خبرونه او تبصرې
خبرونه او تبصرې
February 23, 2025 at 06:25 AM
*‏د ۱۴۰۳ کال په سلواغه میاشت کې څه‌باندې ۲۷۰ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي* د ‎#احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان ۱۴۰۳ کال په سلواغه میاشت کې د ټول هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو او آسان خدمت د ۷۵ وېش څانګو له لارې ۲۷۰ زره او ۶۵۰ هېوادوالو ته الکترونیکي تذکرې وېشلې دي. د دې ادارې د الکترونیکي تذکرو خدمتونو ریاست د معلوماتو له مخې د روان کال په سلواغه میاشت کې د وېشل شویو تذکرو تر ټولو ډېرې په کابل ولایت کې ۵۸ زره او ۵۴۰، په کندهار کې ۲۲ زره او ۸۳۹، په هرات کې ۲۲ زره او ۱۱۵، بلخ کې ۱۴ زره او ۳۹۵ او هلمند ولایت کې ۱۲ زره او ۶۸۳ الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي. له بل لوري په یاده میاشت کې د ټول هېواد په کچه څه‌باندې ۱۰ زره او ۵۰۰ نورو کسانو ته د الکترونیکي تذکرو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي. د احصایې او معلوماتو ملي اداره ژمنه ده چې ټولو هېوادوالو ته پر وخت او متوازن خدمتونه وړاندې کړي، په همدې اساس یې د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ لرو پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې الکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي.

Comments