🔬طــبـی لارښـــــود💉
🔬طــبـی لارښـــــود💉
February 17, 2025 at 08:25 AM
* *هغه خلک چې د معدې ناراحتۍ، درد او هضمي ستونزو باندې اخته وي باید لاندې ټکو ته پام وکړي.* هغه خواړه چې له خوړو یې باید ډډه وشي: 1. غوړو کې سره شوي خواړه 2. مکروني، دغه خواړه په ځنډ هضمیږي. 3. له حده زیاتې یخې اوبه. 4. د سره شوي غوښې ډولونه. 5. د لبنیاتو محصولات لکه شیدې، مستې، پنیر، خواږه... 6. مالګه او زیاته مالګه لرونکي خواړه. 7. مساله لرونکي خواړه. 8. کاربن او ګاز لرونکي څښاک. 9. د سګرټو استعمال. 10. خام پیاز. 11. تور مرچ. 12. پخپل سري ډول د درملو استعمال. 13. اچار. 14. ګندنه. ۱۵. تور رنګ شوی چای. 16. تور بانجان. 17. خټکی. 18. قهوه. 19. شفتالو، ترشې الوچې. 20. نسوار، پان په یاد ولرئ! اضطراب، انديښنه، عصباني کیدل د معدې درد او ناراحتي زیاتوي. د معدې ناراحتۍ او درد کمولو لپاره لاندې ټکو ته پام وکړئ 1. خواړه ښه وژوۍ او وړه مړۍ وکړئ. 2. شهد وکاروۍ. شهد د معدې زخمونو د رغیدو خاصیت لري. 3. سبزیجات او خوږه تازه میوه وکاروئ. 4. په خوړو کې د زیتون غوړي وکاروئ. 5. هر سهار په نهاره ګرمې اوبه وڅښئ. 6. له خوړو وروسته ژر مه ویدیږی. ♥️ ✅ㅤ   📩 🤍 ˡᶦᵏᵉ ᶠᵒˡˡᵒʷ ˢᵃᵛᵉ ˢʰᵃʳᵉ > *♡|ɪ‌ ᷟP‌a‌c‌h‌a‌ ‌Sa‌h‌i‌b‌○‌‌●‌‌*🤴꙰ *
❤️ 👍 8

Comments