سرباز کوچی شمال نیوز
سرباز کوچی شمال نیوز
February 2, 2025 at 05:17 PM
*د خوست د امنیه قومندانۍ ویاند طاهر احرار ویلي چې د علي‌شېرو ولسوالۍ د وروستۍ جنايي پېښې په تړاو د 7 شکمنو کسانو له ډلې 3 اصلي عاملان نیول شوي دي* *د نوموړی ویناپه اساس نیول شوي کسان، چې پلار او دوه زامن دي، د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ اوسېدونکي دي او په لومړنیو تحقیقاتو کې یې خپل جرم منلی دی* *یادو کسانو تېره اوونۍ د خوست ولایت په علي‌شېرو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ 13 غړي، چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل وو په ډزو وژلي دي* *سرباز کوچی شمال نیوز*
👍 ❤️ 😢 🥹 😂 🤣 🪝 36

Comments