اًٍفًٍغًٍاًٍنًٍ 🇦🇫 مًٍلًٍیًٍ کًٍرًٍکًٍټًٍ🏏مًٍعًٍلًٍوًٍمًٍاًٍتًٍ🏆
اًٍفًٍغًٍاًٍنًٍ 🇦🇫 مًٍلًٍیًٍ کًٍرًٍکًٍټًٍ🏏مًٍعًٍلًٍوًٍمًٍاًٍتًٍ🏆
March 1, 2025 at 11:12 AM
د نوین الحق د ښۍ اوږې عملیات په بریالي ډول ترسره شول👍 د افغان کرکټ ملي لوبډلې د تکړه او چټک توپ اچونکي نوین الحق د ښۍ اوږې عملیات په بریا سره ترسره شول. نوین الحق له یوې مودې راهیسې د ښۍ اوږې د یوې برخې له درده رنځېده، چې له امله یې له اړوند ډاکټر سره د سلا مشورې له مخې باید عملیات کړي وی. 💉 په پایله کې تېره ورځ د نوموړي د ښۍ اوږې د اړوند برخې عملیات په انګلستان هېواد کې په بریا سره ترسره شو. باید وویل شي چې د ډاکټر له سپارښتنې سره سم به نوموړی له درې-څلورو اونیو تر درملنې لاندې وي او له هغه وروسته به یې بیا په یاد هېواد کې د اړوند ډاکټر له لوري درملنه کېږي.🩺 افغانستان کرکټ بورډ نوموړي ته د بشپړې روغتیا هیله کوي او له خپلو هېوادوالو هم غواړي چې نوین الحق په خپلو دعاګانو کې یاد وساتي.🤲 ----- 𝐆𝐞𝐭 𝐰𝐞𝐥𝐥 𝐬𝐨𝐨𝐧, 𝐍𝐚𝐯𝐞𝐞𝐧! 🤲🤍
Image from اًٍفًٍغًٍاًٍنًٍ 🇦🇫 مًٍلًٍیًٍ کًٍرًٍکًٍټًٍ🏏مًٍعًٍلًٍوًٍمًٍاًٍتًٍ🏆: د نوین الحق د ښۍ اوږې عملیات په بریالي ډول ترسره شول👍  د افغان کرکټ م...
❤️ 🤲 👍 🙏 🇦🇫 💋 💓 😭 144

Comments