دماسټری اسنادو لارښونی اومعلوماتی ګروپ
February 18, 2025 at 05:36 AM
د ازموینو ملي ادارې په کابل ولایت کې د پوهنې وزارت اړوند د ښوونکو او اداري پنځم او شپږم بستونو د ازموینې ګډونوالو لپاره د کارتونو وېش او بایومتریک معلوماتو ثبت لړۍ نن پیل کړه.
دغه لړۍ چې د ګډونوالو د معلوماتو ثبتولو په موخه ترسره کېږي، تر پنجشنبې ورځې به دوام ولري. د دې پروسې په ترڅ کې د ګډونوالو کارتونه وېشل کېږي او بایومتریک معلومات به یې ثبت شي. دا چاره د ازموینې پروسې د روڼتیا او شفافیت په موخه ترسره کېږي، څو په ازموینه کې د جعل او فساد مخه ونیول شي.
یاده ازموینه به د جمعې په ورځ( کب ۳ مه) نېټه په مرکز کابل کې واخیستل شي.
❤️
👍
27