
🍂𝑴𝒚 𝑳𝒊𝒇𝒆🌹 زمــــــــــــــاژوند🍁
February 27, 2025 at 09:05 PM
داللہ تعالیٰ په ذات کی دهغه متعلق وسوسه راتلل او دهغه علاج
سوال:
السلام علیکم ورحمت اللہ وبرکاته
مفتی صاحب
ماته داللہ تعالٰی په باره کي وسوسہ راځي
یوه داسی خبره راته وکړه چی زما يقين مضبوط سی
زما بیره ده چي داسی نه چی ایمان را څخه خارج سي ۔
کچيري دیو شخص په دماغ فکر کی د اللہ تعالی دیوصورت دوسوسہ په شکل راسی او دی هغه لیری کوی دذهن څخه او دده پوره یقین ایمان هم پر دغه باندی وي چی کم صورت شکل زما په دماغ کی دی اللہ تعالی هغسی نه دی نو ددغه شخص څه حکم دی ؟
په دغه وسوسو سره دده په ایمان کی یو څه فرق راځي که یا خدا نخواستہ؟
او دده لپاره څه کول پکار دی چي ددغه وسوسو څخه ځان وساتي ؟ستاسو به ډیره مهرباني وی کچيري پوره معلومات راکړئ !
جواب
وعلیکم السلام ورحمت اللہ وبرکاته
غیر اختیاري وسوسې راتلل او بد بلل دا دایمان علامه ده ، په حدیثِ مبارک کی راځي میں : "
دحضرت ابوہریرہ رضی اللہ عنہ څخه روایت دی چي د صحابہ کرام رضی اللہ تعالیٰ عنہم څخه یو څه خلګ د نبی ﷺ په خدمت کي حاضر سول او پوښتنه یی وکړل چي موږ خپل په زړو کی یو څه داسی خیالات راځی چی په موږ کي یو هم دهغه بیان نسي کولي ، رسول الله ﷺ وفرمايل آیا واقعی تاسو داسی شي پیدا کوي چي په زړه کي مو داسی وسوسی راځي ؟ (یعنی دغه تاسو گناہ بولی )
صحابہ کرام رضی اللہ تعالیٰ عنہم جواب ورکړ هو بلي ! رسول الله ﷺ وفرمايل دغه ښکاره ایمان دی ۔
" عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: جَاءَ نَاسٌ مِنْ أَصْحَابِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَسَأَلُوهُ: إِنَّا نَجِدُ فِي أَنْفُسِنَا مَا يَتَعَاظَمُ أَحَدُنَا أَنْ يَتَكَلَّمَ بِهِ، قَالَ: «أَو قد وجدتموه»؟ قَالُوا: نعم. قَالَ: «ذَاك صَرِيح الْإِيمَان» . رَوَاهُ مُسلم". (مشكاة المصابيح (1/ 26)
ملاعلی قاری رحمہ اللہ فرمائی: دصحابہ ؤ دغه جملہ " چی موږ په زړو کی یو څه داسی خیالات داسی پیدا کو او په زړو کی مو راځي چی په موږ کي یو هم هغه دزړه وساوس نسی بیان کولي " ددی مطلب دادی چي موږ خپل په زړو کي ” بد شیان محسوس کوو بد خیالات راځي، مثلاً: اللہ چا پیدا کړي دي ؟ او هغه څنګه دی ؟ او دڅشی څخه دی ؟ او دغه رکم نور شيان په زړه کي راځي چي دهغو بیان کول هم مشکل دی ، ددی وجه څخه چي موږ ته معلوم دی چي دغه بدی خبری بد خیالات او ددغو څخه یو شی هم داسی نه دی چي موږ دی پر هغه اعتقاد یقین ولرو ، بلکہ موږ پوهيږو چي اللہ تعالی قدیم دی د ازل څخه ، دهر شي خالق دی ، مخلوق نه دی ، نو دداسی خيالاتو چی زموږ په زړو کی راځي ددغو څه حکم دی؟ نو رسول الله ﷺ دا جواب ورکړي چی دغه ښکاره ایمان دی ، ددی وجه څخه چي کله ستاسو په زړو کي دغه وسوسی راځي وروسته ته یی تاسو شاته غور زوي، او تاسو یی پخپله بد بولي ، نو دغه ستاسو د ایمان علامه ده ۔
مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح (1/ 136):
"( «في أنفسنا ما يتعاظم أحدنا أن يتكلم به» ) أي: نجد في قلوبنا أشياء قبيحة نحو: من خلق الله؟ وكيف هو؟ ومن أي شيء؟ وما أشبه ذلك مما يتعاظم النطق به لعلمنا أنه قبيح لايليق شيء منها أن نعتقده، ونعلم أنه قديم، خالق الأشياء، غير مخلوق، فما حكم جريان ذلك في خواطرنا؟ ... (صريح الإيمان) أي: خالصه يعني أنه أمارته الدالة صريحاً على رسوخه في قلوبكم، وخلوصها من التشبيه، والتعطيل؛ لأن الكافر يصر على ما في قلبه من تشبيه الله سبحانه بالمخلوقات، ويعتقده حسنا، ومن استقبحها، وتعاظمها لعلمه بقبحها، وأنها لاتليق به تعالى كان مؤمناً حقاً، وموقناً صدقاً فلا تزعزعه شبهة، وإن قويت، ولا تحل عقد قلبه ريبة، وإن موهت، ولأن من كان إيمانه مشوباً يقبل الوسوسة، ولايردها".
ددی وجه څخه ددغه وسوسو په راتلو سره پریشانی خفګان مه کوئ ، او ددغه علاج دادی چي دهغه طرف ته بالکل توجه مه ورکوئ ، بعض علماءو په وساوس باندي دمبتلا اشخاصو دتسلی او تسکین لپاره ویلی دی چی څرنګه غل دهغو کور ته راځي چي هلته یو څه مال اومتاع وی ، داغه رکم چي په کم زړه کي ایمان وي نو شیطان هلته راځی وسوسو وراچوي نو ستاسو په زړه کي دغه بد بلل دا دقوی ایمان علامه او دشیطان مقابله ده ۔
"وقيل: المعنى أن الوسوسة أمارة الإيمان؛ لأن اللص لايدخل البيت الخالي". (مرقاة المفاتيح 1/ 137)
ددی وجه څخه دغه وسوسو ته په زړه کي ځای مه ور کوي ، ددغه وسوسو په مقتضی عمل یا دخلګو په مخ کي دهغو ویل ښکاره کول مه کوئ ، بلکہ دغه خیال وه غور ځوي او دالله تعالی ذکر ډیر کوی په ښه اهتمام سره ۔
پخپله په یو بل حدیثِ مبارک کي رسول الله ﷺ ددغه علاج فرمائی، ملاحظہ :
"ابوہریرہ رضی اللہ عنہ فرمائی چي رسول اللہ ﷺ وفرمايل چي شیطان تاسو ته یو چاته راځي نو درته وايي چي دغه رکم چي دغه چا پیدا کي ؟ دغه رکم چا پیدا کي ؟ تر دغه اندازه پوري چی هغه درته وايي چي ستا رب خدای چا پیدا کړي دي ؟ نو کله چي هغه دغه ځای ته ورسیږي نود اللہ تعالی څخه پناہ وه غواړي او خپل ځان ددغه وسوسہ څخه بند کړی وساتي .
په یو بل حدیث کی راغلي دي چي دابو ہریرہ رضی اللہ عنہ څخه روایت دی چي رسول اللہ ﷺ وفرمايل چي همیشه خلګ یو دبل څخه پوښتني کوی تر دغه اندازه پوری چی دغه ووايي چي مخلوق اللہ پیدا کړی دی ؟ نو اللہ چا پیدا کړی دی؟ نو کم څوک چي داسی یو وسوسہ خپل په زړه کي پيداکړي نو هغه دی ووايي چي ما پر اللہ ایمان را وړی دی، په بل روایت کی دغه اضافہ دی ، چی پر اللہ او دهغه پر رسول باندي مي ایمان راوړي دي.
"وَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " يَأْتِي الشَّيْطَانُ أَحَدَكُمْ فَيَقُولُ: مَنْ خلق كَذَا؟ مَنْ خَلَقَ كَذَا؟ حَتَّى يَقُولَ: مَنْ خَلَقَ رَبَّكَ؟ فَإِذَا بَلَغَهُ فَلْيَسْتَعِذْ بِاللَّهِ وَلْيَنْتَهِ".
وَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " لَا يَزَالُ النَّاسُ يَتَسَاءَلُونَ حَتَّى يُقَالَ: هَذَا خَلَقَ اللَّهُ الْخَلْقَ فَمَنْ خَلَقَ اللَّهَ؟ فَمَنْ وَجَدَ مِنْ ذَلِكَ شَيْئًا فَلْيَقُلْ: آمَنت بِاللَّه وَرُسُله".(مشكاة المصابيح (1/ 26)
ددی وجه څخه ددغه وسوسو د علاج لپاره پر مذکورہ نسخہ نبوی ﷺ باندي عمل وکړي، او دهغه سره سره دغه اعمال کوی :
(1) أعُوذُ بِالله (2) اٰمَنْتُ بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِه ورد کوه ۔ (3) هُوَ الْاَوَّلُ وَالْاٰخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيْم (4) نیز رَّبِّ اَعُوْذُبِکَ مِنْ هَمَزٰتِ الشَّیٰطِیْنِ وَاَعُوْذُ بِکَ رَبِّ اَنْ یَّحْضُرُوْنِ دغه هم ډیر وایه ددي ویل دهر قسم شیطانی شکوک وسوسو د لیري کولو لپاره مفید دی ۔
فقط
واللہ اعلم بالصواب
❤️
👍
🤲
😮
😘
🫣
89