
𓆩💫•.ٍْدًٍجًـٍنًّـتٍْ اًزٍْغًـٍنًهٍْ لًٰاٍْر.•♥𓆪
February 24, 2025 at 05:14 PM
#که_دا_کیسه_مو_ولوسته_نو_ورته_وبه_ژاړئ👇😪
عبرتناکه کېسه
د موسې علیه السلام په وخت کې یوه ښځه کونډه شوه چې یو کوچنې زوې یې درلوده ښځې بل خاوند ونه کړو...
خپل ماشوم زوې سره یې ژوند کاوه کلونه وروسته زوې یې ځوان شو
زوې یې چې کله ځوان شو هره ورځ به د شپې کور ته ناوخته راتلو
هره ورځ به یې ورته مور نصیحت کاوه خو په زوې یې هیڅ تاسیر نه کاوه
د څو ورځو نصیحت وروسته بیا زوې یې ناوخته کور ته راغې
مور یې ورته بیا نصیحت وکړه زوې یې خپله مور ډیره کلکه کلکه ووهله
او په بوجې کې یې واچوله یو لرې ځنګل ته یې ویوړه هلته یې خطا کړې
الله جل جلاله موسې علیه السلام ته د جبراییل په واسطه وهیې وکړې چې لاړ شه هغه ځنګل ته هلته زما یو بنده ګې ده د هغې د حال وګوره
کله چې موسې علیه السلام ځنګل ته لاړو بوجې یې ولیده بوجې ته یې غوږ نږدې کړو چې د بوجې نه داسې اواز راځې
یا الله جل جلاله ته زما په سر زما زوې نه مه خفه کیږه هغه ته مه په قهر کیږه همداسې زارې یې الله جل جلاله ته کولې
موسې علیه السلام له کیسې نه خبر شو
الله جل جلاله موسې علیه السلام ته وویل وګوره چې دا مور په خپل زوې څومره مهربانه ده
او بیا یې ورته وویل چې زه د دغه مور نه اویا ځله ډېر مهربانه یم
#سبحانه_الله
ـــــــــــ
وړاندی کونکی مثبت فکر
❤️
😢
😮
4