🍂𝑴𝒚 𝑳𝒊𝒇𝒆🌹 زمــــــــــــــاژوند🍁
🍂𝑴𝒚 𝑳𝒊𝒇𝒆🌹 زمــــــــــــــاژوند🍁
March 1, 2025 at 07:58 AM
*`د رمضان المبارک په میاشت کي کم ذکر زيات افضل دی ؟`* سوال: په رمضان المبارک کي کم ذکر کول زیات افضل دی ؟ جواب: په رمضان روژه کی دیو فرض عمل ثواب د٧٠ اویا فرض سو د ثواب سره برابر کول کیږي، اودیو نفل عمل ثواب دیو فرض د ثواب سره برابر کول کیږي سبحان الله، لیکن په رمضان کي دیو خاص ذکر کولو افضل کیدل متعین نه دی ، البتہ په حدیث شریف کی راغلی دی چي دروژی په میاشت کی څلور شیان تاسو په ډیره زیاته اندازه سره کوي ،چي په هغو کي دوه داسي شيان دی چي ته د هغه په ذريعه سره الله تعالی راضی اوخوش حاله کی ، او دوه داسي شيان دي چي ته دهغو څخه چارا نه لری ، اول دوه شيان چي په هغه سره ته خپل رب راضی کړي هغه : کلمه طیبہ او استغفار ډیر ويل دی ، او دویم هغه دوه شيان هغه : دجنت طلب غوښتنه اود جهنم څخه زیاته پناہ غوښتل دی ۔ یعنی دغه کلمات په زیاته اندازه سره وایه : `"لَا إِلٰهَ إِلَّا اللّٰهُ، أَسْتَغْفِرُ اللّٰهَ، أَسْأَلُكَ الْجَنَّةَ وَ أَعُوْذُبِكَ مِنَ النَّارِ."` د کلمہ طیبہ او استعفار فضیلت په عامه ورځو کی هم ثابت دی ، په احادیثو کی کلمہ طیبہ ویلو ته افضل الذکر ویل سوی دی ، او په اعمال نامہ کی د استغفار په زيات کثرت ویلو سره خوشخبری او بشارت زیری کړل سوی لیکلی دی ؛ ددی وجه څخه په رمضان دروژی په میاشت کي دقرآن کریم د تلاوت سره سره کلمہ طیبہ او استغفار هم په زیاته اندازه سره واياست ۔ "عن سعيد بن المسيب عن سلمان قال : خطبنا رسول الله صلى الله عليه و سلم في آخر يوم من شعبان فقال: أيها الناس قد أظلكم شهر عظيم، شهر مبارك، شهر فيه ليلة خير من ألف شهر، جعل الله صيامه فريضة، وقيام ليله تطوعا، من تقرب فيه بخصلة من الخير، كان كمن أدى فريضة فيما سواه، ومن أدى فيه فريضة، كان كمن أدى سبعين فريضة فيما سواه ... واستكثروا فيه من أربع خصال : خصلتين ترضون بهما ربكم و خصلتين لا غنى بكم عنهما فأما الخصلتان اللتان ترضون بهما ربكم فشهادة أن لا إله إلا الله و تستغفرونه و أما اللتان لا غنى بكم عنهما فتسألون الله الجنة و تعوذون به من النار." (أخرجه ابن خزيمة في صحيحه في باب فضائل شهر رمضان (3/ 191) برقم (1887)، ط. المكتب الإسلامي - بيروت ، 1390 - 1970) او یو روایت دی چي دماخستن تر لمانځه وروسته تردوه رکعت سنت کولو وروسته چي کم څوک څلور رکعته نفل په یو سلام سره وکړي تر هغه وروسته بیده سی نو ددغه څلور رکعته نفلو ثواب دشب قدر دشپي دعبادت سره برابر دی . په دغه سلسلہ کی وارد شدہ روایات دلته لاندی بیان سوی دی : 1- مرفوع روایت چي هغه د سیدنا عبد اللہ بن عباس رضی اللہ عنہ څخه را نقل سوي دي ، فرمائے : "صَلَّى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ العِشَاءَ، ثُمَّ جَاءَ، فَصَلَّى أَرْبَعَ رَكَعَاتٍ، ثُمَّ نَامَ". ترجمہ: رسول اللہ صلی اللہ علیہ وآلہ وسلم دماخستن لمنځ ادا کی بیا کورته راغی نو څلور رکعته یی ادا کړل , بیا بیده سو ۔ (صحیح البخاری : 697) 2- سیدنا عبد اللہ بن عمرو بن العاص رضی اللہ عنہ فرمائے : «مَنْ صَلَّى أَرْبَعًا بَعْدَ الْعِشَاءِ كُنَّ كَقَدْرِهِنَّ مِنْ لَيْلَةِ الْقَدْرِ». ترجمه: کم چاچي دماخستن تر لمانځه وروسته څلور رکعته اداکړل , نو هغه په لیلۃ القدر کی چی کم رکعتونه کوی داهم دهغو رکعتو سره برابر کول کیږي ۔ ( مصنف ابن ابی شیبۃ : 7273) 3- ام المؤمنین سیدہ عائشہ صدیقہ رضی اللہ عنها فرمائی : «أَرْبَعٌ بَعْدَ الْعِشَاءِ يَعْدِلْنَ بِمِثْلِهِنَّ مِنْ لَيْلَةِ الْقَدْرِ». ترجمه: دماخستن تر لمانځه وروسته څلور رکعته کول په لیلۃ القدر کی دهغو رکعتو دکولو سره برابر دی ۔ (مصنف ابن ابی شیبۃ : 7274) 4- سیدنا عبد اللہ بن مسعود رضی اللہ عنہ فرمائے : «مَنْ صَلَّى أَرْبَعًا بَعْدَ الْعِشَاءِ لَا يَفْصِلُ بَيْنَهُنَّ بِتَسْلِيمٍ، عَدَلْنَ بِمِثْلِهِنَّ مِنْ لَيْلَةِ الْقَدْرِ». ترجمہ: کم چاچي دماخستن ترلمانځه وروسته په یوه سلام سره څلور رکعته ادا کړل ,نو هغه په لیلۃ القدر کی دهغو رکعتو دکولو برابر کول کیږي ۔ ( مصنف ابن ابی شیبۃ :7275) ددی وجه څخه دغه څلور رکعته نوافل په دغه نیت سره کول جائز دي. واللہ اعلم باالصواب *حــق يــ🌙ــار*
❤️ 👍 ♥️ 🌹 🤲 58

Comments