سرباز کوچی شمال نیوز
سرباز کوچی شمال نیوز
February 27, 2025 at 08:50 AM
نیټه 1403/12/9 ورځ پنجشنبه د ټولگټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس واېې : ‏دسالنګونو لویه لار د مسافر وړونکو وسایطو پرمخ پرانیستل شوه د سالنګونو لویه لار، چې تیره شپه ۷:۰۰ بجې د واورې تیز اورښت، طوفان او لیدلو ساحې د کمښت له امله د ترافیکو برمخ تړل شوې وه، دامهال د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې پرسونل په شپه او ‏ورځ هڅو له واورو څخه پاک کاري او د مسافر وړونکو وسایطو پرمخ پررانیستل شوه د یادونې وړ ده، چې په سالنګونو کې د واورې بیاوریدل او طوفان هم اټکل شوی دی او یاده لویه لار به د هېواد والو د مالي او ځاني زیان د مخ نیوي په موخه د واورې اورښت د پیلیدو سره ممکن بیا د ترافیکوپرمخ وتړل شي‏ټولګټو وزارت هڅه کوي چې د هوا په برابریدو سره یاده لویه لار د هر ډول ( بار وړونکو او مسافروړونکو) وسایطو پرمخ پررانیزي، یاد وزارت له ټولو درنو هېوادوالو، موټرچلوونکو او مسافرانو څخه په درنښت هیله کوي، چې د وسایطو لپاره ځنځیر( چین)، ژمني توکي او ګرمې جامې له ځان سره ولري. سرباز کوچی شمال نیوز https://whatsapp.com/channel/0029VaYRrC22kNFrsYrjxJ13
❤️ 👍 ♥️ 🇦🇫 😮 13

Comments