𓆩💫•.ٍْدًٍجًـٍنًّـتٍْ اًزٍْغًـٍنًهٍْ لًٰاٍْر.•♥𓆪
February 22, 2025 at 05:02 PM
*`د معاصر فکري ارتداد په هکله د علامه ندوي د مقالې بشپر پښتو متن بیا ارتداد دی خو ابوبکر نشته`*
لومړي (برخه)
(علامه أبو الحسن علي الحسني الندوي )
اسلامي تاريخ د ارتداد ډېرې پېښې لېدلي دي چې تر ټولو ښکاره او زوروره يې د رسول الله صلى الله عليه وسلم تر وفات وروسته د عربي قبايلو د ارتداد پېښه وه . دا هغه لوی پاڅون وو چې ابوبكر صديق رضي الله عنه په خپل بې ساري عزم او ایمان تر خاورو لاندې کړ. او بله پېښه بیا هغه د اجباري نصراني کولو حرکت و چې د مسلمانانو تر شړل کېدو وروسته د هسپانيا د مسلمانانو په هغو سيمو کې خپور شوي ؤ چې د مسيحي دولتونو تر تسلط لاندې راغلې وې او د مسيحي پادريانو او د هغوئ د تبليغي ډلو فعاليت وركي زور اخيستى و.
ځينې نورې پېښې هم د هندوستان په ځای ځای کې پېښې شوې وې چې ځينې كم عقل او ضعيف النفسه مسلمانان وركي له اسلامه (بر همیت) او یا (آریانیت) ته مرتد شوي ول، خو دغه پېښې ډېرې نادرې وې.
به حقیقت کې د اسلام په تاريخ کې عمومي ارتداد نه لېدل کېږي، پرته له هغو پیښو چې په غمځپلی هسپانیا کې ولېدل شوې، هغه هم په هغه صورت کې که یې ارتداد و گڼو . دا هغه حقیقت دی چې د ادیانو مؤرخين ورباندې اعتراف کوي.
د ارتداد دغه ډول پیښو به دوه ځانگړتیاوې درلودې يوه دا چې مسلمانانو به له مرتد شوو خلکو څخه سخته کرکه کوله او بله هم د مرتدينو له اسلامي ټولنې څخه جلا والی و. هر څوك به چې مرتد شو نو هغه به د مسلمانانو ډېر بد اېسېده او له هغي اسلامي ټولنې به جلا گڼل کېده چې دی به ورکې اوسېده. له ارتداد سره سم به د مرتد او د هغه د خپلو خپلوانو ترمنځ ټولې اړيکې او خپلوی پرې شوې. ارتداد به له يوې ټولنې څخه بلې ټولنې او له يوه ژونده بل ژوند ته لېږدېدل گڼل کېدل. کورنی به له مرتد سره پریکون کاوه له خانه به يې ليرې کاوه. نه به چا خبښي ورسره کوله، نه به چا خور او لور ورکوله او نه به هم د ده او د ده د کورنی تر منځ د ميراث معامله وه
د ارتداد حرکتونو به په مسلمانانو کې د مقاومت او د اديانو تر منځ د مقارني روحيه را پاروله. د مسلمانانو په هره سیمه کې به چې د ارتداد پېښې را منځته شوې هلته به عالمان، دعوتگران او ليکوالان د ارتداد د ردولو او د هغه د اسبابو د لټولو او راسپړلو لپاره راپورته کېدل او د اسلام ښېگڼې او ځانگړتياوې به يې خلکو ته بيانولي.
د دغه ډول پیښو په اړه به په مسلمانو ټولنو کې هم د نارضایتی، غندني، ناکراری زورورې څپې خورې شوې خلك به يې كرارې ناستې ته نه پرېښودل. د خواصو او د ديني غيرت د لرونکو خلکو ترڅنگ به عوام خلك هم همدغو خبرو مشغول کړي ول. دغه به د ارتداد د پېښو وضعیت و که څه هم چې ډېرې لرې به پېښېدلې او په ژوند به یې څه اثر هم نه ښکارېده.خو پدې وروستيو کې اسلامي نړی له يو داسې ارتداد سره مخ شوه چې اسلامي نړی يې له یوه سره تربل سره ټوله نیولې او په خپل قوت. عمومیت او ژوروالي کې تر پخوانیو ټولو ارتدادونو مخکې شوی دی. یو ځای هم ورڅخه خوندي ندى پاتې شوی. د مسلمانانو ډېرې لږې کورنی ښايي له دغه ارتداد څخه محفوظي پاتې وي. دا هغه ارتداد دی چې د شرق په خلاف د اروپا د سياسي او فرهنگي استعمار په نتيجه کې را منځته شو دغه ارتداد په اسلامي نړۍ او اسلامي تاريخ کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم له وخته رانيولې تر دې وخته تر ټولو لوی ارتداد دی.
ارتداد د اسلام به عرف او د شریعت به اصطلاح کې څه شي ته ويل کېږي؟
ارتداد د يوه دین او عقیدې په بل دين او عقیدې بدلولو او یا له هغه څه څخه انکار ته ويل کېږي چې رسول صلى الله عليه وسلم راوړي او په تواتر رارسېدلي دي او د هغه ثبوت به ضروري ډول د اسلام له دین څخه گڼل کیږي.
مرتد به پخوا په څه مرتد گڼل کېده؟ مرتد به پدې مرتد گڼل کېده چې دمحمد صلى الله عليه وسلم له رسالت څخه به يې انکار کاوه، اسلام به يې پرېښوده. (مسیحیت) (یهودیت) یا (بر همیت) به یی مانه او يا به يې د الحاد لاره خپلوله او له رسالتونو، وحيې او آخرت څخه به یې انکار کاوه. دغه ډول کارونو ته به پخوانیو خلکو او ټولنو ارتداد ويلو او هر څوک به چې مرتد شو هغه به یا کلیسا ته داخلېده او يا به يې د کوم بل دين معبد او بتخانې ته مخه کوله. پدې کار سره به هغه ټولو خلکو وپیژانده مسلمانانو به خپل امید ورنه پرېکړ او د هغه ارتداد به اکثره پټ نه پاتي كيده.
اروپایانو شرق ته داسې نظریات له ځانه سره راوړل چې د دين له اساساتو او هغه رب څخه به انکار ولاړ دي چې د ټول عالم چلوونکی او واکمن دی. دغه نظریات د هغه عليم ذات له وجود څخه به انکار ولاړ دي چې د ټول عالم چارې يې په واك دي. (ألا له الخلق والأمر ) پيدا كول او حکم چلول يوازې د هغه حق دی
دغه فلسفي او نظريات له غيبياتو وحي او نبوتونو څخه د انکار پربنسټ ولاړې دي او له آسماني شريعتونو روحاني او اخلاقي ارزښتونو څخه انکار کوي.
د اروپایانو د دغو فلسفې ځينې يې د بیالوژی نشأت او ارتقا له نظرياتو څخه بحث کوي لکه د داروینزم فلسفه ځینې یې په اخلاقو پورې اړه لري لکه دکانت او سارتر فلسفه ، ځينې يې د اروا پوهنې په محور څرخي [لکه د فرويد فلسفه ] د خبني نورو موضوع یې بیا اقتصاد او سیاست دې لکه د ليبراليزم فلسفه ].
دغه فلسفی که څه هم چې په شکلونو هدفونو او بنسټونو کې يو له بل سره توپير لري خو ټولې يې په دا يوه نظريه کې سره شريکې دي چې انسان او دنيا ته په خالص مادي نظر گوري او د نړی او انسان د چارو تحليل د مادي علتونو پر اساس كوي.
دغو فلسفو او نظرياتو شرقي ټولنې لاندې کړي په رګونو کې يې وچلېدلې او په تاریخ کې تر اسلام وروسته د یو لوی دین په حيث راښکاره شوې. په اسلامي ټولنه کې يې په پراخه پیمانه او به زور ډول د خلکو زړونه او عقلونه تر خپل تسلط لاندي راوستل، د اسلامي نړی تر ټولو ذكي او باسواده خلکو ورته مخه وکړه او هغه يې داسې ومنلې لکه مسلمان چې اسلام او مسیحی چې مسیحیت په ټوله معنی مني. دغه خلک د خپلو دغو نظرياتو په لاره کې قرباني ورکوي، شعارونو ته يې سپځلتيا او لارښوونکو ته يې عظمت وربښي په خپلو تأليفاتو او ادبياتو کې ورته خلک رابلي، د ټولو هغو دينونو ، طريقو او نظرياتو سپکاوی کوي چې د دوئ د نظرياتو مخالف دي. او ټول هغه خلک خپل وروڼه گڼې چې له دوی سره د دوئ نظريات مني . دغه خلک ټول سره یوه کورنی، یو امت او يو بلاک دي.
اوس دا خبره چې د دوئ دغه دین څه شی دی؟ که څه هم چې منونکي يې هغه ته له دين ويلو څخه انکار کوي
#کتاب فکري پوهنه:صفحه:221ــ222ــ223ــ224
~فکري سنګر~
❤️
1