
🩺 ډاکټر حنیف طبي معلومات ✅️
February 26, 2025 at 02:03 AM
یو تن دیني عالم ته ضرورت لرو چې لوې دورې څخه فارغ وي او خپل تحصیلي سند په لاس ولري.
سهولتونه
● ــ درې وخته طعام مقتدیان ورکوي
● ــ د امام لپاره جلا خونه او حمام هم شته
نوټ: د مسجد څلورم بست 9400 افغانۍ یې معاش ده
دوهم نوټ: د امام لپاره کور نه لرو
دریم نوټ: رخصتي د کلي د مشرانو د توافق په اساس
که څوک علاقه لرئ لاندې واټساپ او ټیلګرام شماره کې دې رابطه وکړي.
0774017078
پته : کابل خاکجبار ولسوالۍ ګل قلعه.
ښه خبر د ټولو لپاره چې غواړي له کوره د ګرافیک ډیزاین یا موشن ګرافیک په برخه کې کار وکړي!
موږ، (رڼا ګرافيک), یوه آنلاین ګرافیک ډیزاین سټوډیو یو چې موږ خپل خدمات د ټولنیزو رسنیو له لارې وړاندې کوو. موږ د مسلکي ډیزاینرانو لپاره فرصت لرو چې زموږ له ټیم سره یوځای شي او له کوره کار وکړي.
که تاسو د ګرافیک ډیزاین یا موشن ګرافیک تجربه لرئ، دا ستاسو لپاره یو ښه فرصت دی! موږ د مسلکي او تجربه لرونکو ډیزاینرانو په لټه کې یو، چې زموږ سره د فیصدي پر بنسټ کار وکړي، یا هم د معاش پر سر موافقې ته ورسېږو.
دندې شرایط او اړتیاوې:
مهارتونه او تجربې:
تسلط په Photoshop، Illustrator، او نورو ډیزاین پروګرامونو
د موشن ګرافیک مهارتونه، په ځانګړي ډول په Adobe After Effects، Premiere Pro، DaVinci Resolve
د ویډیو ایډیټینګ، لوګو انیمېشن، او نور تخنیکي مهارتونه
د ډیزاین قوي لیدلوری او تخلیقي ذهن
وضاحت او کاري شرایط:
آنلاین کار دی؛ اړتیا نشته چې له کوره ووځئ
کار مشخص وخت نهلري، پروژه درلېږل کېږي، او تاسو ته د ډیزاین لپاره وخت درکول کېږي
د انټرنیټ لاسرسی او د آنلاین کار کولو تجربه اړين
د انټرنیټ له ویبسایټونو سره بلدتیا، او د ټولنیزو رسنیو مدیریت مهارت
د ژبې مهارتونه:
د ملۍ ژبو ترڅنګ باید انګلیسي سره هم بدلتیا ولرئ.
که تاسو فکر کوئ چې دا فرصت ستاسو لپاره مناسب دی، خپل CV موږ ته د لاندې ایمیل له لارې راولیږئ:
Email: [email protected]
موږ د مسلکي او خلاقو ډیزاینرانو په لټه کې یو، که تاسو دا مهارتونه لرئ، نو زموږ سره یوځای ش!
د الازهر خصوصي ښوونځی ښوونکو ته ضرورت لري؛
اسلامیاتو برخه:
* دوه تنه د قرانکريم د تدریس لپاره
* درې تنه د ديني ښوونې د تدريس لپاره
د ژبو او ادبیاتو برخه:
* يو تن د عربی مضمون د تدريس لپاره
* يو تن د دری مضمون د تدريس لپاره
* درې تنه د انګليسي مضمون د تدريس لپاره
د کمپیوټر برخه:
* دوه تنه د کمپيوټر د مضمون د تدريس لپاره
د ساینسي مضامینو او ریاضیاتو برخه:
* يو تن د فزيک مضمون د تدريس لپاره
* يو تن د بيولوژي مضمون د تدريس لپاره
* يو تن د رياضي مضمون د تدريس لپاره
* يو تن د ساينسي تجربو د ترسره کولو لپاره
د ټولنیزو علومو او خطاطۍ برخه:
* يو تن د ټولنيز مضمون د تدريس لپاره
* يو تن د خطاطۍ او املا مضمون د تدريس لپاره
د نورو معلوماتو لپاره په لاندې شمېرو اړيکه ونيسئ او يا هم د ښوونځي ادارې ته تشريف راوړئ.
په درنښت
د الازهر خصوصي ښوونځي اداره
اړيکې :0777867272 / 0776464656
پته : متون تپه د لوی دولتي ګدام ترڅنګ شمال لوری ، خوست افغانستان
النور خصوصي عالي لېسه ښوونکو ته اړتیا لري.
1. فزیک
2. کیمیا
3. بيولوژي
4. انګليسي
5. کمپيوټر
په شرایطو برابر کسان دې خپل غوښتنلیکونه او تعلیمي سوابق د یادې لېسې ادارې ته وسپاري.
پته: د بې سرحده زېږنتون شمال لوری د بوم بوم سرویس ترڅنګ.
موبایل شمېرې:
0779541721
0776769862
❤️
👍
😂
😮
☔
💋
💖
🙏
🤲
110