𓆩💫•.ٍْدًٍجًـٍنًّـتٍْ اًزٍْغًـٍنًهٍْ لًٰاٍْر.•♥𓆪
𓆩💫•.ٍْدًٍجًـٍنًّـتٍْ اًزٍْغًـٍنًهٍْ لًٰاٍْر.•♥𓆪
February 14, 2025 at 04:52 PM
*د تیر امارت جالبه قصه ده*. *که وخت لری خامخا یې ولولئ!* *د شلمي پېړۍ وروستی* *کال وو، د نیمروز ولایت په رباط ولسوالي کي* *(چیري چي د ایران اوپاکستان سره ګډ سرحد لرو)* *په خپل دفتر کي ناست وم، هغه وخت زه د امـارت له لوري د څلورو سرحدي ولایتونو د سرحداتو مسؤل وم. د شپې په شروع کي د قرارګاه څخه ږغ وسو چي دلته مسافر راغلي دي یو سپین ږری یوه ښځه او دوه ځوانان هلکان دي، غواړي ایران ته واوړي،* *خو یو مشکل لري او زیات ژاړي. ما د ښځي پرته سپین ږری او دوه ځوانان راوغوښتل او د مشکل پوښتنه مي ورڅخه وکړل. سپین ږري پوره لس ورځی ژړلي وه، د خبرو توان یې نه وو، کیسه یې شروع کړل خو ځوانانو زامنو یې خپله کیسه داسي راته پوره کړل....* *زه د بدخشان یم، په شاهي کي ایران ته ولاړم، شل کاله مخکي مي هلته د یوې ایرانۍ سره واده وکړ. پدې دومره وخت کی وطن ته نه وم راغلی خو اوس مي نیت سو چي وطن ته ولاړ سم او خپل اولادونو ته خپل کلی او خاک ور وښیم.* *زه، میرمن، دوه زامن او یوه ۱۵ کلنه لور د هرات پر لار په په ایراني پاسپورټ داخل سوو او کابل ته ورسیدو. د پلچرخي جامع سره مو د بدخشان په نیت یو موټر دربس کړ،* *[پر شمالي سخت جنګ شروع وو، خو دوی ددې هر څه ناخبره ول ]* *موټر د کابل څخه د کندهار پر خوا ووتی، موټروان ویل چي د وردګو څخه به پر جلریز بامیانو او بیا پلخمري ته ووزو* *[موټروان د مسلکي غلو د ډلی څخه وو او دوی نابلده ول]* *موټر تر کابل راووتی، تر وردګو هم تېر سو او غزني ته نارسیده د شش ګاو پر علاقه شپږ کسه غله پر سړک ولاړ دي.* *موږ یې ودرولو، زه او میرمن یې د موټره شیوه کړو او موټروان زموږ د دوو زامنو، یوې پېغلي لور، پاسپورټونو، طلا، سوغاتونو او بیکونو سره موټر خامی ته شیوه کړو څه منطقه چي ولاړل، زما دوه زامن یې هم وغورځول [پدغه حالت کي یې زامنو د موټر پلیټ نمبر په یاد کړی وو] او غله مي د لور او سامان سره پر خپله لار ولاړل.* *د میدان وردګو ولایت ته ورغلو، هلته ناکامي پلټني وسوې. دوې شپي وروسته مایوسه د غزني چارواکو ته ورغلو، د هغوي لخوا هم نا امیده سوو او بیرته مو د ایران په نیت د هرات سفر وکړ. د هرات پر لار یې بې پاسپورټه نه پریښوولو او بیا یو چا د نیمروز همدا قاچاقي لار راوښول او نن د پیښي لسمه ده، دلته راورسیدو.* *کیسه مي په غور واورېدل او د کیسې په جریان کي مي په کټ کټ ورسره ژړل. بیا مي د دوی په مخ کي مخابره* *راوا خـسته په لوی ملا صاحب می غږ وکړ او د خولې نه می لاس ورته واخیستی [ځکه شخصي ملګرتیا مو وه]. دا ته څنګه ثالث عمر یې، ستا په باچهي کي داسي پیښي کیږي. او بیا مي د راغلو مسافرو کیسه ورته وکړل. مرحوم ډیر ودردېدی او ماته یې ویل چي په لین کي اوسه، سمدستي یې په عمومي مخابره کي ږغ وکړ.* *(د غزني، میدان وردګو، بامیانو او لوګر والیانو حاضر سئ)* *په څو دقیقو کي څلور واړه حاضر سول او مرحوم په ساده اندازه بې له مقدمې ویل چي واورئ،* *دغه کیسه پیښه سوې ده تاسي په خبر هم یاست، ټولو ته وایم، که سبا سهار تر اتو بجو دا غله پیدا نسول؛ څلور سره ولایتونه د والي څخه تر اجیره د ژوند څکه ولاکه راڅه وکی!!!* *سهار سو، په خپل مقرکي ناست وم، د ساعت ستن اتو بجو ته لا نه وه رسېدلې چي د غزني والي ږغ راباندي وکی چي هغه انجلۍ فاطمه نومیږي؟ ما ویل هو. ویل؛ پیدا سول او ټول اوه تنه غله مو د سامان او انجلۍ سره ونیول.* *ما پر نصرت ږغ وکړ او مرحوم را حاضر سو، کیسه یې واورېدل، طبیعت یې سم سو خو لا هم خروښېدی.د غزني والي ورته ویل چي غله د محاکمې دپاره کندهار ته در ولیږم که یې کابل ته واستوم. د مرحوم د شبکې څخه دا الفاظ د مخابرې پر عمومي څپو واورېدل سول.* *(ویې ځړوئ، محاکمه نه غواړي. بیا به د یو دووس قاضي شناخته وخیژي؛ ایله به یې کړي)* *د خبر په اوریدلو د سپین ږري او زامنو یې چغي سوې او زما په غاړه کي یې لاسونه را واچول. ما هم خپلي اوښکي پاکي کړې او خپلو کسانو ته مي تر غزني د دوی د رسیدلو امر وکړ. کله چي هغوی راغلل او د شش ګاو پر هماغه ځای یې اووه کسان د یوې هفتې لپاره په دار ځړیدلي لیدلي ول.* *قاطع امیر رحمه الله تعالی* *په ریښتیا دسړی له سترګو اوښکی روانیږی* *مجاهدین باید له کبراوخیانت څخه* *ځان وساتی او دملت غمخوراوسي* *سبحان الله* *یقینا چی په حقه ددین* *اودملت غمخور وُ* *ثالث عمر رحمه الله رحمة واسعة*. ابو حذیفه محسن https://whatsapp.com/channel/0029VagnBLdChq6IYxe52E3V
❤️ 😢 👍 😂 6

Comments