
❤️🔥👑ࢪۤٛنࣲۤـ❢ځࣲ٘ۅ͗ࢪࣨ✮ز̝٘ړهࣲۤ👑❤️🔥
February 27, 2025 at 04:16 PM
_*د نــــــاول نـــــــــــــوم* *زࢪو🥹*_
_*برخــــــه:دریــــــمـــــه بࢪخه😍*_
_*نشࢪونکى:*_ _*꧁̤̈✨̤̈𝑯̤̈𝒆̤̈𝒍̤̈𝒂̤̈𝒍̤̈☆̤̈𝑲̤̈𝒊̤̈𝒏̤̈𝒈̤̈✨̤̈꧂̤̈*_
*🪀+93730380049🪀*
=======================
#عاجل_نوټ: واقعاً که چا ته ناول خوند ورکوي، که لوستلى يې وي، وا وا، که نه، نو ضرور د ولولي، بې حده ښکلى او پنده ډک دَ مينې ناول دى، که مو ونه لوست، باوري يم چې يوه ورځ به څوک درته ددې ناول کيسه کوي او ته به يې ضرور بيا هم لولې.
-----------------
جونګړې ته لاړ، طوطي يې کونج ته پرېښود، غلی کېناست.
لاس ته يې وکتل، پر خړ پوستکي يې د طوطي تېرو نوکانو سرې ليکې
جوړې کړې وې.
ولاړ شو، د جونګړې يواځينۍ درېڅې ته ودرېد، لمر ته د ورېځو سپينه
لويه ټوټه ور روانه وه. په نور اسمان پسې يې وکتل، د غره تر څوکې
پورې شين و.
کړپ شو، په بېړه يې مخ واړاوه، سترګې يې رډې راوختې، چيغه يې
کړه!
_پام!
په وچو وينو سور، سپين ټکری يې له غولي را پورته کړ، ګوتې يې پرې
وتپولې، څنډه يې لنده وه.
سړي ړنګې خټينې کاسې ته لاس کړ، کاسه د طوطي تر سر تېره شوه، پر
دېوال ولګېده، طوطي کرېژه کړه، د کاسې ماتې ټوټې راولوېدې.
سړی دېوال ته کېناست، ټوخي واخيست، يودم يې ټکری پر ټټر پورې
ټينګ ونيو، له سترګو يې راڼه څاڅکي را مات شول، پر سپېرو ډنګرو
اننګو ورغړېدل، د ږېرې په ګڼو تورو وېښتو کې ورک شول.
ورو يې وويل:
_اه، زرو! وبښه، ستا ټکری مې سم نه و راځړولی.
د باندې ووت، ټکری يې پر وښو هوار کړ، د ټکري تر څنګ اوږد وغځېد.
پورته يې وکتل، په هسکه طياره پسې دوې سپينې ليکې روانې وې.
د سړي سترګې سره ورغلې، يو وخت يې باڼه خلاص کړل، طوطي يې پر
ټټر ناست و. سړی وښورېد، طوطي وښو ته ټوپ کړل.
سړي وويل:
_په ځينو خبرو بايد پوه شې.
ټکری يې ور واخيست، جونګړې ته ننوت. طوطي يې په درېڅه کې
کېناوه، ويې ويل:
_ها کونج ته ايښی ګيلاس، دېګ، بدنۍ، اره، توره چايجوشه ... بلا نه
وهي، له اوسپنې جوړ دي، د ايږ پوستکی او بالښت هم نه خرابېږي،
فرش هم نه شته چې چټل شي، خاورې دې، مازې جارو غواړي، خو...
غلی شو، په وچو وينو لړلی ټيکری يې د ښځينه زړو جامو تر څنګ را
وځړاوه، طوطي ته يې وکتل، ويې ويل:
_خو له دې دوو جوړو جامو او ټکري ليرې ګرځه! نه به مښوکه ور وړې
او نه هم تېره نوکان.
غلی شو، ويې ويل:
_هو رښتيا! ټوپک هم هېر نه کړې.
سړي ټوپک ته لاس ور وغځاوه، له کاشه يې يو يو کارتوس را وايست،
لمن يې پرې تېره کړه، طوطي ته يې وکتل، ويې ويل:
_لس کارتوسه ول، خو څلور ترې وېشتل شوې دي، يوه ګولۍ د يوې
هوسۍ سر ته سيخه شوه، د خولې خلاصېدو ته نه شوه پاتې، پوهېږې،
دې ته جنګي کارتوس وايې، د مردکۍ غوندې يوه غټه چره لري، دوې
نورې يوه اېږ وخوړې، پوستکی يې وينې، لوی و، په يوه ګولۍ يې چاره
نه کېده، څلورمه د يوه انسان تر زړه وخته.
سړي بېرته کارتوس په کاش کې واچول، طوطي ته يې وکتل، ويې ويل:
_د وزر زخم دې لا تازه دی، راځه، يوه چاره به يې وکو.
ټوپک يې غاړې ته واچاوه، طوطي يې ور واخيست، د باندې ووت، ويې
ويل:
_يوه بله! د زرو له قبره به هم لېرې ګرځې، د قبر پر سر ګلان په اواره کې نه
موندل کېږې، غره ته پسې ختلی يم، يو يو مې له رېښو سره راکښلی دی،
دا دوه کاله لومړۍ څړمنی ( پسرلى ) همداسې کوم، خو دا ګلان ډېر
نازک دي، د يخنۍ تاب نه لري، د غره پر سر د لومړۍ واورې سوړ باد يې
وچ کړي.
سړي ګام واخيست، طوطي يې له اوږې وښوېد، خو د پښو تېره نوکان يې
د سړي د واسکټ شکېدلې جېب ته سيخ شول، روغ وزر يې ورپاوه،
بېرته اوږې ته وخوت.
سړی لاندې درې ته کښته شو، د سيند اوبه د غره له پرښو سره لګېدلې،
سپين ځګونه يې پر سر روان ول....
سړی د اوبو له ژۍ سره مخ پورته لاړ، لنډ راتاو شو، غره ته وخوت، د ګڼو
ونو په مينځ کې ودرېد، شاوخوا يې وکتل، ټيټ شو، يو سپين ګل يې را
وشکاوه، سترګو ته يې ونيو، د ګل په سپينو پاڼو کې سرې نرۍ ليکې
تېرې وې.
د ګل پر پاڼه يې غاښونه ټينګ کړل، لاړې يې تو کړې، ويې ويل:
_نه پوهېږم، هېر مې دي، ډېر وخت ووت، خو زرو همداسې يو ګل را
شکولی و.
له ونو ووت، په بوټو کې مخکې لاړ، اخ يې کړل، کېناست، تېره اغځی
يې تر زاړه بوټ وتلی و. بوټ يې وايست، د کيڼې پښې د بټې ګوتې
لاندنۍ برخه يې وينې وه.
په بوټ کې نښتی اغزی په اسانۍ وخوت، بېرته يې ګامونه واخيستل،
يوه هسک بوټي ته ودرېد، د ګل وړه پاڼه يې په خپلو ګوتو کې وسولوله،
ګوتې يې ژبې ته ور وړې، ويې ويل:
_دا خو هيڅ خوند نه لري.
طوطي يې له اوږې ټوپ کړل، ګڼ بوټي ته ننوت.
سړي وخندل:
_نه نو، اوس سره ملګري يو، کله دې پرېږدم.
لاس يې ور وغځاوه، طوطي يې له نريو څانګو را وايست، په خپل
ځنګانه يې کېناوه، ورو يې وويل:
_ګوره! له ډېر وخته راهيسي مې انسان نه دی ليدلی، کله کله جونګړې
ته نږدې د چهار مغزو ونې ته غږېږم، د زرو کيسې ورته کوم، خو ونه يې
نه اورې، نه پوهېږم، يا به ماته همداسې ښکاري، خو اوس ته په ګوتو
راغلی يې، نو دومره نخرې مه کوه.
ولاړ شو:
نور بيا...
*هتمن لایڪ یی کړی خوږو💓*
╔══ஓ๑♡๑ஓ══╗
♡✰𝐻̤̈𝑒̤̈𝑙̤̈𝑎̤̈𝑙̤̈✰𝐾̤̈𝑖̤̈𝑛̤̈𝑔̤̈✰♡
╚══ஓ๑♡๑ஓ══╝

❤️
👍
🫏
😂
💓
😢
🍆
💯
🤍
🖕
146