
𓆩💫•.ٍْدًٍجًـٍنًّـتٍْ اًزٍْغًـٍنًهٍْ لًٰاٍْر.•♥𓆪
February 21, 2025 at 05:02 AM
#کــــيسه:
پړانګ او زمری سره ملګري وو پړانګ غوښتل چې له زمري ښکار کول زده کړي، په لاره کې پړانګ پام سو چې ګيدړان په دوامداره توګه پسې را روان دي، پړانګ له زمري وپوښتل: دا ولې زمونږ څارنه کوي؟
زمري هیڅ ځواب ورنکړ.
زمري چې کله خپله ښکار وموند، ګيدړانو په لوړ غږ چغې کړې. پړانګ بيا وپوښتل: دا ګيدړان ولې چیغې وهي؟
زمري بيا هم ځواب ورنکړ.
زمری په ښکار ور وغورځېد او منډې یې کړې، پړانګ وليدل چې ګيدړان هم د زمري تر شاه منډې وهي او په لوړ غږ چیغې وهي، خو زمري هيڅ هم پام ورته ونه کړ، تر څو چې يې ښکار ونيوه او خوړل يې شروع کړل،ګيدړانو ورته کتل تر څو چې زمری پوره موړ سو او ولاړ، بيا ګيدړان راغلل او د هغه پاتې هډوکي او پاتې شوني يې وخوړل، زمری بيرته راوګرځيده د ملګري خوا ته خو ملګري (پړانګ) په حيرانۍ سره له زمري وپوښتل: تا ولې ټول وخت د ګيدړانو خواته ونه کتل؟ ما فکر کاوه چې کېدای سي پر تا حمله وکړي او تا ووژني.
زمري په مسکا سره ځواب ورکړ، آیا ګيدړان دومره جرئت لري چې پر زمريانو حمله وکړي؟
بیا یې زیاته کړه، واوره، ملګريه! په خپل ژوند کې هیڅکله ګيدړانو ته مه ګوره، ځکه چې ټول څه چې دوی يې کولی سي، هغه يوازې چیغې او غږونه دي، تر څو ستا پام له خپل هدف څخه واړوي.
خو دوی له تا څخه هېڅ شی نسي اخيستلی، پرته له هغه څه چې ته په خپله هغوی ته څه پرېنږدې.
#عـــبرت :
نو په خپل ژوند کې د هغو خلکو پر چیغو او خبرو مه ګرځئ چې له تاسو څخه ټيټ مقام لري، ځکه که پام ورته وکړې، نو هغوی به ستا مقام واخلي او خپل به ئې کړي.
نو لکه زمری قوي او ثابت قدمه اوسه...!
#ژباړه: م... حسنا

❤️
3