مشال راډیو  Mashaal Radio
مشال راډیو Mashaal Radio
February 19, 2025 at 01:26 PM
*د پښتونخوا اعلی وزیر ګنډه پور وايي، په کورمه کې د "ورانکارو" پرضد "کوټلي" اقدامات کوي* د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور ویلي دي چې په کورمه کې "ورانکاري" نه پرېږدي. نوموړي د فبرورۍ پر ۱۹مه په پېښور کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې په کورمه کې روانه شخړه د "ځمکې پر سر نه ده" بلکې "فرقه ییزه مسله" ده چې "بهرني قوتونه پکې لاس" لري. ګنډه پور د چا نوم وانخیست او نور سپیناوی یې هم ور نه کړ خو زیاته یې کړه چې کورمې ته وسلې لېږدول کېږي. "هلته نړیوال قوتونه بشپړه پانګونه کوي او چې هلته څنګه وسلې او بارود لېږدول کېږي، پکې هغوی ککړ دي. هلته د جرګو په مرسته تر څه وخت امن راشي، خو [وضعیت بیا خراب شي] نو ځکه به اوس موږ کوټلي ګامونه پورته کوو، لارې به خوندي کوو او د فساد جوړوونکو د ختمولو لپاره به سم اقدامات کوو." ګنډه پور په داسې حال کې د کورمې مسله "فرقه ییزه" وبلله چې هلته په تېرو وختونو کې د ولسونو ترمینځ زیاتره نښتې د ځمکو د لانجو پر سر پیل شوې دي چې وروسته بیا په فرقه ییز تاوتریخوالي اوښتي دي. د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې شیعه مشرانو ویلي دي چې له سني مشرانو سره د جنورۍ په لومړۍ نېټه په کواټ کې د سولې له موافقې په شا کېږي او له هر ډول مذاکراتو پرېکون اعلانوي. په پاړه چینار کې د شیعه ګانو د سازمان انجمن حسینیه مشر جلال حسین بنګښ د فبرورۍ پر ۱۸مه شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل چې څو ځلې د سولې د موافقې سرغړونه شوې نو ځکه ورڅخه په شا کېږي. په هغه موافقه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د ترینګلتیا ختمولو لپاره په سیمه کې د مورچو ړنګولو، وسلو غونډولو، لارو پرانیستو او د امن خرابوونکو پرضد د کاروایۍ پرېکړې شوې وې. د خیبر پښتونخوا حکومت هغه پرېکړې تایید کړې وې او د عملي کولو ژمنه یې کړې https://www.mashaalradio.com/a/gandapur-says-government-to-take-measures-against-militants-in-kurram/33320087.html
👍 ❤️ 😂 😮 🇦🇫 🇵🇰 🌹 🏳️ 👎 🖕 59

Comments