
آمریت منابع و اداره ریاست معارف شهر کابل
February 28, 2025 at 04:09 PM
*د روژې مبارکې مياشت په رارسېدو دمبارکئ پيغام!*
,
شهر رمضان الذي انزل فيه القرآن هدی لناس الآيه
,
دروژې مبارکى مياشت يا دالله جل جلاله مياشت په رارسېدو دزړه له تله تاسو او ستاسو درنى کورنئ ملګرې ، متعلقين ، ټول امت مسلمه او ګرانو هيوادوالو ته مبارک او مبارکباد وايم . دلوي متعال رب العلمين له دربار څخه دنېکو طاعاتو او عباداتو هيله لرم : لکه څنګه چې ددې بهترينى مياشت فضایل او تبرکات دالله جل جلاله په مبارک کلام القرآن الکريم او ددواړو جهانو سردار حضرت محمد صلي الله عليه وسلم په مبارکو ارشاداتو تفصیلى بيان شوي ، زموژ عقيده ، عقايد ، مالي او بدني ټول عبادات الله جل جلاله ته مختص او دالله جل جلاله رضا حاصلول ددنیا او آخرت دکامیابي لامل کيږي . داسلامي امارت نظام سره دتل په څېر لاسونه يو کړو او ټول په متحد ډول نړي ته داسلامي حکومتداري اصل او اساس چې ټول نړي ته الګو شو . پکار ده چې دټولنې او هيواد ټول قشرونه ګډ کار ته ودانګو او خپل مټى دهيواد آبادلو ، ښېرازئ او په ټولو برخو کې دهيواد ځان بساينې ته جوګه کولو لارې پرانيزو ، دپرديو شومو اهدافو او شايعاتو ښکار نشو . دا په تېر څو لسيزو کې ثابته شوه چې هيڅ بهرنئ هيواد زموږ هيواد کې نه غواړي چې يوه مرکزي رهبري او حکومت وجود ولري . او داهم ثابته شوه . چي پردي هيوادونه خپلى ګټى پالي نه زموږ ګټې .نو اړينه بولم چې راځئ خپل اسلامي امارت خپل نظام او لکه څنګه چې نظام مو دي په ګډه دخپل نظام سره ودريږو او مسوليت په غاړه واخلو . اسلامي نظام مو نظام او هيواد مو هيواد ديو په ځان بسيا او په ځان متکي افغانستان په هيله
انشاالله تعالي
مولوی محمد اسحق مقدس
د سرچینو او اداری آمر
❤️
👍
🤲
🙏
🫀
42