خبرونه او تبصرې
خبرونه او تبصرې
February 22, 2025 at 01:18 PM
‏په چین کې افغان سفیر مولوي بلال کریمي د افغانستان لپاره د ناروې هېواد له ځانګړي استازي پل کلومن او د چین لپاره د یاد هېواد له سفیر ویبجورن ډایسویک سره کتلي دي. په بیجینګ د افغانستان سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې کریمي د افغانستان په اړه یې د ناروې رول مثبت یاد کړ. د افغانستان لپاره د ناروې ځانګړي استازي ویلي: «موږ تل هڅه کړې چې افغانستان له نړۍوالې ټولنې سره نږدې شي او هغه ننګونې او ستونزې حل کړو چې په دې لار کې خنډ ګرځېدلې دي.» هغه ویلي، ناروې له افغانستان سره د اقلیم بدلون، بزګرانو ته د کوکنار بدیل کښت پروژو، له بې‌وزلو سره د بشري مرستو او نورو بېلابېلو برخو کې خپلو هڅو او مرستو ته دوام ورکوي.
Image from خبرونه او تبصرې: ‏په چین کې افغان سفیر مولوي بلال کریمي د افغانستان لپاره د ناروې هېواد...

Comments