🌏دی اسلامی نڑی دینی ادارہ❤️
🌏دی اسلامی نڑی دینی ادارہ❤️
March 1, 2025 at 01:54 AM
*#اهل_سنت_او_جماعت_ورونو!* *د روژې مبارکه مياشت د انسان د روح لپاره پسرلی دی، د دې مياشتې د عبادت له ځانګړتیاو څخه د ورځې روژه او د شپې قیام (تراویح) دی، چې لوی اهمیت لري. په حديث شريف کې پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: «إن الله تبارک وتعالی فرض صيام رمضان و سننت لکم قيامه».(ژباړه: الله پاک د روژې مبارکه مياشت پر تاسو فرض کړی، او په هغو شپو کې قيام (تراويح) تاسو لپاره سنت ګرځول شوی دی[۱]. ددغې مياشتې له برکتونو یو دا دی، چې د يو نفل ثواب په کې د فرض هومره ثواب او د يو فرض ثواب په کې د(۷۰) فرضو له ثواب سره برابر دی، [۲] نو ځکه به اولياء کرامو د دغې مياشتې هره لحظه غنيمت ګڼله او يوه شېبه يې هم نه ضا يع کوله، په دې فکر چې بيا به دا زمونږ نصیب شي که نه. رسول اکرم صلی الله علیه وسلم به په دې مياشت کې ډېرزیات عبادت کاوه. حضرت عايشه صديقه رضي الله عنها فرمايي: «کان رسول الله صلی الله عليه وسلم إذا دخل شهر رمضان، شد مئزره، ثم لم يأت فراشه حتى ينسلخ». ژباړه: (کله به چې د روژې مياشت داخله شوه، پېغمبر صلی الله علیه وسلم به خپله مبارکه ملا تړله اوخپل بسترته به نه راته، تر دې پورې چې مبارکه مياشت به ختمه شوه).[۳] د روژې اخرو لس ورځو کې به حضور صلی الله عليه وسلم د عبادت ډېرکوشش کاوه، د دې په اړه حضرت عايشه رضي الله عنها فرمايي: «کان رسول الله صلی الله عليه وسلم يجتهد في العشر الأواخر، ما لا يجتهد في غيره». ژباړه: (رسول اکرم صلی الله عليه وسلم به په اخري لس ورځو کې د عبادت ډېرزيات کوشش کاوه، چې په نورو ورځو کې به يې هومره کوښښ نه کاوه).[۴] دغه مبارکه مياشت کې به حضور صلی الله عليه وسلم خپل امت عبادت ته ډېر هڅاوه، لکه چې حضرت ابوهريره رضي الله عنه فرمايي: «عن ابي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلی الله عليه وسلم قال: من قام رمضان إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه». ژباړه: (پېغمبر صلی الله عليه وسلم ويلي: هر څوک چې د ايمان په حالت او د ثواب په نيت د تراويح لمونځ اداکړي، الله جل جلاله يې تېرګناهونه ورته بښي).[۵]* *دغه حديث شريف نه معلومه شوه، چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم خپله په روژه مبارکه کې ډېر عبادت کاوه، او امت به يې هم په دغه مبارکه مياشت کې ډېر عبادت ته هڅاوه، هر سړی بايد کوښښ وکړي چې په دغه مبارکه مياشت کې ډېر عبادت وکړي.*
Image from 🌏دی اسلامی نڑی دینی ادارہ❤️: *<a class="text-blue-500 hover:underline cursor-pointer" href="/hashta...
❤️ 1

Comments