دماسټری اسنادو لارښونی اومعلوماتی ګروپ
February 4, 2025 at 10:02 AM
د ازموینو ملي ادارې سرپرست الحاج شیخ دوکتور عبدالباقي حقاني د پوهنې وزارت د ښوونکو او اداري بستونو د ازموینې څخه د څارنې په موخه د هېواد یو شمیر ولایتونو ته په سفر تللی او د ازموینې له بهیر څخه یې لیدنې ترسره کړې دي.
الحاج شیخ دوکتور عبدالباقي حقاني د ښوونځیو لپاره د مسلکي ښوونکو ګمارنه د هېواد تعلیمي بنسټونو پیاوړتیا او راتلونکي نسل ښې روزنې لپاره مهم ګام یاد کړ او په دې برخه کې یې د ټولو اړوندو ادارو کړنې وستایلې.
د ازموینو ملي ادارې سرپرست د پوهنې وزارت لپاره د ښوونکو او کارکوونکو د ګمارنې ازموینه یوه ملي پروسه یاده کړه او په دې پروسه کې یې د بېلابېلو ادارو، پوهنې ریاستونو او پوهنتونونو له همکاریو څخه مننه وکړه.
ښاغلي حقاني صاحب د ازموینو صحنو څخه د لیدنو پرمهال ځوانان وهڅول، څو په تعلیمي او تحصیلي پروسو کې ګډون وکړي او د خپل هېواد په ځان بسیاینې لپاره ګامونه پورته کړي.
نوموړي د ازموینو ملي ادارې د شفافو کړنو او راتلونکو پروګرامونو په تړاو هم معلومات ورکړل او ویې ویل: د ازموینو ملي اداره په داسې پرمختللو تخنیکي وسایلو مجهز ده، چې د سیمې په کچه ساری نه لري، او په دې سیستم کې څوک نشي کولای چې د یو کس نومرې زیاتې او یا کمې کړي، موږ ټولو ګډونوالو ته ډاډ ورکوو، چې دا ازموینه به هم د تېرو ازموینو په شان شفافه او له هر ډول فساده پاکه وي.
د پوهنې وزارت د ښوونکو او اداري کارکوونکو د ګمارنې ازموینه په څلورو پړاوونو کې تنظیم شوې، چې په دویم پړاو کې یې (پروان، کاپیسا، پنجشېر، لوګر، پکتیکا، باميان، میدان وردګ، غزني، زابل او هرات) ولایتونه شامل دي.
❤️
👍
☑️
🙏
🤲
32