغتون ته ورسوله. د هغه لېونتوب هېڅکله زما له ذهنه نه ځې. اوس دلته ولاړ دی او راته وایي چې د خپلو خویندو د جامو اخیستو مخه ونیسم؟ ولې باید داسې وکړم؟ ایا هغوی نجونې نه وې؟ ایا ښځې نه وې؟ ایا د ښځې نړۍ ښکلا غوښتل نه وی؟ دا سړی څه پوهېده چې ښځه څه ده؟ خپله ښځه یې درک کړل؟ مګر خپله دویمه لور یې درک کړې وه؟ له دې لېوني مې څه تمه لرله؟
ځان مې وښوراوه او پرته له دې چې د هغه بېدرېغه کنځاوو ته پام وکړم، کوټې ته دننه شوم.پنځه دقیقې تېرې وې، په کټ کې پرېوتی وم او چت ته مې کتل.چې دروازه وټکیده، او مژګان کوټې ته راننوته. د هغې خواته مې د سترګو لاندې وکتل چې خپلې نوې جامې یې په غېږ کې نیولې وې. ورو یې په پښه دروازه بنده کړه، جامې یې پر ځمکه وغورځولې، ژوره سا یې واخیسته او ویې ویل: پلار خپل عقل له لاسه ورکړی! والله دوه ورځې وروسته به راشي و به وایي: لورګانو خپل برېتونه پرېږدئ، ترڅو د چنګېزي ماډل په څېر اوږده شې.
امهمممممم عجب خوند به یې کړی وایې که انجونو ګیره او بریت درلود😁😂
باور وکړی دا د متین جووو پلار زړه همدا غواړی چې خپل په لورګانو ګیره او بریت پرېږدی😁😂 اغلی مژګان خبره زه سل په سلو کی زه تایید کوم پلار دی عقل له لاسه ورکړی🙄😁
#اوس بله برخه...
او بیا خپل په خبری په خندا شول، خوا دا ځل یې زه خبرو ته موسکی نه شوم، زما زړه سخت درد وکړو. لدی چي مژګان په بیغم زړه خپل د زړه خبره منې او همغه کار کوی خو زه یې نه شم کولای
مژګان- متین، دا ښایسته ده؟
ما خپل لاس د تندي له پاسه پورته کړ، سر مې وڅرخاوه، او په ګلابې ټېکری مې سترګې ولګېدې. زړه مې و لړزېده. ما له همدې ګلابې ټېکریو څخه غوښتل. مژګان د ځان لپاره ګلابې ټېکری اخیستی و. هغې ته ښه ښکاره کېده، زړه راښکونکی ښکارېده، ښځینه ښکارېده. له تړو تړو شونډو مې سر وښوراوه او په کټ کې مې ځای بدل کړ. مخ مې ترې واړاوه. د کټ په ښورېدو پوهه شوم چې مژګان مې څنګ ته کښېناستل، لاس یې زما د ویښتو په منځ کې تېر کړو، چې ما خپل سر ورڅخه لری کړو او په تروش تندې مې وویل: مه کوه.
یو ناڅاپه، مژګان زما پر سر ټیکری کېښود. له ځایه راپورته شوم، لاس مې په سر کېښود، او په ګلابې ټېکرې مې سترګې ونښتې. حیرانه د مژګان خواته مې وکتل. چې هغه موسکۍ شوه او ویې ویل: ستا لپاره مې اخیستی.
له ځایه مې ځان ته حرکت ورکړو، خو سترګې مې له مژګان څخه جدا نه شوې. باور مې نه کاوه. دا ټېکری زما و، زما خپل؟ مژګان زما لپاره اخیستی و؟ دا یوازې زما و؟ ټېکری مې په لاس کې ونیو، نږدې و چې سترګې مې له اوښکو ډکې شي، خو ځان مې کنټرول کړ.
مژګان- متین، نور بس دی، ولې ځان دومره په عذابوې؟ هیله درڅخه کوم هماغه کار وکړه چې ستا زړه غواړی، هغه شئ واغونده چې ستا خوښېږي، تور رنګ پرېږده، ګلابې واغونده، سره واغونده، لکه نورو انجونو پشان، څه ډول چې ستا زړه غواړې .
سترګي مې په ټېکری باندې ښخ کړی، زړه مې غوښتل چې هغه واغوندم. خو د دې لیوني پلار سره څه وکړم؟ د دې ټولې کورنۍ ستونزو سره څه وکړم؟ مژګان بیا وویل: متین، هیله کوم د یوه ځای نه شروع وکړه. زه نه غواړم درس درکړم، خو دا دومره موده ته ډېره وځورېدې نور وخت یې راغلې چې د ځان لپاره ژوند وکړې.
د ځان لپاره ژوند وکړم؟ ما هم همداسې غوښتل، خو په دې لیوني کور کې ژوند کول د ځان لپاره ګناه وه، ناممکنه وه.
ټېکری مې په خپلو لاسونو کې کلک ونیو، او ورو ورو مې هغه لرې کش کړو، ټېکری د سر نه مې وښویېده مژګان اه وکړل او ویې ویل: ډېر درسره ښه ښکارېده متین!زه هم پوهېدم چې دا رنګونه زما لپاره جوړ شوي دی، او ښه ښکاری راسره خو بیا مې هم ټېکری لری کړو او د مژګان پر زنګونو مې وغورځاوه او ومې ویل: خپله یې په سر کړه.
او غوښتل مې د کټ څخه ښکته شم چې مژګان لاس راڅخه ونیوي او ویې ویل: متین هر کار لومړۍ سخته او ستونزمن ده خو کرار، کرار عادت ورسره کوی، زه ستا سره یم منصوره او مهدیه هم څه ناڅه ستا پخوا دی، مور خو تل ستا خوا نیسي پلار نور نشې کولې پر ....
خبره مې ورپرې کړل او ومې ویل: نور څه مه وایه.
مژګان- متین!
خپل لاس مې د هغې د لاس څخه جلا کړو او ومې ویل: پدی منځ کې داسې شیان برباد شوی چې هېحکله نه جوړېږې.
مژګان- لکه څه؟
— لکه روح مې.
مژګان په زاریو وویل: جوړېږې باور وکړه، تر اوسه نده ناوخته شوی.
— ناوخته شوی مژګان روح مې زخمي شوی ټوټي شوی.
هغې بیا زما لاس ونېو او ویې ویل: جوړه وو یې ټول په ګټه یې جوړه وو.
پوسخند مې وواهه او ومې ویل: څنګه جوړه وی زما زخمونه؟ کوک کوی که څنګه؟
دا ځل مې خپل لاس ورڅخه په زور کش کړو او ومې ویل: که کوک یې هم کړی بیا هم د کوک نښه پاته کېږې کوچنې خوری، د کوک نښه تل پاته کېږې.
او نظر مې په ګلابې رنګ ټېکری بند پاتې شو، د زړه له تله مې هغه ټېکری غوښت، هغه زما وو هغه راته مژګان اخیستي وو، هغه زما وو، خو د دی کوک سره مې څه کړی وایې؟ خپل د روح د دي کوک سره مې څه کړی وایې؟
...............................
پداسې حال کې چې په جوش او خروش باندې شاوخوا ګرځېدم غږ مې پورته کړو او ومې ویل: پوران لوړ پاس را واچوه غواړم تاته وښایم څنګه باید خپل هم ډلې لوبغاړي ته پاس ورکړی؟
پوران په مهارت سره توپ زما خوا ته راواچوه او زه هم دوه ګامه شاته ولاړم او په پوره زور او مهارت سره مې توپ بیرته د پوران خوا ته وواهه خو زما د لاس ضربه دومره کلک وه چې پوران وډاره شوه او د توپ نېولو لځایه یې خپل مخ پټ کړو او چیغه یې کړل: وای اغلې ښوونکي.
تندې مې تروش کړو او چیغه مې کړل: وای او بلا اغلی ښوونکي، دوه کاله کېږې دلته راځې ما پدی دوه کالو کې څومره ویلې چې هېڅکله به د توپ څخه نه تښتې ها؟ زما په لوړ غږ ټول سالون کې خاموشی خپره شوه او ما نور هم خپل غږ پورته کړو او دا ځل مې ټول مخاطب کړل او په غوسه مې وویل: که یو نفر تازه راشې او ستاسو دا رقم لوبه وګوری په شرمو به مو وشرمه وی، دا دوه کاله کېږې تاسو ټولو ته لګیا یم چې د توپ څخه مه تښتي او اوس؟
د توپ خوا ته ولاړم را پورته مې کړو او په همغه غوسه ناک لهجه مې وویل: پوران پاس درکوم لکه د انسان اولاد پشان یې ونیسه، که دا ځل وغواړی ورڅخه وتښتي داسې وهل درکړم چې عمر لری درته د عبرت درس وګرځي.
پوران په اندیښني باندې خپل ځان چمتو کړو او ما توپ هوا ته ختا کړو او د همغه بل ځل پشان البته دا ځل د هغه څخه لا یو څه زیات کلک مې توپ د هغې خواته وواهه توپ څرخ وخوړو او د هغې په سینه باندې ولګېده، سا یې بنده شوه سترګي رډی راوختي او د خلاص شونډو څخه یې دا کرار غږ زما غوږونو ته راغلو: وای .... خدایه .... مړه ... شوم ...
د هغه د دې حال په لېدو تندی مې تروش کړو او چیغه مې کړل: پاسېږه او پر سالون باندې ۳۰ ځله منډه وواهه شابه...
*خوږو لایک یی کړی😍*
╔══ஓ๑♡๑ஓ══╗
♡✰𝐻̤̈𝑒̤̈𝑙̤̈𝑎̤̈𝑙̤̈✰𝐾̤̈𝑖̤̈𝑛̤̈𝑔̤̈✰♡
╚══ஓ๑♡๑ஓ══╝
❤️
👍
😂
😮
🙏
💓
😡
😢
☺️
❌
201