آمریت منابع و اداره ریاست معارف شهر کابل
آمریت منابع و اداره ریاست معارف شهر کابل
January 27, 2025 at 02:25 PM
《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》 کابل ښار پوهنې ریاست د سرچینو او اداری آمریت ۱۴۴۶/۷/۲۶- دوشنبه *د ۱۴۰۴ تعليمي کال د تدارکاتي پلان د تنظیم په اړه اداري جلسه ترسره شوه* د کابل ښار پوهنې ریاست اداري چارو مرستيال د سرچینو او اداري چارو امریت اړوند یو شمېر مدیرانو سره د راتلونکي ښوونیز کال د تدارکاتي پلان ترتیبولو په موخه جلسه ترسره کړه. دغه ناسته کې د اداري چارو مرستيال مولوي محمد اسحاق (مقدس) د تدارکاتي پلان په یو شمېر مهمو مواردو اړینې سپارښتنې وکړې. نوموړي د یاد امريت مدیرانو ته سپارښتنه وکړه چې د پلان په تنظیم کې دې د مرکزي هستې، ښوونیزو حوزو او ښوونځيو اساسي او مهمې اړتیاووې درج کړل شي او ټینګار یې وکړ چې په ټاکلي وخت دې د پلان اړوند کارونه بشپړ شي. د یادونې وړ ده چې په ځینو برخو کې د دغه امریت مدیرانو خپلې ستونزې او اندېښنې شريکې کړې چې اداري مرستیال یې د ریاست له رهبرۍ سره د شریکولو ډاډ ورکړ.
❤️ 👍 😢 28

Comments