یقین|Yaqin
یقین|Yaqin
February 26, 2025 at 03:26 AM
د افغانستان په کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۱ تنه مړه شوي او ۷ نور سخت ژوبل دي. د فراه ولایت د طبیعي پېښو ته د چمتووالي ادارې چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۱ کسان د سیلابونو له کبله مړه شوي او ۴ نور سخت ټپیان شوي دي. د معلوماتو له مخې، دا کسان د درېیو کورنیو غړي وو. د فراه ځايي اوسېدونکي وايي چې درنو اورښتونو او ږلۍ نه یوازې پراخ مالي زیانونه اړولي، بلکې کرنیز فصلونه یې هم سخت زیانمن کړي دي. له فراه ور ها خوا د هلمند ولایت په موسی کلا او ګرشک ولسوالیو کې هم سیلابونو د یوې مېرمنې په ګډون ۳ تنه مړه کړي دي. د رپوټونو پر بنسټ سیلونو په دې ولایت کې یو شمېر سړکونه ویجاړ او ځینې لارې بندې کړې دي. په کندهار کې هم د سختو اورښتونو او سیلابونو له کبله ۷ تنه مړه شوي او ۳ نور ژوبلېدلي دي.
Image from یقین|Yaqin: د افغانستان په کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سی...
😢 🙏 12

Comments