𓆩💫•.ٍْدًٍجًـٍنًّـتٍْ اًزٍْغًـٍنًهٍْ لًٰاٍْر.•♥𓆪
𓆩💫•.ٍْدًٍجًـٍنًّـتٍْ اًزٍْغًـٍنًهٍْ لًٰاٍْر.•♥𓆪
February 12, 2025 at 02:39 PM
*خوږه کیسه* *وړاند کونکی حامدوو* *وایي یوه ورځ یو یهودي له خپل کور نه په دې نیت ووت،* *چې راځه مسلمانانو ته په دین کې شکونه پیدا کړم، نو لاره کې روان وو، چې له یوه شپانه سره مخ شو، نو له ځان سره یې* *وویل چې راځه له دغه بې علمه څخه یې شروع کړم، نو دا یهودي شپانه ته ورنږدې شو، او ورته ویې ویل، یوه خبره درته کوم که چېرته یې منې ؟* *نو شپانه ورته وویل، ووایه څه وایې!* *نو یهودي ورته وویل، چې په قرآنکریم کې ډېر آیاتونه تکراري راغلي، او همدا شان بعضې کیسې بې فایدې راغلي دي، راځه دغه آیاتونه او بې فایدې کیسې ورڅخه لري کړو،چې هم زده کولو ته آسانه شي او هم حفظ کولو ته آسانه شي،* *نو شپانه ورته وویل، چې ستا په وجود او بدن کې خو هم کراري اندامونه دي لکه. دوه سترګې، دوه غوږونه، لاسونه، پښې او داسې نور، نو راځه اول ستا له بدن څخه تکراري اندامونه لري کړو، چې وجود دې سپک شي، بیا به له قرآنکریم نه تکراري آیاتونه لري کړو* *نو یهودي شرمینده شو او له ځان سره یې وویل، چې دا خو هغه بې علمه سړی وو، داسې جوابونه یې راکړل، نو د عالم او هوښیار به یې څه حال وي...؟*
❤️ 💓 💞 6

Comments