دافغانستان سمی اونړی 34ولایتودهواحلاتو رسمی چینل
February 17, 2025 at 02:11 AM
ایا راتلونکی کال به اباد وی که وچ
د ژمي په وروستیو او د پسرلي په لومړیو کې د اورښت وړاندوینه:
نن د راتلونکو 5 میاشتو لپاره د 8 مشهور هوا وړاندوینې ماډلونو پایله خپره سوه. زموږ د سیمې لپاره د دې ټولو ماډلونو اوسط پایله دوه مهم خبرونه څرګندوي:
په افغانستان کې د مارچ په میاشت کې د نږدې اوسط اورښت وړاندوینه کیږي. (سپینو سیمو کې)
2. اتکل کیږي چې اورښت به د وری او غویي په میاشتو کې د اوسط څخه کم وي. د 40 څخه تر 50٪ چانس دی چې پدې میاشتو کې به د اوسط څخه کم باران وي.
لانینا په ارام سمندر کې خنثی حالت ته بدلیږي او د غویي په میاشت کې د بدلون 60٪ چانس لري. دا د افغانستان لپاره هم ښه خبر دی، چې ښايي زموږ په هېواد کې د پسرلي په میاشتو کې بارانونه وسي.
تر اوسه په افغانستان کې له اوسط څخه له ۲۵ تر ۱۰۰ ملي مترو کم اورښت سوی او که په راتلونکو میاشتو کې وضعیت ښه نه سي، نو بې له شکه چې راتلونکی کال به وچ وي او زموږ خلک به د اوبو د کمښت شاهدان وي.
که چیرې د مارچ اورښت د وړاندوینې سره سم وي، نو د احتمال لري چې د اورښت کمښت جبران شي. له بلې خوا، لکه څنګه چې د مارچ په میاشت کې هوا ګرمه کیږي، ممکن د اورښتونه د باران په بڼه راسي، چې د سیلابونو لامل به سی.
والله اعلم
❤️
👍
🙏
133