
دافغانستان سمی اونړی 34ولایتودهواحلاتو رسمی چینل
February 15, 2025 at 11:44 AM
د حوت میاشتې په جریان کې د افغانستان ګڼ شمېر هغه ولایتونه چې د ژمې پرمهال يې اورښتونه نه لرل، بارانې څپې لري چې تمه کیږي ټول ولایتونه به تر پوښښ لاندې راسي. په حوت میاشت کې ډیري اورښتیزې ورځې سته چې د بارانونو ترڅنګ به په ډیرو سیمو کې واورې هم و اوروي. راځئ د ولایتونو د ګټګوریو په حساب يې معلومات وړاندې کړو.
#جنوبي_ولایتونه:
په حوت کې که څه هم د جنوبي ولایتونو اټکلونه ډېر قوي نه دي خو کله نا کله به ورته وریځې راځي چې ممکن ځینو ولایتونو کې يې بارانونو ته هم زمینه برابره سي، دا آټکل یوازې د حوت میاشتې لپاره دی، په حمل او پسرلي موسم کې وضیعت او اټکل بدلون مومي چې په دې ولایتونو کې به هم مثبت بدلون ولري او ډېر بارانونه ممکن و اورېږي.
#ختیځ_ولایتونه:
په ژمې موسم کې که څه هم په ځینو ختیځو ولایتونو کې ډېر بارانونه ونه سول خو په حوت میاشت کې يې اټکلونه قوي دي او تمه سته چې د حوت په میاشت په ځانګړې ډول ورستیو کې يې ډیر اورښتونه تجربه کړي، ددې ولایتونو لپاره هم د پسرلي اټکل تغیر دی، په پسرلي کې حتی د سېلابونو راوتلو لوړ ګراف لري چي په هغه وخت کې به بیا خبرې پرې کوو.
#مرکزي_ولایتونه:
په دې ولایتونو کې که څه هم په
❤️
👍
🙏
😮
171