خبرونه او تبصرې
خبرونه او تبصرې
February 24, 2025 at 03:05 PM
*ستاینه مه غواړئ، مسئولیت درک کړئ!* *په معاصر دور کې د ځوان نسل ستره فکري غلطي دا ده چې دوی د ستاینې، تشویق، او خلکو د تایید تمه لري. دوی داسې احساس کوي، که خلک یې ستاینه ونه کړي، نو د دوی کار ته ارزښت نه پاتې کېږي. دا یو ذهني بند دی، چې انسان د یوې باطلې تمې په زنځیر کې تړلی ساتي او د حقیقي مسئولیت له درک څخه یې غافل کوي. که تاسې د خلکو ستاینه شرط وګرځوئ، هم به ستاسو نیت فاسد شي او هم به د دوی د رد او انتقاد په وخت کې تاسې د خپلې لارې نه منحرف شئ* . *که موږ واقعاًَ غواړو، چې مبارز واوسو، نو باید د ستاینې له دې فکري زندان نه ځان خلاص کړو. باید پوه شو چې د ستاینې تمه لرل، د کمزورې ارادې علامه ده. څوک چې واقعي مبارز وي، هغه د خپل مسئولیت درک کوي او د خلکو د نظرونو پر ځای د الله رضا ته متوجه وي. د ستاینې تمه لرونکی مبارز به د خلکو د مخالفت سره کمزوری شي، خو د مسئولیت احساس لرونکی مبارز به د مخالفتونو په څپو کې لا قوي شي.* *تاته وایم! 🫵* *که د حق لپاره مبارزه کوې، نو د خلکو له تایید او انکار څخه لوړ فکر وکړه. مسئولیت درک کړه، خپل هدف ته ثابت پاتې شه، او دا پوهه درسره وساته، چې ستاینه د عمل هدف نه، بلکې د ضعیف ذهنیت یوه انحرافی پدیده ده!*

Comments