🌷ګټور🌷بنسټیز🌷معلومات🌷
February 12, 2025 at 01:20 AM
🌹🌹ﺳــﻬـﺎﺭﻧـﯽ ډالــــۍ🌹🌹
🌹🌹قرآنکریم هره ورځ🌹🌹
🌷(د ﭘـښـﺘــﻮ ﮊﺑــﺎړي ســره)🌷
🌼(50ﺻـﻔـﺤـه)🌼
🌹[سُوۡرَةُ البقرة]🌹
🌹د ٢٨٣ آیة نه تر ٢٨٦ آیة پوري🌹
ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
وَإِنْ كُنْتُمْ عَلَى سَفَرٍ وَلَمْ تَجِدُوا كَاتِبًا فَرِهَانٌ مَقْبُوضَةٌ فَإِنْ أَمِنَ بَعْضُكُمْ بَعْضًا فَلْيُؤَدِّ الَّذِي اؤْتُمِنَ أَمَانَتَهُ وَلْيَتَّقِ اللَّهَ رَبَّهُ وَلَا تَكْتُمُوا الشَّهَادَةَ وَمَنْ يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ(٢٨٣)
ژباړه⬇️
كه تاسي د پردېسۍ (مسافرۍ) په حال كښي یاست او د سند ليكلو لپاره كوم ليكونكى پيدا نشو، نو د شيانو په ګرو اخيستلو معامله وكړى. كه ستاسي څخه څوك پر بل باندي باور وكړي، يا له هغه سره څه معامله وكړي، نو پر چا چي باور شويدى، هغه دي امانت ادا كړي او له خپل رب الله څخه دي ووېريږي، او شاهدي هيڅكله مه پټوئ، څوك چي شاهدي پټوي، د هغه زړه په ګناه خيرن دى؛ او الله ستاسي په عملونو عالم (ښه خبر) دى.
لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَإِنْ تُبْدُوا مَا فِي أَنْفُسِكُمْ أَوْ تُخْفُوهُ يُحَاسِبْكُمْ بِهِ اللَّهُ فَيَغْفِرُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ(٢٨٤)
ژباړه⬇️
په اسمانو او ځمكه كښي چي څه دي، ټول د الله دي، تاسي كه د خپلو زړونو خبري ښكاره كړئ او كه يې پټي وساتئ، په هر حال الله به ستاسي څخه د هغو حساب واخلي، بيا د هغه واك دى، چا ته يې چي خوښه شي و به يې بخښي او چا ته يې چي خوښه شي سزا به وركړي، الله پر هر څه برلاسی دى.
آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مِنْ رَبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْ رُسُلِهِ وَقَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ(٢٨٥)
ژباړه⬇️
پېغمبر (صل الله علیه وسلم) پر هغه هدايت ايمان راوړيدی چي د هغه د رب له خوا پر هغه نازل شويدى او څوك چي ددې پېغمبر (صل الله علیه وسلم) منونكي دي، هغوى هم دا هدايت د زړه په مينه منلى دى، دوى ټولو الله، د هغه پرښتې، د هغه كتابونه او د هغه پېغمبران (علیهم السلام) منلي دي؛ او د هغو وينا دا ده: "موږ د الله په پېغمبرانو كښي يو له بله توپير نه كوو، موږ حكم واورېدی او اطاعت مو ومانه، زموږ څښتنه! موږ ستا څخه د ګناه بخښني غوښتنونكي يوو او همدا ستا لوري ته زموږ درتګ دى.
لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَا إِنْ نَسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلَا تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلَا تُحَمِّلْنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا أَنْتَ مَوْلَانَا فَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ(٢٨٦)
ژباړه⬇️
الله هيڅ نفس ته د هغه له وسي څخه پورته مسئوليت نه متوجه كوي، چا چي څه ښه كړيدي د هغو مېوه د هماغه ده او چا چي څه بدي كړېده د هغې ګناه پرهماغه ده، (مؤمنانو! تاسي داسي دُعا وكړئ) "اې زموږ ربه! كه زموږ څخه څه هېره او خطا صادره شي، موږ پرې مه نيسه، څښتنه! پر موږ هغه پېټى مه ږده چي زموږ څخه دي پر مخكينیو خلكو ايښى وو، زموږ څښتنه! د كوم پيټي د پورته كولو وس چي په موږ كي نسته، هغه پر موږ مه ږده؛ زموږ سره اساني وكړه، زموږ (له ګناهونو) څخه تېر شه، رحم را باندي وكړه، ته زموږ كار جوړوونكى يې، د كافرانو په مقابل كي زموږ مرسته وکړه.
https://whatsapp.com/channel/0029VaCVss77z4knpsXfpi0g
سبحانك اللهم وبحمدك
أشهد أن لاإله إلا أنت أستغفرك وأتوب إليك.
نور بيا........ إن شاء الله
نوټ⬇️
تر نورو رَسَول یې صدقه جاریه ده ـ
جـزاکـم الله خـیـرا
۱۴۴۶ کال/ ٨ میاشت/شعبان /١٣ تاریخ/ چهارشنبه
❤️
👍
🌹
🤲
11