
MoPH
February 26, 2025 at 10:51 AM
هلمند او نیمروز کې له یو شمېر خوراکي توکو پلورنځیو او درملتونونو څخه نظارت ترسره شو.
یاد نظارت د هلمند او نیمروز روغتیايي مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې د لښکرګاه ښار اړوندو پلورنځیو څخه ۲۳ قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته ولېږدول شول.
همداراز، په نیمروز کې ۳۵ ټنه له نېټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل راټول او په اړوند سیمه کې له منځه یوړل شول.
