
کابل طبي علومو پوهنتون نشرات
February 25, 2025 at 08:32 AM
د علمي کچې لوړونې او ارزونې په موخه په کابل طبي علومو پوهنتون کې د تخصص لوړونې نظري آزموینه په درېیو بېلابېلو پړاوونو کې ترسره کېږي. په دغه آزموینه کې د عمومي داخلې، عمومي جراحي او ستوماتولوژي څانګې شاملې دي چې په درې ورځو کې به ترسره شي.
د عمومي داخلې آزموینه پرون ترسره شوه چې ۱۵۹ تنو پکې ګډون کړی و، چې له ډلې یې ۱۰۳ تنه (volunteer ) او ۵۶ تنه د اړوندو تدریسي روغتونونو د رسمي بستونو کارکوونکي وو. د عمومي جراحي څانګې آزموینه نن ورځ او د ستوماتولوژي څانګې آزموینه به سبا ترسره شي.
د آزموینې بهیر د کابل طبي علومو پوهنتون رهبرۍ تر نظارت لاندې په شفاف ډول دوام لري، همدا رنګه په پام کې ده چې عملي آزموینه هم ترسره شي څو د داوطلبانو د مهارتونو او پوهې ارزونه په بشپړ ډول ترسره شي.

❤️
1