هیوادپال ځوانان ....
هیوادپال ځوانان ....
February 5, 2025 at 04:14 AM
‏کابل ولایت کې ۴۷.۵ لیتره الکولي مشروبات کشف او نیول شوي دي. د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې معینیت د کشف تخنیکي تدقیق ریاست اړوند د راډیويي کشف او پیسو د تطهیر مدیریت منسوبینو د کابل ښار یوولسمې حوزې لېسه مریم سیمه کې د یو لړ پلټونوکو عملیاتو پرمهال له ‏یوه کور څخه ۴۷.۵ لیتره الکولي مشروبات، یو میل کلاشینکوف او یو میل تفنګچه کشف او تر لاسه شوي دي، چې په تړاو يې یو کس هم نیول شوی دی، له لومړنیو څیړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
Image from هیوادپال ځوانان ....: ‏کابل ولایت کې ۴۷.۵ لیتره الکولي مشروبات کشف او نیول شوي دي.  د کورنیو...

Comments