
🌷ګټور🌷بنسټیز🌷معلومات🌷
February 11, 2025 at 02:18 AM
🌹🌹ﺳــﻬـﺎﺭﻧـﯽ ډالــــۍ🌹🌹
🌹🌹قرآنکریم هره ورځ🌹🌹
🌷(د ﭘـښـﺘــﻮ ﮊﺑــﺎړي ســره)🌷
🌼(49ﺻـﻔـﺤـه)🌼
🌹[سُوۡرَةُ البقرة]🌹
🌹٢٨٢ نمبر آیة 🌹
ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا تَدَايَنْتُمْ بِدَيْنٍ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى فَاكْتُبُوهُ وَلْيَكْتُبْ بَيْنَكُمْ كَاتِبٌ بِالْعَدْلِ وَلَا يَأْبَ كَاتِبٌ أَنْ يَكْتُبَ كَمَا عَلَّمَهُ اللَّهُ فَلْيَكْتُبْ وَلْيُمْلِلِ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ وَلْيَتَّقِ اللَّهَ رَبَّهُ وَلَا يَبْخَسْ مِنْهُ شَيْئًا فَإِنْ كَانَ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ سَفِيهًا أَوْ ضَعِيفًا أَوْ لَا يَسْتَطِيعُ أَنْ يُمِلَّ هُوَ فَلْيُمْلِلْ وَلِيُّهُ بِالْعَدْلِ وَاسْتَشْهِدُوا شَهِيدَيْنِ مِنْ رِجَالِكُمْ فَإِنْ لَمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّنْ تَرْضَوْنَ مِنَ الشُّهَدَاءِ أَنْ تَضِلَّ إِحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الْأُخْرَى وَلَا يَأْبَ الشُّهَدَاءُ إِذَا مَا دُعُوا وَلَا تَسْأَمُوا أَنْ تَكْتُبُوهُ صَغِيرًا أَوْ كَبِيرًا إِلَى أَجَلِهِ ذَلِكُمْ أَقْسَطُ عِنْدَ اللَّهِ وَأَقْوَمُ لِلشَّهَادَةِ وَأَدْنَى أَلَّا تَرْتَابُوا إِلَّا أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً حَاضِرَةً تُدِيرُونَهَا بَيْنَكُمْ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَلَّا تَكْتُبُوهَا وَأَشْهِدُوا إِذَا تَبَايَعْتُمْ وَلَا يُضَارَّ كَاتِبٌ وَلَا شَهِيدٌ وَإِنْ تَفْعَلُوا فَإِنَّهُ فُسُوقٌ بِكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَيُعَلِّمُكُمُ اللَّهُ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ(٢٨٢)
ژباړه⬇️
اې مؤمنانو، كله چي د كومي ټاكلي نېټې لپاره تاسي په خپلو منځو كي د پور د راكړي وركړي معامله كوئ، نو هغه وليكئ؛ د دواړو خواو ترمنځ دي يو څوك چي هغه ته الله د ليكلو اهليت وركړى وي، په انصاف سره سند وليكي. هغه دي له ليكلو څخه انكار نه كوي، ليكنه او املا دي هغه څوك وكړي چي حق ورباندي دى یعني پور اخيستونكى؛ او هغه دي د خپل رب الله څخه ووېرېږي، چي څه معامله شوې وي په هغې كي دي كمى یا زیاتی نه كوي. خو كه پور اخيستونكى په خپله ناپوه يا كمزورى وي، يا املا نشي كولاى، نو د هغه دوست دي په انصاف سره املا وكړي؛ بيا له خپلو نارينه ؤ دوه تنه پرې شاهدان ونيسئ؛ او كه دوه سړي نه وي نو يو سړى او دوې ښځي دي وي، چي كه يوه يې هېره كړي، نو هغه بله به يې ور په زړه كړي. دا شاهدان دي له داسي خلكو څخه وي چي شاهدي يې ستاسي په منځ كښي قبلېدونكې وي. شاهدانو ته چي كله د شاهدۍ ويلو وويل شي نو انكار دي نه كوي. كه معامله وړه وي او كه غټه، د هغې نېټه ټاكل او سند ليكل بې اهميته مه ګنئ. د الله په وړاندي دا چلن ستاسي لپاره ښه د انصاف كار دى، په دې سره شاهدۍ تېرولو كي ښه اسانتيا راځي او په شكونو او شبهو كښي ستاسي د اخته كېدو امكان كمېږي. هو، كه تاسي په خپلو منځو كښي لاس په لاس تجارتي راكړه وركړه كوئ، نو د هغه د نه ليكلو هيڅ پروا نشته؛ خو د سوداګرۍ د راكړي وركړي په وخت كښي شاهدان ونيسئ؛ ليكوونكى او شاهد دي نه ځورول كيږي، كه داسي وكړئ، نو ګناه كوئ. د الله له قهره ووېرېږئ، الله تاسي ته د عمل سمه لاره درښيي او الله پر هر څه پوه دى.
https://whatsapp.com/channel/0029VaCVss77z4knpsXfpi0g
سبحانك اللهم وبحمدك
أشهد أن لاإله إلا أنت أستغفرك وأتوب إليك.
نور بيا........ إن شاء الله
نوټ⬇️
تر نورو رَسَول یې صدقه جاریه ده ـ
جـزاکـم الله خـیـرا
۱۴۴۶ کال/ ٨ میاشت/شعبان /١٢ تاریخ/ سه شنبه
❤️
👍
🌹
16