
🌷ګټور🌷بنسټیز🌷معلومات🌷
February 12, 2025 at 03:59 AM
*د شعبان (برات مياشتي) د پنځلسم د شپي عبادت او د ورځي د روژې په هکله د نبوي احاديثو او جمهورو محدثينو له ليد لوري يو مختصره ارزونه:*
جمهور او اکثر محدثين فرمايي چي د رسول الله ﷺ او صحابه کرامو څخه په صحيح سند او احاديثو کي د شعبان مياشتي د پنځلسمي شپي دعبادت او دورځي دروژي هيڅ فضيلت نه دی راغلی بلکي ټول هغه احاديث چي په دغه موضوع کي ذکر کيږي ياضعيف دي او يا هم بالکل موضوع او باطل دي او دضعيف احاديثو په فضائلو کي د قبوليت لپاره محدثين خپل شرطونه لري يو له شرطونو دادی چي نوی او مُحْدَثْ عمل نه په ثابتيږي لکه دلته چي تخصيص د يو شپي او ورځي دعبادت او روژي لپاره دا يو نوی حکم او عمل دی نو دا په ضعيف احاديثو نه ثابتيږي بلکي دعبادت لپاره ديو شپي ياورځي تخصيص او د هغه د فضيلت ثبوت صحيح احاديث غواړي .
مشهور عالم قاضي أبوبکر ابن العربي ليکلي دي:
ليس في ليلة النصف من شعبان حديث يساوي سماعه. (عارضة الأحوذي) <٢/٢٠١>
يعني دشعبان دشپي په فضيلت هيڅ داسي حديث نه دی ثابت چي داوريدلو لايق دي وي.
مشهور تابعي فقيه مدني زيد بن أسلم رحمه الله فرمايي:
" ما أدركنا أحداً من مشيختنا ولا فقهائنا يلتفتون إلى النصف من شعبان ولا يرون لها فضلًا على ما سواها.
ژباړه: وای موږ خپل په مشايخو استاذانو او فقهاوو کي يو هم نه دی ليدلی چي دشعبان پنځلسمي شپي ته دي يي دفضيلت او بهتری په نظر کتلي وي تر نورو شپو.
مشهور عالم علامه ابن رجب رحمه الله فرمايي:
[وليلة النصف من شعبان: كان التابعون من أهل الشام؛ كخالد بن معدان ومكحول ولقمان بن عامر وغيرهم، يعظمونها ويجتهدون فيها في العبادة، وعنهم أخذ الناس فضلها وتعظيمها...] لطائف المعارف ص:١٣٧
ژباړه: وای دشام تابعينو لکه خالد بن معدان,مکحول,لقمان بن عامر او بعضي نورو دغه دشعبان دپنځلسمي عبادت او تعظيم شروع کړی او ددوی څخه خلګو دغه طريقه واخيستل بيا دحجاز او نورو علاقو علماوو ددوی دغه عمل ور رد هم کړی.
نو دابن رجب رحمه الله دپورتنی خبري څخه معلومه سول چي دا کار درسولﷲﷺ او صحابه كرامو عمل نه دى بلكي دا دبعضي تابعينو لطرفه ايجاد سوى دى او دتابعينو عمل هيڅکله دين نسي کيدلای.
دوهمه خبره:
رسول اللهﷺ فرمايلي:
(إذا انتصف الشعبان فلا تصوموا) رواه أبوداود
ژباړه:کله چي شعبان (برات مياشت)نيمايي ته ورسيږي نو تاسي روژه مه نيسی.
نو په پورتني حديث کي دشعبان مياشتي له نيمايي څخه له روژي نيولو څخه منعه راغله مګر دهغه چا لپاره بيا جائز دي چي عادتي روژي لري نو اوس چي څوک يوازي دپنځلسم روژه نيسي نو ددغه پورتني حديث په خلاف کي واقع کيږي.
خلاصه:
که څه هم ډيرو خلګو ته به داخبري نااشنا معلوميږي خو څوک چي په دليل او تحقيق پوهيږي او الله عزوجل اراده دپوهي ورته کړي وي او په دي موضوع کي خپله تحقيق وکړي او دمحققينو علماوو کتابونه مطالعه کړي نو حقيقت به ډير ژر ورته معلوم سي.
-- الله المستعان وإليه المشتکی--
https://whatsapp.com/channel/0029VaCVss77z4knpsXfpi0g
❤️
👍
❌
🌹
🌷
💯
🔥
😞
😢
🚫
29