
🌏دی اسلامی نڑی دینی ادارہ❤️
March 1, 2025 at 01:54 AM
*د وهابیانو پر ضد یې شېر کړئ.👇👇👇*
*تراویح شل رکعات دی:*
*لومړۍ برخه*
*بسم الله الرحمن الرحيم*
*د “تراويح” معنا*
*تراويح د ترويحة مصدر جمع ده چې د استراحت په معني ده؛ نو څرنګه چې له هرو څلورو رکعاتو وروسته د تراويحو په لمانځه کې استراحت کېږي، له همدې امله دغه لمونځ په “تراويح” ونومول شو( [1]).*
*د تراويحو فضيلت*
*ګڼ شمېر احاديث د تراويحو په فضيلت کې راغلي دي چې ځينې يې لاندې را اخلو:*
*۱: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يُرَغِّبُ فِي قِيَامِ شَهْرِ رَمَضَانَ مِنْ غَيْرِ أَنْ يَأْمُرَ بِعَزِيمَةٍ ويَقُولُ: ” مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ ” قَالَ ابْنُ شِهَابٍ: فَتُوُفِّيَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَالْأَمْرُ عَلَى ذَلِكَ، ثُمَّ كَانَ الْأَمْرُ عَلَى ذَلِكَ في خِلَافَةِ أَبِي بَكْرٍ، وَصَدْرًا مِنْ خِلَافَةِ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا([2]).*
*له ابو هريرة رضي الله عنه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به د روژې په مياشت کې خلک تراويحو ته هڅول خو په جدي توګه به يې ورته امر نه کاوه، او ويل به يې: څوک چې د ايمان له امله او د ثواب په نيت د رمضان په شپو کې عبادت وکړي، ور لره يې تېر ټول ګناهونه بخښل کېږي، ابن شهاب وايي: رسول الله صلي الله عليه وسلم وفات شو او دا امر (د تراويح لمونځ) همدارنګه و، بيا د ابوبکر په خلافت کې هم همدارنګه و او د عمر بن الخطاب رضي الله عنه د خلافت په لومړيو کې هم همدارنګه و ( چې بيا وروسته عمر رضي الله عنه ټول په يوه قاري را ټول کړل).*
*۲: عَنْ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ : أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- اتَّخَذَ حُجْرَةً فِى الْمَسْجِدِ مِنْ حَصِيرٍ فَصَلَّى فِيهَا رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- لَيَالِى حَتَّى اجْتَمَعَ إِلَيْهِ نَاسٌ ، ثُمَّ فَقَدُوا صَوْتَهُ فَظَنُّوا أَنَّهُ قَدْ نَامَ فَجَعَلَ بَعْضُهُمْ يَتَنَحْنَحُ لِيَخْرُجَ إِلَيْهِمْ فَقَالَ :« مَا زَالَ بِكُمُ الَّذِى رَأَيْتُ مِنْ صَنِيعِكُمْ حَتَّى خَشِيتُ أَنْ يُكْتَبَ عَلَيْكُمْ. وَلَوْ كُتِبَ عَلَيْكُمْ مَا قُمْتُمْ بِهِ فَصَلُّوا أَيُّهَا النَّاسُ فِى بُيُوتِكُمْ. فَإِنَّ أَفْضَلَ صَلاَةِ الْمَرْءِ فِى بَيْتِهِ إِلاَّ الصَّلاَةَ الْمَكْتُوبَةَ([3]).*
*له زيد بن ثابت رضي الله عنه څخه روايت دی وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په مسجدکې د خرما له پاڼو جوړ يوه پوزي څخه خونه جوړه کړه او په هغې کې يې څو شپې لمونځ وکړ، تردې چې خلک (صحابه کرام) ورته راټول شول، بيا يې د هغه صلی الله عليه وسلم غږ وا نه ورېد، اوګومان يې وکړ چې هغه ويده شوی دی؛ نو ځينو وټوخل څو هغه صلی الله عليه وسلم ورته ووځي؛ نو رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل: ما ستاسو هغه کړه ولېدل خو له دې ووېرېدم چې هسې نه درباندې فرض کړی شي او که درباندې فرض کړی شوې وای، تاسې به نه وې ترسره کړې؛ نو ای خلکو! په کورونو کې لمونځ وکړئ، ځکه چې له فرضو پرته د يو تن غوره لمونځ هغه دی چې په کور کې يې وکړي.*
*۳: عَنْ أَبِى ذَرٍّ قَالَ صُمْنَا مَعَ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- رَمَضَانَ فَلَمْ يَقُمْ بِنَا شَيْئًا مِنَ الشَّهْرِ حَتَّى بَقِىَ سَبْعٌ فَقَامَ بِنَا حَتَّى ذَهَبَ ثُلُثُ اللَّيْلِ فَلَمَّا كَانَتِ السَّادِسَةُ لَمْ يَقُمْ بِنَا فَلَمَّا كَانَتِ الْخَامِسَةُ قَامَ بِنَا حَتَّى ذَهَبَ شَطْرُ اللَّيْلِ فَقُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ لَوْ نَفَّلْتَنَا قِيَامَ هَذِهِ اللَّيْلَةِ. قَالَ فَقَالَ « إِنَّ الرَّجُلَ إِذَا صَلَّى مَعَ الإِمَامِ حَتَّى يَنْصَرِفَ حُسِبَ لَهُ قِيَامُ لَيْلَةٍ ». قَالَ فَلَمَّا كَانَتِ الرَّابِعَةُ لَمْ يَقُمْ فَلَمَّا كَانَتِ الثَّالِثَةُ جَمَعَ أَهْلَهُ وَنِسَاءَهُ وَالنَّاسَ فَقَامَ بِنَا حَتَّى خَشِينَا أَنْ يَفُوتَنَا الْفَلاَحُ. قَالَ قُلْتُ مَا الْفَلاَحُ قَالَ السُّحُورُ ثُمَّ لَمْ يَقُمْ بِنَا بَقِيَّةَ الشَّهْرِ([4]).*
*له ابو ذر رضي الله عنه روايت دی وايي چې له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره مو روژه ونيوله او د مياشتې په هيڅ برخه کې يې راته د شپې لخوا (د تراويحو) لمونځ را نه کړ تر دې چې اووه ورځې پاتې شوې بيا يې لمونځ راکړ، تردې چې د شپې دريمه برخه ولاړه؛ نو کله چې شپږ پاتې شوې بيا يې لمونځ را نه کړ،کله چې پنځه پاتې شوې لمونځ يې راکړ ان دا چې د شپې نيمه برخه تېره شوه؛ نو ما وويل: ای د الله رسوله! که د شپې پاته برخه نيمې شپې ته ورزياته کړې (که په پاته برخه کې هم لمونځ راکړې)! نوهغه صلي الله عليه وسلم وويل: يو تن چې له امام سره تر پايه لمونځ وکړي، د ټولې شپې ثواب ترلاسه کوي، کله چې څلور پاتې شوې بيا يې لمونځ را نه کړ؛ کله چې درې پاتې شوې، خپل کور، مېرمنې او خلک يې راغونډ کړل او بيا يې لمونځ راکړ تردې چې موږ ووېرېدو چې بريا به مو له لاسه ووځي، ابو ذر وايي: چې ما وويل چې بريا څه ده؟ هغه ځواب راکړ چې پېشلمی او بيا يې د مياشتې په پاته برخه کې لمونځ را نه کړ.*
*۴: عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ عَبْدٍ الْقَارِىِّ قَالَ : خَرَجْتُ مَعَ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ لَيْلَةً فِى رَمَضَانَ إِلَى الْمَسْجِدِ ، فَإِذَا النَّاسُ أَوْزَاعٌ مُتَفَرِّقُونَ يُصَلِّى الرَّجُلُ لِنَفْسِهِ وَيُصَلِّى الرَّجُلُ فَيُصَلِّى بِصَلاَتِهِ الرَّهْطُ ، فَقَالَ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ : وَاللَّهِ إِنِّى لأَرَى لَوْ جَمَعْتُ هَؤُلاَءِ عَلَى قَارِئٍ وَاحِدٍ لَكَانَ أَمْثَلَ. ثُمَّ عَزَمَ فَجَمَعَهُمْ عَلَى أُبَىِّ بْنِ كَعْبٍ قَالَ : ثُمَّ خَرَجْتُ مَعَهُ لَيْلَةً أُخْرَى ، وَالنَّاسُ يُصَلُّونَ بِصَلاَةِ قَارِئِهِمْ ، فَقَالَ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ : نِعْمَ الْبِدْعَةُ هَذِهِ ، وَالَّتِى يَنَامُونَ عَنْهَا أَفْضَلُ مِنَ الَّتِى يَقُومُونَ. يُرِيدُ آخِرَ اللَّيْلِ وَكَانَ النَّاسُ يَقُومُونَ أَوَّلَهُ ([5]).*
*له عبد الرحمن بن عبدالقاري نه روايت دی وايي چې د رمضان په يوه شپه کې له عمر بن الخطاب رضي الله عنه سره جومات ووتلم؛ و مو لېدل چې خلک بېلابېلې ډلې وې، يو تن به يوازې لمونځ کاوه او بل تن به لمونځ کاوه او يوې ډلې به ورپسې لمونځ کاوه؛ نو عمر رضي الله عنه وويل: په الله قسم! زه فکر کوم که دوی پر يوه قاري راټول کړم؛ نو غوره به وي، بيا يې تکل وکړ او ټول يې پر ابي بن کعب راټول کړل، راوي وايي: بيا يوه بله شپه ورسره ووتلم و مو لېدل چې خلک خپل قاري پسې لمونځ کوي؛ نو عمر رضي الله عنه وويل: دا څومره ښه نوی کار دی! او هغه چې خلک ترې ويده کېږي له هغه څه غوره دي چې کوي يې، مراد يې ترې د شپې وروستۍ برخه وه چې خلک به يې په لومړۍ برخه کې درېدل.*
*د حديث له وروستۍ برخې څرګنديږي چې د تروايح لمونځ د شپې په وروستۍ برخه کې غوره دی خو دا د هغه وخت خبره وه چې خلکو به د تراويحو لمونځ په يوازې توګه کاوه، کله چې عمر رضي الله عنه خلک پر يو امام راغونډ کړل؛ نو بيا به په جمعه سره تراويح کېدلې چې دا هغه وخت شونې ده چې د شپې په لومړۍ برخه کې وشي، ځکه چې د شپې په وروستۍ برخه کې له جمعې سره د تراويحو لمونځ ترسره کول ستونزمن دي؛ نو ځکه اوس ډېری فقهاء وايي چې د شپې په لومړۍ برخه کې يې ترسره کول غوره دي.*
*قيام شهر رمضان/تراويحو او قيام الليل/ تهجدو ترمنځ توپير*
*يادونه: تراويحو ته قيام رمضان/ قيام شهر رمضان هم ويل کېږي که څه هم د تهجدو او قيام الليل ترمنځ توپير شتون لري خو تهجدو ته قيام الليل کارول کېږي.*
*له دې مخکې چې د تروايح حکم او ثبوت باندې وغږېږو، غوره وينو چې دا ووايو چې تروايح، تهجد او قيام الليل د يو لمونځ بېلابېل نومونه نه؛ بلکې هر يو يې بېلابېل لمونځ دی چې په احاديثو، د فقهې په کتابونو، او دعلماوو په ويناوو کې پر دې خورا زيات دلائل شتون لري:*
*په احاديثو کې د تراويح نسبت رمضان ته شوی:*
*الف: له عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ويلي دي: إِنَّ اللَّهَ تَبَارَكَ وَتَعَالَى فَرَضَ صِيَامَ رَمَضَانَ عَلَيْكُمْ وَسَنَنْتُ لَكُمْ قِيَامَهُ فَمَنْ صَامَهُ وَقَامَهُ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا خَرَجَ مِنْ ذُنُوبِهِ كَيَوْمِ وَلَدَتْهُ أُمُّهُ([6]).*
*ژباړه: بېشکه الله جل جلاله د روژې مياشتې روژه فرض کړې او ما يې درته تراويح سنت ګرځولي؛ نو څوک چې يې د ايمان له امله او د ثواب په نيت ترسره کړي، له خپلو ګناهونو داسې وځي لکه مور چې يې همدا نن زېږولی وي.*
*ب: همدارنګه په مسلم کې د ابو هريرة رضي الله عنه په حديث کې دي: كَانَ يُرَغِّبُ فِي قِيَامِ شَهْرِ رَمَضَانَ مِنْ غَيْرِ أَنْ يَأْمُرَ بِعَزِيمَةٍ. ([7])*
*ژباړه: رسول الله صلي الله عليه وسلم د رمضان مياشت تراويحو ته (خلک) هڅول پرته له دې چې په جدي توګه ورته امر وکړي.*
*ج: دغه راز د فقهاوو او حديث پوهانو په ډېرو ويناوو کې د دې لمونځ نسبت رمضان ته شوی دی، د دې نسبت معنا دا ده چې دغه لمونځ له همدې مياشت سره ځانګړی دی لکه څرنګه چې صلوة الليل هغه لمونځ ته ويل کېږي چې په شپه کې ترسره کېږي، اوهغه لمونځ ته هيڅکله صلوة الليل نه شو ويلی چې په ورځ کې ترسره کېږي؛ نو همدارنګه قيام رمضان يوازې هغه لمونځ ته ويل کېږي چې په روژه کې ترسره کېږي؛ نو له رمضان پرته په نورو مياشتو کې ترسره کېدونکي لمونځ ته قيام رمضان نه ويل کېږي.*
*د تراويح او تهجد وختونه بېلابېل دي داسې چې تهجد دشپې په وروستۍ برخه کې له خوب وروسته او تراويح د شپې په لومړۍ برخه کې له خوب مخکې ادا کېږي چې دا هم د دې ښکارندوی دی چې تهجد جلا او تراويح جلا لمونځ دی([8]).*
*يادونه: د تهجد معنا لسان العرب کې داسې راغلې ده: تهجد القوم استيقظوا للصلاة او غيرها وفي التنزيل ومن الليل فتهجد به نافلة لک([9]).*
*ژباړه: تهجد القوم يعني قوم لمانځه يا بل څه ته له خوبه پورته شول.*
*روح المعاني کې دي: و أما الهاجد النائم والمصلي، هاجد ويده او لمونځ کوونکي ته وايي([10])*
*تفسير طبري کې د تهجد معنا داسې ليکي: و التهجد ما کان بعد نومة من الليل و اما الهجود نفسه فهو النوم، تهجد هغه لمانځه ته ويل کېږي چې له خوب وروسته ترسره شي او خپله هجود خوب ته ويل کېږي([11]).*
*ابن کثير رحمه الله د (ومن الليل فتهجد به نافلة لک) په تفسير کې ليکي: فإن التهجد: ما كان بعد نوم. قاله علقمة، والأسود وإبراهيم النخعي، وغير واحد وهو المعروف في لغة العرب. وكذلك ثبتت الأحاديث عن رسول الله صلى الله عليه وسلم: أنه كان يتهجد بعد نومه، عن ابن عباس، وعائشة، وغير واحد من الصحابة، رضي الله عنهم([12]).*
*ژباړه: تهجد هغه لمونځ دی چې له خوب وروسته وي، دا د علقمة، اسود، ابراهيم نخعي او له دوی پرته د نور علماءوو قول دی او په عربي ژبه کې يې همدا مشهوره معنا ده، او په هغو احاديثو کې چې له ابن عباس، عائشة او نورو صحابه وو رضوان الله عنهم اجمعين څخه روايت شوي، راغلي دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به له خوب وروسته تهجد کول.*
*محمد صلی الله عليه وسلم به تل تهجد (قيام الليل) له خوب وروسته ترسره کول کله به يې لږ غوندې خوب کاوه او د شپې په لومړۍ برخه کې به يې ترسره کول او کله به يې د شپې په وروستۍ برخه کې ترسره کول، له عائشې رضي الله عنها څخه د رسول الله صلي الله عليه وسلم د وترو په اړه پوښتنه وشوه، هغې وويل: كُنَّا نُعِدُّ لَهُ سِوَاكَهُ وَطَهُورَهُ فَيَبْعَثُهُ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ لِمَا شَاءَ أَنْ يَبْعَثَهُ مِنْ اللَّيْلِ([13]).*
*ژباړه: موږ به هغه صلی الله عليه وسلم ته يې مسواک او اوبه چمتو کولې بيا الله جل جلاله چې د شپې په کومه برخه کې وغوښتل، پورته کاوه يې.*
*خو د تراويحو وخت د شپې لومړۍ برخه ده او پر همدې د ټول امت تعامل را روان دی، له امام احمد بن حنبل رحمه الله څخه وپوښتل شول چې ايا تراويح به د شپې وروستۍ برخې ته ځنډوو؟ هغه وويل:*
*نه! او ورسره يې وويل: سنة المسلمين احب الي.د مسلمانانو تګلاره ماته خوښه ده([14]).*
*۳: د صلوة الليل او تراويحو تر منځ يو توپير دا هم دی چې نبوي او د خلفاوو راشيدينو په زمانه کې صلوة الليل په داسې جمعې سره نه دي ترسره شوي چې ورته خلک هڅول شوي وي خو د تراويح لمونځ نبي کريم صلي الله عليه وسلم په خپله هم په جمعه سره کړی دی او دغه راز عمر رضي الله عنه د خلافت په خپله دوره کې د تراويحو لمونځ په جمع سره پيل کړ، چې دا هم دا په ګوته کوي چې تراويح له صلوة الليل او تهجدو څخه جلا لمونځ دی.*
*۴: د تراويحو ثبوت له وحي غير متلو يعنې احاديثو څخه دی، محمد صلي الله عليه وسلم وايي: إِنَّ اللَّهَ تَبَارَكَ وَتَعَالَى فَرَضَ صِيَامَ رَمَضَانَ عَلَيْكُمْ وَسَنَنْتُ لَكُمْ قِيَامَهُ فَمَنْ صَامَهُ وَقَامَهُ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا خَرَجَ مِنْ ذُنُوبِهِ كَيَوْمِ وَلَدَتْهُ أُمُّهُ([15]).*
*ژباړه: بېشکه الله جل جلاله د روژې مياشتې روژه فرض کړې او ما يې درته تراويح سنت ګرځولي؛ نو څوک چې يې د ايمان له امله او د ثواب په نيت ترسره کړي، له خپلو ګناهونو داسې وځي لکه مور چې يې همدا نن زېږولی وي.*
*او د تهجد ثبوت له وحي متلو يعنې قران څخه دی، الله جل جلاله وايي: و من الليل فتهجد به نافلة لک.*
*دغه راز د سورة مزمل وروستي ايتونه د تهجد په لمانځه دلالت کوي.*
*۵: ځينو روايتونو کې له صحابه وو څخه له تروايح وروسته هم نفل لمونځ ترسره کول ثابت دي لکه څرنګه چې په سنن ابي داؤد کې دي:عَنْ قَيْسِ بْنِ طَلْقٍ قَالَ : زَارَنَا طَلْقُ بْنُ عَلِىٍّ فِى يَوْمٍ مِنْ رَمَضَانَ ، وَأَمْسَى عِنْدَنَا وَأَفْطَرَ ، ثُمَّ قَامَ بِنَا تِلْكَ اللَّيْلَةَ وَأَوْتَرَ بِنَا ، ثُمَّ انْحَدَرَ إِلَى مَسْجِدِهِ فَصَلَّى بِأَصْحَابِهِ حَتَّى إِذَا بَقِىَ الْوِتْرُ قَدَّمَ رَجُلاً ، فَقَالَ : أَوْتِرْ بِأَصْحَابِكَ ، فَإِنِّى سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ :« لاَ وِتْرَانِ فِى لَيْلَةٍ ([16]).*
*ژباړه: له قيس بن طلق څخه روايت دی چې د روژې مياشتې په يوه ورځ کې طلق بن علي له موږ سره ولېدل او راسره يې شپه وکړه او روژه يې ماته کړه بيا يې موږ ته د تروايح لمونځ او وتر راکړل بيا خپل لمونځای ته ولاړ او خپلو ملګرو ته يې لمونځ ورکړ چې کله وتر پاتې شول بل تن يې مخکې کړ او ويې ويل: خپلو ملګرو ته وتر ورکړه ځکه ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي دي چې په يوه شپه کې د وتر دوه لمونځونه نشته.*
*دا حديث هم دا راښيي چې تراويح او تهجد جلا جلا لمونځونه دي؛ نو ځکه طلق بن علي له تراويحو وروسته تهجد لمونځ هم ادا کړ.*
*ايا رسول الله صلی الله عليه وسلم له تراويحو وروسته تهجد لمونځ کاوه؟*
*د ابو ذر رضي الله عنه په روايت کې راغلي چې محمد صلی الله عليه وسلم درې شپې د تراويح لمونځ کړی دی خو په روايتونو کې دا نه دي راغلي چې ايا له هغه وروسته يې د تهجد لمونځ کړی دی او کنه؟ خو له شواهدو داسې ښکاري چې رسول الله صلي الله عليه وسلم د روژې مياشتې په ځينو شپو کې تر سهاره لمونځ کړی دی، ددې تاييد د عائشې رضي الله عنها له دې حديث څخه کېږي چې وايي: كَانَ رسول الله – صلى الله عليه وسلم – إِذَا دَخَلَ العَشْرُ الأَوَاخِرُ مِنْ رَمَضَانَ ، أحْيَا اللَّيْلَ ، وَأيْقَظَ أهْلَهُ ، وَجَدَّ وَشَدَّ المِئزَرَ([17]).*
*ژباړه: کله چې به د روژې وروستۍ لس ورځې را ورسېدې؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم به شپه په ويښه تېروله، خپله کورنۍ به يې پاڅوله، زيار يې يوست او (عبادت ته يې) ملا تړه.*
*۷: روژه او له روژې پرته رسول الله صلی الله عليه وسلم بېلابېل رکعاته د تهجد لمونځ کاوه خو زياته شمېره يې دولس رکعاته وو، خو له ځينو روايتونو څخه څرګنديږي چې په روژه کې رسول الله صلی الله عليه وسلم شل رکعاته لمونځ هم کړی دی، معلومه خبره ده چې دا د تهجد لمونځ نشي کېدلای ځکه چې د تهجد دومره زيات شمېر رکعاته لمونځ رسول الله صلی الله عليه وسلم نه دی کړی؛ نو اړينه ده چې دا به له تهجد پرته بل لمونځ (تراويح) وي.*
*۸: د ټولو محدثينو او فقهاوو تګلاره داسې ده چې صلوة الليل او تهجد په جلا باب کې بيانوي او قيام رمضان/تراويح په جلا باب کې بيانوي ان دا چې ځينو محدثينو خو قيام رمضان په کتاب الصوم کې بيان کړی دی، له دې هم دا څرګنديږي چې قيام الليل/ تهجد او قيام رمضان/ تراويح جلاجلا لمونځونه دي.*
*له پورتنيو خبرو څرګنده شوه چې قيام الليل او قيام رمضان دوه جلا جلا لمونځونه دي؛ نو غوره ده چې په روژه کې د پېشلمي پر مهال څو رکعاته د تهجد لمونځ هم وشي چې دې خبرې ته د امام بخاري رحمه الله په باب قيام رمضان کې هم اشاره شوې ده او هغه داسې چې په نوموړي باب کې لومړی امام بخاري رحمه الله د قيام رمضان په اړه احاديث راوړي دي او ترې وروسته يې د تهجدو په اړه د عائشې رضي الله عنها هغه مشهورهحديث بيان کړی دی چې دېته پکښې اشاره ده چې په روژه کې دې لومړی تراويح او بيا تهجد وشي([18]).*
*د تروايح حکم*
*د احنافو او حنابله وو په نزد تراويح سنت مؤکده دي او په جماعت سره يې ترسره کول سنت مؤکد علی الکفاية دي په دې معنا که د يوه کلي په جماعت کې يې ځينې خلک ترسره کړي د ټولو کليوالو غاړه خلاصيږي او که يو يې هم ترسره نه کړي؛ نو ټول کليوال ګناهګاريږي:*
*د تراويحو په سنت مؤکديت دلائل:*
*۱: عَنْ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ : أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- اتَّخَذَ حُجْرَةً فِى الْمَسْجِدِ مِنْ حَصِيرٍ فَصَلَّى فِيهَا رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- لَيَالِى حَتَّى اجْتَمَعَ إِلَيْهِ نَاسٌ ، ثُمَّ فَقَدُوا صَوْتَهُ فَظَنُّوا أَنَّهُ قَدْ نَامَ فَجَعَلَ بَعْضُهُمْ يَتَنَحْنَحُ لِيَخْرُجَ إِلَيْهِمْ فَقَالَ :« مَا زَالَ بِكُمُ الَّذِى رَأَيْتُ مِنْ صَنِيعِكُمْ حَتَّى خَشِيتُ أَنْ يُكْتَبَ عَلَيْكُمْ. وَلَوْ كُتِبَ عَلَيْكُمْ مَا قُمْتُمْ بِهِ فَصَلُّوا أَيُّهَا النَّاسُ فِى بُيُوتِكُمْ. فَإِنَّ أَفْضَلَ صَلاَةِ الْمَرْءِ فِى بَيْتِهِ إِلاَّ الصَّلاَةَ الْمَكْتُوبَةَ([19]).*
*له زيد بن ثابت رضي الله عنه څخه روايت دی وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په مسجدکې د خرما له پاڼو جوړ يوه پوزي څخه خونه جوړه کړه او په هغې کې يې څو شپې لمونځ وکړ، تردې چې خلک (صحابه کرام) ورته راټول شول، بيا يې د هغه صلی الله عليه وسلم غږ وا نه ورېد، اوګومان يې وکړ چې هغه ويده شوی دی؛ نو ځينو وټوخل څو هغه صلی الله عليه وسلم ورته ووځي؛ نو رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل: ما ستاسو هغه کړه ولېدل خو له دې ووېرېدم چې هسې نه درباندې فرض کړی شي او که درباندې فرض کړی شوې وای، تاسې به نه وې ترسره کړې؛ نو ای خلکو! په کورونو کې لمونځ وکړئ، ځکه چې له فرضو پرته د يو تن غوره لمونځ هغه دی چې په کور کې يې وکړي.*
*د همدې مضمون يو حديث په بخاري کې دی:*
*عَنْ عَائِشَةَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهَا : أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- صَلَّى فِى الْمَسْجِدِ ذَاتَ لَيْلَةٍ فَصَلَّى بِصَلاَتِهِ نَاسٌ ، ثُمَّ صَلَّى مِنَ الْقَابِلَةِ فَكَثُرَ النَّاسُ ، ثُمَّ اجْتَمَعُوا مِنَ اللَّيْلَةِ الثَّالِثَةِ أَوِ الرَّابِعَةِ ، فَلَمْ يَخْرُجْ إِلَيْهِمْ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَلَمَّا أَصْبَحَ قَالَ :« قَدْ رَأَيْتُ الَّذِى صَنَعْتُمْ ، فَلَمْ يَمْنَعْنِى مِنَ الْخُرُوجِ إِلَيْكُمْ إِلاَّ أَنِّى خَشِيتُ أَنْ تُفْرَضَ عَلَيْكُمْ ». قَالَ : وَذَلِكَ فِى رَمَضَانَ([20]).*
*ژباړه: له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی چې رسول الله صلي الله عليه وسلم يوه شپه په جومات کې لمونځ وکړ او د هغه لمانځه سره خلکو هم لمونځ وکړ، په راتلونکې شپه کې يې بيا لمونځ وکړ؛ نو خلک زيات شول، بيا په دريمه يا څلورمه شپه خلک راټول شول خو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته را و نه ووت، کله چې سهار شو، و يې ويل: ما هغه څه ولېدل چې تاسې وکړل او تاسې ته له در وتلو له دې ويرې پرته بل څه منعه نه کړم چې هسې نه درباندې فرض کړی شي، روايت کوونکي وايي چې دا په رمضان کې و.*
*له پورتنيو احاديثو استدلال:*
*الف: له پورتنيو احاديثو څخه په تراويحو د محمد صلی الله عليه وسلم حکمي مواظبت څرګنديږي، حکمي مواظبت دېته وايي چې د تل لپاره د يوې کړنې ترسره کولو لپاره د محمد صلی الله عليه وسلم اراده وي خو د کوم عذر له امله يې پرېږدي، دلته هم هغه غوښتل چې د تل لپاره تراويح وکړي خو پر امت د فرضېدو له وېرې خپلې ارادې څخه لاس په سر شو او څرنګه چې له مواظبت حقيقيه څخه وجوب ياسنيت ثابتيږي دغه راز له مواظبت حکميه څخه هم ثابتېدلای شي.*
*له دې احاديثو دا هم څرګنديږي چې د تراويح اړوند له محمد صلی الله عليه وسلم څخه د خبرو په اورېدو د صحابه کرامو په زړونو کې د تراويحو اهميت دومره زيات شوی و چې د لا زيات اصرار په صورت کې يې د فرضېدو واجبېدو وېره وه؛ نو د عذر له امله فرضې يا واجبې نشوې؛ نو له دې ټېټه درجه به هرومرو لري چې هغه د سنيت ده.*
*د زيد بن ثابت رضي الله عنه د حديث له مخې که څه هم رسول الله صلي الله عليه وسلم په دريمه شپه صحابه وو ته په جمعه د تراويح لمونځ ور نه کړ؛ خو هغوي ته يې دا ضرور وويل چې په خپلوکورونو کې يې کوي، لکه څرنګه چې د سنن نسايي په دې حديث کې يې يادونه شوېده: عَنْ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ : أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- اتَّخَذَ حُجْرَةً فِى الْمَسْجِدِ مِنْ حَصِيرٍ فَصَلَّى فِيهَا رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- لَيَالِى حَتَّى اجْتَمَعَ إِلَيْهِ نَاسٌ ، ثُمَّ فَقَدُوا صَوْتَهُ فَظَنُّوا أَنَّهُ قَدْ نَامَ فَجَعَلَ بَعْضُهُمْ يَتَنَحْنَحُ لِيَخْرُجَ إِلَيْهِمْ فَقَالَ :« مَا زَالَ بِكُمُ الَّذِى رَأَيْتُ مِنْ صَنِيعِكُمْ حَتَّى خَشِيتُ أَنْ يُكْتَبَ عَلَيْكُمْ. وَلَوْ كُتِبَ عَلَيْكُمْ مَا قُمْتُمْ بِهِ فَصَلُّوا أَيُّهَا النَّاسُ فِى بُيُوتِكُمْ. فَإِنَّ أَفْضَلَ صَلاَةِ الْمَرْءِ فِى بَيْتِهِ إِلاَّ الصَّلاَةَ الْمَكْتُوبَةَ([21]).*
*ژباړه: له زيد بن ثابت رضي الله عنه څخه روايت دی وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په مسجدکې د خرما له پاڼو جوړ يوه پوزي څخه خونه جوړه کړه او په هغې کې يې څو شپې لمونځ وکړ، تردې چې خلک (صحابه کرام) ورته راټول شول، بيا يې د هغه صلی الله عليه وسلم غږ وا نه ورېد، اوګومان يې وکړ چې هغه ويده شوی دی؛ نو ځينو وټوخل څو هغه صلی الله عليه وسلم ورته ووځي؛ نو رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل: ما ستاسو هغه کړه ولېدل خو له دې ووېرېدم چې هسې نه درباندې فرض کړی شي او که درباندې فرض کړی شوې وای، تاسې به نه وې ترسره کړې؛ نو ای خلکو! په کورونو کې لمونځ وکړئ، ځکه چې له فرضو پرته د يو تن غوره لمونځ هغه دی چې په کور کې يې وکړي.*
*۲: له عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي دي: إِنَّ اللَّهَ تَبَارَكَ وَتَعَالَى فَرَضَ صِيَامَ رَمَضَانَ عَلَيْكُمْ وَسَنَنْتُ لَكُمْ قِيَامَهُ فَمَنْ صَامَهُ وَقَامَهُ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا خَرَجَ مِنْ ذُنُوبِهِ كَيَوْمِ وَلَدَتْهُ أُمُّهُ([22]).*
*ژباړه: بېشکه الله جل جلاله د روژې مياشتې روژه فرض کړې او ما يې درته تراويح سنت ګرځولي؛ نو څوک چې يې د ايمان له امله او د ثواب په نيت ترسره کړي، له خپلو ګناهونو داسې وځي لکه مور چې يې همدا نن زېږولی وي.*
*په دې حديث کې په څرګنده توګه د تراويحو د سنيت مطلقا يادونه شوې ده او د سنت فرد کامل سنت مؤکده دی، دغه راز له حديثه څرګنديږي چې د تراويحو لمونځ د رسول الله صلي الله عليه وسلم سنت دی نه د عمر رضي الله عنه، او په ځينو اثارو او د محدثينو او فقهاوو په ويناوو کې يې له دې امله عمر رضي الله عنه ته نسبت کېږي چې هغه د لومړي ځل لپاره د تراويحو لمونځ په جمعه پيل کړ او ټول مسلمانان يې په يو امام راټول کړل، ابن قدامه رحمه الله په خپل کتاب المغني کې ليکي: وقيام شهر رمضان عشرون ركعة يعني صلاة التراويح وهي سنة مؤكدة وأول من سنها رسول الله صلى الله عليه و سلم …. ونسبت التراويح إلى عمر بن الخطاب رضي الله عنه لأنه جمع الناس على أبي بن كعب([23]).*
*ژباړه: او د روژې د مياشتې لمونځ (تراويح) شل رکعاته دب، سنت مؤکده دی او لومړی رسول الله صلی الله عليه وسلم پيل کړی دی او عمر رضي الله عنه ته يې نسبت ځکه کېږي چې هغه خلک پر ابي بن کعب راټول کړل.*
*۳: څرنګه چې پر تراويحو د رسول الله صلي الله عليه وسلم حکمي مواظبت دی، دغه راز د عمر رضي الله عنه په خلافت کې پرې د راشدينو خلفاوو مواظبت ثابت دی او محمد صلي الله عليه وسلم خپلو سنتونو غوندې موږ ته د خلفاء راشدينو د سنتونو خپلولو امر کړی دی، فرمايي: عليكم بسنتي و سنة الخلفاء الراشدين المهديين و عضوا عليها بالنواجذ([24]).*
*ژباړه: تاسې پر ځان زما او زما د لارښوول شويو راشدينو خلفاوو تګلارې لازمې کړئ او هغه په ټينګه سره ونيسئ.*
*دغه راز يې په ځانګړې توګه راته د ابوبکر صديق او عمر رضي الله عنه د پيروي امر کړی دی، وايي: اقْتَدُوا بِاللَّذَيْنِ مِنْ بَعْدِى أَبِى بَكْرٍ وَعُمَرَ([25]). ژباړه: له ما وروسته د ابوبکر او عمر پيروي وکړئ.*
*د تروايح لمونځ څو رکعاته دي؟*
*د جمهورو علماوو لکه د امام ابوحنيفة، امام شافعي او امام احمد بن حنبل رحمهم الله په نزد له وترو پرته تراويح شل رکعاته دي البته له امام مالک رحمه الله څخه د تراويحو د شمېر په اړه بېلابېل روايتونه نقل شوي دي، يو روايت يې د نورو ائمه غوندې د شلور رکعاتو دی چې د دې روايت په اړه امام مالک رحمه الله وايي: و هو الامر القديم عندنا، يعنې دا زموږ پخوانی قول دی، دغه راز ترې د اته دېرشو او اته څلوېښتو رکعاتونو قولونه ترې هم نقل شوي دي.*
*خو مشهوره قول يې د شپږدېرشو رکعاتو دی، البته محدثين ليکي چې په اصل کې د امام مالک رحمه الله په نزد هم د تراويحو لمونځ شل رکعاته دی، خو څرنګه چې په مکه کې له هرې ترويحې (څلورو رکعاتو وروسته) خلکو طواف کاوه او په مدينه کې چې امام مالک رحمه الله اوسېدی، هلته خلکو د طواف پرځای څلور رکعاته لمونځ کاوه چې له دې سره د رکعاتونوشمېره اته دېرش کېږي، شل رکعاته تراويح او شپاړس رکعاته د تراويحو ترمنځ نوافل؛ نو چاچې له امام مالک رحمه الله څخه د تراويحو شمېر شل رکعاته نقل کړی دی، هغه يوازې د تراويحو يادونه کړې ده او چاچې شپږ دېرش نقل کړی، هغه د دوو ترويحو ترمنځ د نوافلو يادونه هم کړېده، له دې څرګنديږي چې د امام مالک رحمه الله قول هم جمهورو فقاوو غوندې دی([26])*
*تراويح شل رکعاته دي:*
*دا خبره خو ثابته شوه چې رسول الله صلي الله عليه وسلم د تراويحو لمونځ کاوه او دا هم ثابته شوه چې په جمعه سره يې هم کړی دی البته زياتره به يې په کور کې کولې خو داسې کره مرفوع حديث د محمد صلی الله عليه وسلم د تراويحو د شمېر په اړه شتون نه لري چې په سند کې يې خبرې نه وي؛ خو مصنف ابن ابي شيبه او بيهقي کې د تراويحو د شمېر په اړه د عبدالله بن عباس رضي الله عنه روايت د ځينو مؤيداتو له امله له نظره نشو غورځولی، لومړی به پر حديث بحث وکړو او بيا به يې مؤيدات هم بيان کړو:*
*۱: عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ : أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم كَانَ يُصَلِّي فِي رَمَضَانَ عِشْرِينَ رَكْعَةً وَالْوِتْرَ([27]).*
*ژباړه: له ابن عباس رضي الله عنه روايت دی چې رسول الله صلي الله عليه وسلم په روژه کې شل رکعاته لمونځ او وتر کول.*
*پرته له ابو شيبه، ابراهيم بن عثمان څخه د دې حديث ټول راويان ثقه دي خو ډېری محدثينو ابراهيم بن عثمان ته د ضعف نسبت کړی دی، البته ځينو نورو يې بيا توثيق کړی دی لکه په اړه يې ابن عدي رحمه الله وايي: “له احاديث صالحة وهو خير من ابراهيم بن حية” ابن عدي رحمه الله وايې: هغه سم احايث لري او له ابراهيم بن حية څخه غوره دی، هغه يې لومړی توثيق وکړ چې سم احاديث لري او بيا يې وويل چې له ابراهيم بن حية څخه غوره دی، چې ابراهيم بن حية يو مختلف فيه راوي دی، ځينو يې توثيق او ځينو يې تضعيف کړی دی، د ده په اړه يحي بن معين وايي، شيخ، ثقة، کبير، حال دا چې ابراهيم بن عثمان له ده څخه غوره دی؛ نو هرومرو به يې روايت د حسن په درجه کې وي.*
*دغه راز د ابراهيم بن عثمان په اړه يزيد بن هارون وايي: ما قضى على الناس رجل يعني في زمانه أعدل في قضاء منه وكان يزيد على كتابته أيام كان قاضيا وقال ابن عدي له أحاديث صالحة وهو خير من ابراهيم بن أبي حية.*
*ژباړه: د ابراهيم بن عثمان په زمانه کې له هغه زيات عادل قاضي څوک نه و، او يزيد د هغه د قضاء په ورځو کې د هغه منشي و، دغه راز ابن عدي وايي چې هغه سم احاديث لري او تر ابراهيم بن ابي حية غوره دی.*
*نو څرنګه چې يزيد بن هارون د هغه منشي و او هغه يې له نژدې ليدلی و، هغه يې په اړه وايي چې په قضاء کې له هغه څخه زيات عدل کوونکی بل څوک نه و؛ نو د داسې تن په اړه څنګه ويلی شو چې په نبوي احاديثو کې به درواغ وايي، البته د حافظې له امله ځينو محدثينو ورباندې ګوتنيونه کړېده، لکه څرنګه چې ابن حجر رحمه الله په تهذيب التهذيب کې او حافظ ذهبي رحمه الله په ميزان الاعتدال کې يې په اړه د ځينو محدثينو ويناوې نقل کړي دي چې دا پکښې روښانه نه ده چې دوی پرې د عدالت له امله ګوتنيونه کړې او که د حافظې له امله، خو که په اړه يې د يزيد بن هارون وينا ته وګورو، څرګنديږي چې شونې ده چې د حافظې له امله يې پرې نيوکه کړې وي.*
*البته يوازې امام شعبه رحمه الله دی چې په څرګند ډول يې درواغو ته منسوب کړی دی خو د کومې پيښې له امله چې يې هغه درواغو ته منسوب کړی دی په هغې کې توجيه شونې ده.*
*د دې ټول بحث پايله دا شوه چې د دې حديث په سند کې ابراهيم بن عثمان يو مختلف فيه راوي دی، ځينو محدثينو يې تضعيف او ځينو نورو يې توثيق کړی دی چې د ده روايت نه سترګې نشو پټولی حال دا چې د روايت تاييد يې له نورو شواهدو او مؤيداتو څخه هم کېږي.*
*الف: د دې حديث تائيد د صحابه وو له تعامل څخه کېږي.*
*ب: د دې حديث مضمون تلقي بالقبول ترلاسه کړی دی ( مضمون يې ټول امت منلی دی).*
*ج: د خيرالقرونو په زياته زمانه کې په همدې حديث عمل شوی دی.*
*دغه راز که په پورتني مرفوع حديث سترګې هم پټې شي؛ نو بيا هم شل رکعاته تراويح له نورو دلائلو څخه ثابتې دي چې تر ټولو پياوړی دليل يې د اسلام د دويم خليفه عمر رضي الله عنه دخلافت په دوره کې له جمعې سره شل رکعاته تراويحو باندې خلک راټولول و؛ نو غوره ګڼو چې د عمر رضي الله عنه په زمانه کې د شلو رکعاتو تراويحو د شتون دلائل راوړو:*
*۱: عَنْ يَزِيدَ بْنِ خُصَيْفَةَ عَنِ السَّائِبِ بْنِ يَزِيدَ قَالَ : كَانُوا يَقُومُونَ عَلَى عَهْدِ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ فِى شَهْرِ رَمَضَانَ بِعِشْرِينَ رَكْعَةً – قَالَ – وَكَانُوا يَقْرَءُونَ بِالْمِئِينِ ، وَكَانُوا يَتَوَكَّئُونَ عَلَى عُصِيِّهِمْ فِى عَهْدِ عُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ مِنْ شِدَّةِ الْقِيَامِ([28]).*
*ژباړه: يزيد بن خصيفه له سائب بن يزيد څخه روايت کوي، وايي: د عمر رضي الله عنه (دخلافت) په وخت کې به خلکو په روژه کې شل رکعاته تراويح کولې، او په سلګونو اياتونه به يې لوستل، او د اوږدې درېدا له امله به يې د عثمان رضي الله عنه په زمانه کې په لکړو ډډه وهله.*
*له دې حديثه دوه خبرې معلومېږي لومړی دا چې د عمر رضي الله عنه په زمانه کې شل رکعاته تراويح لوستل کېدې او دويم دا چې د عثمان رضي الله عنه تر زمانې او دغه راز د هغه په زمانه کې هم شل رکعاته تراويح لوستل کېدې، که چېرې د عثمان رضي الله عنه په زمانه کې د تراويحو په لمانځه کې بدلون راغلی وای؛ نو هرومرو به يې بيانولی.*
*يادونه: د تراويحو په تړاو د سائب بن يزيد دوه روايتونه دي، لومړی همدا چې موږ ترې استدلال کوو او له سائب بن يزيد څخه يې روايت کوونکی يزيد بن خصيفه دی چې دا سهي روايت دی او سند يې بالکل سهي دی او د راويانو توثيق يې د اثار السنن په حاشيه کې کتلی شئ.*
*دويم هغه چې له سائب بن يزيد څخه يې روايت کوونکی محمد بن يوسف دي، چې په دې کې اظطراب دی.*
*۲: په موطا امام مالک رحمه الله کې د يزيد بن رومان روايت دی، وايي: كَانَ النَّاسُ يَقُومُونَ فِي زَمَانِ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ فِي رَمَضَانَ بِثَلَاثٍ وَعِشْرِينَ رَكْعَةً([29]).*
*ژباړه: د عمر رضي الله عنه په زمانه کې به خلکو په روژه کې (له وترو سره) درويشت رکعاته لمونځ کاوه.*
*د دې حديث سند بالکل سهي دی البته، يوه نيوکه چې پرې کېږي، هغه دا ده چې دا حديث مرسل دی خو دا نيوکه له دې حديث څخه استدلال ته ځکه زيان نه رسوي چې:*
*الف: زموږ او دجمهورو په نزد مرسل حديث د استدلال وړ دی.*
*ب: دا حديث په موطا امام مالک رحمه الله کې دی چې مرسل حديثونه يې د موصول حديثونو په حکم کې دي.*
*ج: کله چې د مرسل حديث تائيد بل مرسل حديث وکړي؛ نو د جمهورو په نزد ترې استدلال سهي دی او د دې تائيد له بل مرسل حديث څخه هم کېږي چې نژدې به يې ان شاء الله بيان کړو.*
*د: يوازې دا نه چې د دې مرسل حديث تائيد بل مرسل حديث کوي بلکې د سائب بن يزيد موصول حديث هم د دې تائيد کوي؛ نو ورڅخه په استدلال کې يې بايد هيڅ شک ونشي.*
*۴: عمر رضي الله عنه د تراويحو د جمعې لپاره ابي بن کعب رضي الله عنه امام ټاکلی و، د ده په اړه په مصنف ابن ابي شيبه کې له عبدالعزيز بن رفيع څخه روايت دی، وايي: كَانَ أُبَيّ بْنُ كَعْبٍ يُصَلِّي بِالنَّاسِ فِي رَمَضَانَ بِالْمَدِينَةِ عِشْرِينَ رَكْعَةً وَيُوتِرُ بِثَلاَثٍ([30]).*
*ژباړه: په روژه کې به ابي بن کعب په مدينه کې خلکو ته شل رکعاته لمونځ ورکاوه او درې رکعاته به يې وتر کول.*
*له دې روايتونو پرته په مصنف ابن ابي شيبه کې له نورو صحابه وو او تابعينو اثار نقل شوي دي چې په ټولو کې د تراويحو شمېره شل رکعاته ښودل شوې ده چې ځينې اثار به ورڅخه وروسته بيان کړو.*
*له پورتنيو روايتونو څخه استدلال:*
*الف: د لمانځه د رکعاتونو شمېر ټاکل يوه سمعي او غير مدرک بالرای مسئله ده، په دې معنا چې کوم محدث، فقيه يا عالم د کوم ځانګړي لمانځه د رکعاتونو شمېر په قياس، خپل سوچ او فکر نشي ټاکلی، بلکې د دې ټاکونکی الله جل جلاله او دهغه رسول وي، او د محدثينو دا ق*

❤️
👍
6