MoPH
MoPH
February 24, 2025 at 10:54 AM
د عامې روغتیا وزارت خصوصي سکټور د همغږۍ او تنظیم رئیس، ډاکټر احمد خندان او ورسره مل تخنیکي ټیم هرات ولایت ته د سفر پر مهال له یو شمېر خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه ترسره کړه ډاکټر خندان وویل: د یاد سفر موخه له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه تشویقي نظارت، د روغتیا په برخه کې د پانګونې په موخه جلب، په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د خدمتونو کیفیت معلومول، د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړول، د خصوصي روغتونونو معیاري کول او روغتیا برخه کې د پانګه والو ستونزې اورېدل دي. د هرات ولایت خصوصي روغتیايي مرکزونو مسؤلینو ژمنه وکړه، چې د روغتیا وزارت ټولو پالیسیو ملاتړ به کوي او پام کې لري چې د روغتیا سکټور کې پانګونه وکړي. د خصوصي روغتیايي سکټور د همغږۍ ریاست مسؤلینو همداراز، د هرات عامې روغتیا ریاست مسؤلینو په ملتیا د یاد ولایت خصوصي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ، چې پایله کې یې ۳۲ بابه معالجوي مرکزونه چې پخوا د ۱۰۸۴ مقررې پر اساس جوړ شوي وو، له ډلې یې ۱۵ مرکزونو معالجوي روغتونونو ته ارتقاء وکړه، ۱۱ بابه یې تنزیل، د ۵ مرکزونو فعالیت بند او یو معالجوي مرکز د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شو. د یادونې وړ ده، چې د هرات خصوصي روغتونونو نرسنګ مدیرانو ته (د غیر ضروري طبي پاتې شونو - زبالو د له منځه وړلو مدیریت او تګلاره) تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز سیمنار هم ورکړل شو.
Image from MoPH: د عامې روغتیا وزارت خصوصي سکټور د همغږۍ او تنظیم رئیس، ډاکټر احمد خندا...

Comments